د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۳۵

په افغانستان کې د جنايی پېښو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې

د کابل په ګډون د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دوی په سیمو کې غلاوې او د سړي تښتونې پېښې زیاتې شوي دي.

د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"چې کار او روزګار نه وي، جنايي پېښې خو به زیاتیږي، همدا پرون زما د ملګري له غوږ نه د میدان هوايي په سړک غلو موبایل وتښتوه، احمد شاه بابا مینه، دشت برچي خواته، باګرامیو خواته دلته د شپې څوک نه شي ګرځیدای، غله دې په ریکشو کې دې تعقیبوي، در پسې کیږي او وسلې دې په سر ږدي او هر څه درنه اخلي، په کوڅو کې ولاړ وي او د شپې له تیارې په ګټه اخیستنې غلاوې کوي."

غلو یا له چانه موتر سایکل اخیستی وي، یا یې له چانه ، موبایل، چې لږه د ماښام تیاره شي، نو د ښار په کوڅو کې له ویرې بیا ګرځېدل نه کیږي

د ختیځ ننګرهار د مرکز جلال اباد یوه اوسېدونکي هم د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته ادعا وکړه او ویې ویل چې دلته نږدې هره ورځ موټر سایکلونه او موبایلونه غلا کیږي: " جنايی پېښې په ځانګړي ډول غلاګانې زیاتې شوي دي، او دلته په جلال اباد ښار کې د خلکو تر منځ ویره ډېره شوې ده، هره ورځ یوه پېښه داسې رامنځته کیږي چې غلو یا له چانه موتر سایکل اخیستی وي، یا یې له چانه ، موبایل، چې لږه د ماښام تیاره شي، نو د ښار په کوڅو کې له ویرې بیا ګرځېدل نه کیږي، بس چاقوګان ورسره وي، تمانچې ورسره وي او مخونه یې په ماسکونو پټ وي درته راووځي او هر څه درنه واخلي."

د کابل کندز د لویې لارې یو موټر چلونکي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دوه شپې وړاندې د بغلان – کندز په لاره وسله والو غلو دا او په موټر کې ناسته سپرلی لوټلې ده: " دوه شپې مخکې مې له کابله سپرلي اخیستې وه، د کندز په لور روان وم، د شپې له پلخمري چې تېر شوم، دلته یو ځای دی د جنګل باغ په نوم، وسله وال کسان سړک ته راوتلي وو، د طالبانو په شان یې ځانونه جوړ کړي وو او وسلې ورسره وې، موږ یې لاندې یوړو هلته یو کور کې یې له موږ هر څه واخیستل، پیسې موبایلونه او نور هر څه، بیایې خوشې کړو."

نوموړي وویل له پېښې وروسته یې د بغلان امینی قومندانۍ ته هم خبر ورکړو خو څه ګټه یې ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په کندهار کې د طالبانو حکومت د والیانو ترمنځ په ناسته کې د جنايي پېښو په مخنیوي او د امنیت په ښه والي ټینګار شوی دی.

د کندهار ولایت رسینز دفتر په شنبه د جوزا ۱۶مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې په دې ناسته کې چې د اوو زونونو والیانو ګډون کړی و د امنیتي او ملکي چارو د لا ښه تنظیم ، د هر ډول نشه‌ يي توکو د کښت، قاچاق، پير او پلور د مخنیوي او له فساد سره د جدي مبارزې په اړه هم خبرې شوي دي.

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په افغانستان کې د جنايي پېښو د زیاتېدو او د خلکو د ادعاوو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د دې وزارت د شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې نږدې ۶ سوه کسان د بیلابیلو جنايي جرمونو په اړه د تړاو په تور نیول شوي دي.

یوازې د جګړې بندیدل امنیت نه دی، په کار ده چې د خلکو سر او مال د دوی په ولایتونو، ښارونو، کلیو، کوڅو او کورونو کې هم خوندي وي

د تېرې مۍ له ۷مې د جون تر ۷مې نېټټې د دې وزارت په اېکس پاڼه په بیلابیلو خپرو شویو اعلامیو کې ویل شوي چې دا کسان تر ډېره د وسله والو غلاوو، د مخدره موادو قاچاق، انسان تښتونې، قمار، د ناقانونه وسلو استعمال او سرقت په پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي او عدلیي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

په راپور کې مرکه شوي کسان وايي، یوازې د جګړې بندیدل امنیت نه دی، په کار ده چې د خلکو سر او مال د دوی په ولایتونو، ښارونو، کلیو، کوڅو او کورونو کې هم خوندي وي.

دوی دغه شان اقتصادي ستونزې او پراخه بیکاري هم په افغانستان کې د جنايی پېښو د زیاتېدو یو لامل بولي.

د امیتي چارو یو شمیرکارپوهان وايي، د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د تالاشیو د پوستو زیاتېدل، د شپې ګزمې او دغه شان د امنیتي کامرو نصبول مهم دي، خو دوی د دې ادعا په اړه چې اقتصادي ستونزې او د ځوانانو بیکاري هم د جنايي پېښو په زیاتېدو کې رول لري وايي، د سالمو فکرونو او پوهې خاوندان دا کار نه کو ي.

هغه ځوانان چې سالم فکر لري هغوی د نورو لارو یا بدیلو لارو په لټولو سره د خپل ژوند تکافو کول غواړي

له ډلې یې د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل: " هغه ځوانان چې سالم فکر لري هغوی د نورو لارو یا بدیلو لارو په لټولو سره د خپل ژوند تکافو کول غواړي خو هغه ځوانان چې کافي پوهه نه لري له تعلیم نه برخمن نه دي نو هغوی بیا جنايي پېښو ته مخه کوي او هڅه کوي چې له ناسمو لارو نه خپل مشکل حل کړي، البته دا هم باید له پامه ونه غورځوو، چې په افغانستان کې دا یوه نمونه ده چې ډېر کسان د ناسمو لارو نه هم قدرت ته رسېدلي او هم د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یې له غلتو لارو نه استفاده کړې او دا نمونې په ټولنه کې موجودې دي، نو ځکه ډېر کسان کوشش کوي چې د ناسمو لارو نه په ګټنې هم پیسې ترلاسه کړي او هم واک ته ورسیږي."

د ټولنیزو چارو پوهان هم همدا خبره کوي. له دې ډلې سنګر امیرزاده ازادی راډیو ته وویل، بې وزلي باید د غلاوو او جرایمو لپاره پلمه نه وي، دی د طالبانو له حکومت غواړي چې د خلکو امنیت په جدي ډول تامین او د دې پېښو مخه ونیسي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG