په اروپا کې د ښه ژوند په هیله، په خطرناکو قاچاقي لارو سفر یو شمیر افغان ځوانان ووژل او ځیني نور معیوبه کړل

انځور له ارشیف څخه

ناقانونه کډوالي لا هم هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي او د ډېرو کورنیو لپاره په یوې تل پاتې غمیزې بدلیږي.

هغه سفرونه چې ډېر کسان یې د ښه راتلونکي په هیله پیلوي خو وخت ناوخت دردناکو برخلیکونو سره مل وي چې د ټول عمر لپاره د انسان ژوند بدلوي.

یوه پښه مې یې یوه نیمه میاشت کې کیږي چې پرې کړې یې ده او دا بله یې په روژې میاشت کې پرې کړه، ډېر مې ژړلي دي اوس مې ژوند ډېر خراب شوی دی
عاصم

د ننګرهار اوسېدونکی ۱۴کلن عاصم د همدې غمیزو له قربانیانو دی.

هغه اته میاشتې وړاندې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې د ایران او ترکیې پر پوله په سخته واوره او یخنۍ کې بند شو، داسې شپه چې د هغه ژوند یې بدل کړ.

له دې پېښې وروسته د عاصم یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شو، په ویډیو کې ښکاري چې یو هلک چې د واورو په منځ کې بې‌وسه پروت و وروسته د لارې د نورو کډوالو له خوا وژغورل شو.

دې ویډیو د ناقانونه کډوالۍ سخته لاره او د افغان ځوانانو وضعیت په څرګند ډول خلکو ته وښود او پراخ غبرګونونه یې هم راوپارول، خو ډېر ژر د کډوالۍ د نورو کیسو او ښايي تر دې هم سختو پېښو تر سیوري لاندې هېر شو.

خو اوس د عاصم حالت د پخوا په پرتله لا ډېر دردناک دی.

اوس د دې تنکي ځوان دواړه پښې نشته، د ایران او ترکیې د پولې په یخنۍ کې کنګل او وروسته یې د ژوند ژغورلو لپاره، ترې پرې شوې.

په دې اړه نور:

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېر کال هره ورځ ۲۱ کډوال مړه شوي

عاصم ازادي راډیو ته وویل: "یوه پښه مې یې یوه نیمه میاشت کې کیږي چې پرې کړې یې ده او دا بله یې په روژې میاشت کې پرې کړه، ډېر مې ژړلي دي اوس مې ژوند ډېر خراب شوی دی."

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ دا اوسېدونکی د اروپا په نیت له کوره د وتلو کیسه کوي وايي:" له افغانستانه ایران ته لاړم، هلته ایراني پولیسو ونیولو، کله چې یې خوشې کړو، بیا ماکو ته ولاړو، له هغه ځایه مو د تګ هڅه وکړه، هلته د ترکي پولیسو ونیولو، دوه شپې مو له هغوی سره تېرې کړې، ډېر یې ووهلو او بیا یې په واورو کې پرېښودو."

ډېره سخته واوره او باد و، لاره نه معلومېده، د شپې شاوخوا اووه بجې وې، روان وو خو د یخنۍ له امله زما پښې بې حسه شوې او زه له تګ وغورځېدم، بیا سهار دوه کسان راغلل او موږ یې پورته کړو او ځپل ځای ته یې یوړو، له هغه ځایه یې ایراني قاچاقبرانو ته زنګ وواهه چې دا کسان دلته دي، هغوی بیا ماکو ته یوړو، وروسته تهران، له هغه ځایه د افغانستان سفارت ته
د ننګرهار اوسیدنکی

نوموړي د پېښې د شپې په اړه وویل:" ډېره سخته واوره او باد و، لاره نه معلومېده، د شپې شاوخوا اووه بجې وې، روان وو خو د یخنۍ له امله زما پښې بې حسه شوې او زه له تګ وغورځېدم، بیا سهار دوه کسان راغلل او موږ یې پورته کړو او ځپل ځای ته یې یوړو، له هغه ځایه یې ایراني قاچاقبرانو ته زنګ وواهه چې دا کسان دلته دي، هغوی بیا ماکو ته یوړو، وروسته تهران، له هغه ځایه د افغانستان سفارت ته، بیا هرات او وروسته کابل کې یې روغتون ته یوړم، هلته یې یوه میاشت درملنه وکړه، خو نتیجه یې ورنه کړه او وروسته یې پښې رانه پرې کړې."

هغه ډاکترانو چې د عاصم درملنه کړې ازادي راډيو ته یې وویل چې نوموړی له شپږو نورو کډوالو سره یو ځای روغتون ته په داسې حالت کې ور وړل شوو چې سختې یخنۍ وهلي وو او له معایناتو وروسته یې درملنه پیل شوه خو دا چې د عاصم د پښو نسجونو ته زیان رسېدلی او د وچوالي خطرناک پړاو ته رسېدلې وو ځکه د مجبوریت له مخې یې پښې پرې شوې.

عاصم اوس نه شي کولای د پخوا په څېر وګرځي، لوبې وکړي او یا هم د یوه عادي تنکي ځوان په څېر د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي.

دی هغو ځوانانو ته چې غواړي په قاچاقي لارو کډوالي وکړي، خبرداری ورکوي چې د قاچاقبرو په ژمنو دوکه نه شي.

د عاصم کورنۍ هم وایي، له کومې ورځې چې نوموړی معلول شوی، ستونزې یې څو برابره زیاتې شوې دي.

د عاصم پلار رحمت الله وایي، هغه د خپلو تره زامنو او د کلي له یو شمېر نورو کسانو سره یوځای سفر ته وتلی و، خو په لاره کې له نورو بېل شو: "هغوی مخکې لاړل، خو دا بېچاره له نورو پاتې شو، هلته انټرنېټ هم کار نه کاوه، ۱۸ ورځې مو هېڅ خبر ترې نه درلود، ډېر اندېښمن وو، نه مو شپه ارامه وه او نه ورځ، تر اوسه هېچا پوښتنه هم نه ده کړې، هغه لا هم ښه نه دی، بیا بیا یې ډاکټر ته بیایو او بستر کوو یې."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې له افغانستانه ناقانونه کډوالي لا ډېره شوې ده.

د کډوالۍ د برخې یو شمېر پوهان وایي، بې‌وزلي، بې‌کاري، ټولنیز محدودیتونه او د راتلونکي په اړه ناهیلي، ډېر ځوانان دې ته اړ کوي چې د کډوالۍ سختې او ناقانونه لارې وټاکي؛ هغه لارې چې ګڼ کسان پکې له منځه ځي، ورکېږي یا له نه جبرانېدونکو زیانونو سره بېرته راګرځي.

په اروپا کې د کډوالو د حقونو فعال احمد ذکي خلیل ازادي راډیو ته وویل:"د حکومتونو او نړیوالو ادارو مسؤلیت یوازې دا نه دی چې ووایي ناقانونه لارې خطرناکې دي، دا خبرداری هغه وخت مانا پیدا کوي چې ورسره قانوني، خوندي او رښتینې لارې هم ځوانانو ته برابرې شي، ځوانان او تنکي ځوانان هم باید د دې لارو د خطرونو په اړه فکر وکړي او وروسته پرېکړه وکړي او د خپل ژوند لپاره غوره بدیل ولټوي."

د عاصم کیسه یوازې د یوه تنکي ځوان روایت نه دی، بلکې د زرګونو نورو هغه افغانانو کیسه ده چې د ښه راتلونکي په لټه کې د کډوالۍ سفر پیلوي او وخت ناوخت د ښه خوبونو پر ځای په کړاو او تراژېدۍ پای ته رسیږي.

که څه هم له افغانستانه ناقانونه کډوالي پخوا هم موجوده وه، خو د راپورونو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او امنیتي ستونزو له امله د ناقانونه کډوالو شمېر زیات شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان « آي آو آیم » د روان کال د حمل په ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱،۴۹۲ افغانان د ناقانونه نړیوالې کډوالۍ پر مهال مړه شوي یا لادرکه شوي دي.

دې ادارې ویلي وو چې ډېری مړه شوي افغانان کم عمره هلکان وو.