د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۶

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېر کال هره ورځ ۲۱ کډوال مړه شوي

ارشیف، په سربیا کې د کډوالو قبرونه
ارشیف، په سربیا کې د کډوالو قبرونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، ۲۰۲۵ کال کې نژدې اته زره کسان د کډوالۍ په لارو مړه یا تري تم شوي دي. د هغو هېوادونو شمېر ته په کتو چې اتباع یې کډوال کیږي، افغانان د مړینې د لست په سر کې دي او تېر کال ۱۵۴۰ تنه د مهاجرت په لارو مړه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې ۲۰۲۵ کال کې په اوسط ډول هره ورځ ۲۱ کډوال مړه شوي دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ ( د کب ۷مه) په یوه راپور کې وویل، ۲۰۲۵ کال کې د کډوالۍ په لارو ۷۶۶۷ تنه مړه یا تري تم شوي دي.

په دوی کې ۳ زره کسان د اسیا یاد شوي چې ۱۵۴۰ تنه یې افغانان دي.

د افغان کډوالو د مړینې یوه تازه پیښه د تیرې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د ایران او ترکیې د پولې په اوږدو کې رامنځته شوه.

هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې ښکته پورته شوې چې په کې ښکارېدل، ګڼ شمېر کسان په واورو کې مړه کنګل شوي دي.

په ایران کې یوه کډوال چې ادعا کوي د پیښې عیني شاهد دی د جنورۍ په اته ویشتمه ازادۍ راډیوته وویل: " تر سلو زیات افغان مهاجر چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، دوی د ترکیې خاورې ته اوښتي دي. د ترکیې پولیسو دغه کسان دوه شپې ورځې ځان سره نهر ساتلي وو او بیا یې بوټونه، جرابې او جمپرونه اخیستل شوي، شکنجه شوي او د شپې په ۱۲ بجو بیرته ایران ته اړول شوي دي. د ډيرې یخنۍ له کبله د ۲۵ مړي راوړل شوي او ۲۰ نور ژوندي راوړل شوي دي."

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د دغه ډول بشري ناورینونو د مخنیوي لپاره باید د انساني قاچاق وړونکو جرړې وایستل شي.

په ۲۰۲۵ کال کې د مړو شویو کډوالو په منځ کې پر افغانانو سربیره د یمن، افریقا او خلیج هېوادونو اتباع دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالۍ پر لاره د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۲۴ کال ته په کتو کم دی، په هغه کال کې د آی.او.ایم په وینا د ۹۲۰۰ کډوالو مړینه ثبت شوې وه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې ایمي پوپ ویلي، د کډوالۍ په لارو دغه مرګونې پیښې یوه نړیواله ناکامي ده او په خبره یې نه شي کیدای چې عادي چاره یې وګڼو.

هغې ویلي، کله چې د تګ راتګ او کډوالۍ خوندي لارې له امکانه وځي، بیا نو کډوال مجبوریږي چې خطرناکې لارې خپلې او د قاچاق وړونکو منګولو ته ځان واچوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ټينګار کړی چې سملاسي باید د منظمو او خوندي لارو په جوړولو کار او د اړمنو کسانو ملاتړ وشي.

له افغانستانه پخوا هم د ځوانانو تیښته روانه وه، خو له کله چې ۲۰۲۱ کال کې طالبانو پخوانی جمهوري نظام نسکور کړ، د ځوانانو کډوالي نوره هم ډېره شوه.

د کډوالۍ ادارو پخوا ویلي و چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۷ میلیونه افغانان له هېواده کډوال شوي دي.

په همدې ترڅ کې بیا تېرو کلونو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تېزه شوې چې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت ویلي، د دوی د بیا واکمنۍ له پيله ۶ اعشاریه ۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه بیرته افغانستان ته په زور یا خپله خوښه ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG