په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین د نوي پړاو د پیل سره هممهاله، هغه کورنۍ چې ماشومان یې په ګوزڼ یا پولیو اخته شوي، له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د واکسین فرصت له لاسه ورنه کړي.
ما فکر کاوه واکسین دی، یو ځل به وشي بس دی؛ څه پوهېدم چې لور مې به دې حال ته رسیږي، کله به چې وخت و واکسین مو کاوه کنه ډېر یې په کیسه کې نه وو، دا مو بې ګټه کار بللو، همدا لامل شو چې اوس مې لور بې حرکته راته پرته ده، څه وکم
دوی وايي پولیو کولای شي د ماشوم راتلونکې د تل لپاره بدله کړي، په داسې حال کې چې څو څاڅکي واکسین د دې دایمي معلولیت د مخنیوي تر ټولو اسانه لار ده.
غږ "د داسې ماشوم لویول چې تل په ځای پروت وي، ډېر سخت دي، اوس نورو میندو ته وایم چې تاسو داسې مه کوئ."
کونړ کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ مور چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي لور یې شاوخوا پنځه کاله مخکې په پولیو اخته شوې ده.
دې رادیو ازادی ته وویل د کورنۍ د ناغیړۍ له امله یې لور ګوزڼ ووهله:
"ما فکر کاوه واکسین دی، یو ځل به وشي بس دی؛ څه پوهېدم چې لور مې به دې حال ته رسیږي، کله به چې وخت و واکسین مو کاوه کنه ډېر یې په کیسه کې نه وو، دا مو بې ګټه کار بللو، همدا لامل شو چې اوس مې لور بې حرکته راته پرته ده، څه وکم.؟"
په همدې حال کې، ځینې هغه کورنۍ چې په منظم ډول خپل ماشومان واکسین کوي وايي چې د پولیو د خطر په اړه پوهاوي دوی هڅولي چې خپل ماشومان د واکسین په هر کمپاین کې واکسین کړي.
په دې اړه نور:
په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږيد ننگرهار ولایت یوه اوسېدوتکي شکرالله حلیم وویل:
"زه خپلو ماشومان په منظم ډول واکسین کوم که د واکسیناتوران کلي ته راشي خو ډېر ښه، که هغوی رانشي زه خپله ماشومان مې کلینیک ته وړم، موږ ځکه هر ځل واکسین ورته کوو چې په پولیو یا ګوزڼ اخته نه شي."
دا کورنۍ په داسې حال کې د پولیو واکسین پر اهمیت ټینګار کوي چې چې له "پولیو پاک افغانستان بنسټ" اعلان کړی چې دوشنبه د ثور ۲۸مه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیلیږي.
زه خپلو ماشومان په منظم ډول واکسین کوم که د واکسیناتوران کلي ته راشي خو ډېر ښه، که هغوی رانشي زه خپله ماشومان مې کلینیک ته وړم، موږ ځکه هر ځل واکسین ورته کوو چې په پولیو یا ګوزڼ اخته نه شيشکرالله
دې بنسټ یکشنبه د ثور ۲۷مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا کمپاین به په بادغیس، کندز، هلمند، کندهار، اروزګان، دایکندي، زابل، غزني، پکتیکا، بامیان، پکتیا، خوست، ننگرهار، لغمان، نورستان او کونړ کې پیل شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کمپاین به د هرات، بلخ، کابل او غور په ځینو برخو کې هم تطبیق شي، خو په جنوبي زون کې به یوه ورځ په ځنډ سره د ثور په ۲۹مه پیل شي.
له «پولیو پاکستان افغانستان بنسټ» له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو په واکسین کولو سره د پولیو د مخنیوي او له پولیو څخه د پاک افغانستان په جوړولو کې برخه واخلي.
د هغه ماشومانو شمېر چې په دې کمپاین کې به واکسین شي نه دی اعلان شوی خو عموما د پولیو څاڅکې له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته ورکول کیږي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د پولیو د واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه اندېښنې لا هم په خپل ځای دی.
د طالبانو د حکومت له پرېکړې سره سم، له ۲۰۲۴ کال راهیسې د پولیو کمپاینونه کور په کور نه ترسره کېږي او ماشومان ډېری وخت په جوماتونو کې واکسین ترلاسه کوي.
یو شمېر کورنۍ وایي چې د ښځینه کمپاین کوونکو نه موجودیت ، د تګ راتګ ستونزې او د واکسین مرکزونو لرې والی د دې لامل کېږي چې ځینې ماشومان له واکسین پاتې شي.
د پولیو د کمپاین د برخې یو شمېر پوهان باور لري چې د د بشپړ مخنیوي لپاره یې باید ټول ماشومان له استثنا پرته، واکسین شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د پولیو په وړاندې د مبارزې پخوانی ویاند ډاکټر کمال شاه ازادي راډيو ته وویل:
" کور په کور واکسین بند او د کمپاین د تطبیق کیفیت هم ډېر ښه نه دی، غوره لاره داده چې د پولیو ضد واکسینو کمپاینونه باید په ډېر ښه کیفیت ترسره شي تر څو ټولو ماشومانو ته رسېدنه وشي، له بده مرغه په افغانستان کې د واکسین کمپاینونه ترسره کیږي خو د کیفیت له اړخه کمزوري وي، ځکه ټولو ماشومانو ته رسېدنه نه کیږي او ډېر له واکسین کولو پاتې کیږي، د دې لپاره باید اړوندې ادارې ځانګړې ستراتیژي جوړه کړي."
تر دې وړاندې هم د روان کال د اپرېل په ۱۳مه د پولیو کمپاین په ۱۸ ولایتونو کې ترسره او په ترڅ کې یې میلیونونه ماشومان واکسین شوي وو.
سره له دې چې سږ کال تر اوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې پولیو په کې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللې.
ډاکټران وايي چې پولیو ویروس د بدن د ځینو برخو په ځانګړي ډول د پښو، د دایمي فلج لامل کیږي.
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.