په ایران کې یو شمیر مېشت افغان کډوال وايي د شخړو او تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یې کاري فرصتونو له لاسه ورکړي او اقتصادي ستونزو، تبعیض او فشارونو سره مخ دي.
یو شمیر هغوی چې په دې وروستیو کې له دغه هیواده افغانستان ته ستانه شوي هم همدا خبره کوي.
د کارګرۍ په پیسو څه کېږي؟ چې یوازې یو کس کار وکړي، درې ماشومان ولري او کورنۍ اداره کړي، ژوند په سختۍ تېرېږي؛ هغه هم که کار پیدا شي، که کار نه وي هېڅ، زما اقتصاد ډېر کمزوری دیپه ایران کې میشت افغان کډوال
په تهران کې مېشت یو افغان کډوال وايي، د اسراییلو، متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي او بریدونو له زیاتوالي وروسته په ایران کې د افغان کډوالو ژوند ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.
ده چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ د «د ثور په ۲۴مه» ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه، اقتصادي ستونزې یې ډېرې دي، لګښتونه زیات او څه چې ګتي نه یې بس کېږي.
"د کارګرۍ پر پیسو څه کېږي؟ چې یوازې یو کس کار وکړي، درې ماشومان ولري او کورنۍ اداره کړي، ژوند په سختۍ تېرېږي؛ هغه هم که کار پیدا شي، که کار نه وي هېڅ، زما اقتصاد ډېر کمزوری دی، کار کوم، هم مې پورونه خلاصوم او هم ژوند مخته وړم، بس داشان تېرېږي."
یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي هم په ایران کې د ستونزمن اقتصادي وضعیت، مخ په زیاتیدونکو فشارونو او د کار د فرصتونو د نشتوالي خبره کوي.
په دې اړه نور:
له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو دردونکې کیسې، د ستنولو بهیر چټک شوییو افغان کډوال چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې له ایران هرات ولایت ته ستون شوی او نه یې غوښتل چې نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل،
"کله چې له اسراییلو سره جګړه پیل شوه، د افغانانو وضعیت ډېر بد شو، په ځینو دکانونو او نانوایو کې پر افغانانو خوراکي توکي نه پلورل کېدل، او په ډېرو هغو سیمو کې چې افغانانو ژوند کاوه، دوی په دکانونو او مارکېټونو کې د کار اجازه هم نه درلوده، که چا کار هم کاوه، تنخوا یې نه ورکول کېده."
کله چې له اسراییلو سره جګړه پیل شوه، د افغانانو وضعیت ډېر بد شو، په ځینو دکانونو او نانوایو کې پر افغانانو خوراکي توکي نه پلورل کېدل، او په ډېرو هغو سیمو کې چې افغانانو ژوند کاوه، دوی په دکانونو او مارکېټونو کې د کار اجازه هم نه درلودهافغان کډوال
دا اندیښنې داسې مهال مطرح کیږي چې د ناروې د کډوالو شورا اعلان کړی چې د اسراییلو، متحده ایالاتو او ایران ترمنځ جګړې په ایران کې له څلورو ملیونو زیاتو افغان کډوالو ژوند اغیزمن کړی دی.
د دې شورا مشر یان ایګلند د چهارشنبې په ورځ «د می په ۱۳مه» په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي چې د جګړې له پیلیدو سره، په ایران کې ګڼ شمېر افغان کډوالو خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري.
د ده په ټکو، د خوراکي توکو بیې د تیر کال په پرتله دوه چنده شوي، ډیری کورنۍ اړې شوي چې خپل خواړه کم کړي، درملنه وځنډوي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره پورونه واخلي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر دا هم ویلي چې دې سازمان په ایران کې د زرګونو افغان کډوالو کورنیو ته بیړنۍ نغدي مرسته چمتو کړې ترڅو دوی خواړه او اړین توکي پرې واخلي.
خو هغه خبرداری ورکړی چې دا شورا اوس مهال یوازې دومره بودجه لري چې شاوخوا زرو نورو کورنیو سره مرسته وکړي، او که نوې بودجه ورنه کړل شي، د دوی د بیړنیو مرستو عملیات به تر راتلونکې یوې میاشتې بند شي.
د یادونې ده چې د ایران، متحده ایالاتو او اسراییلو ترمنځ جګړه د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه پیل شوې، او له هغه وخت راهیسې په ایران کې امنیتي او اقتصادي وضعیت د پام وړ اغیزمن شوی دی؛ داسې وضعیت چې د ملیونونو ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د هغو افغان کډوالو ژوند یې اغیزمن کړی چې په یاد هیواد کې ژوند کوي.
مخکې له دې، د ملګرو ملتونو او د ناروې د کډوالو شورا په شمول یو شمیر نړیوالو سازمانونو، له شخړو وروسته په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې د جګړې او اقتصادي بحران دوام کولی شي د دوی بشري وضعیت خراب کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، ګڼ شمیر افغانانو، په ځانګړي ډول پخواني پوځيانو، د ښځو د حقونو فعالینو او ګڼو نورو د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو او د نجونو ته د زده کړو د فرصتونو د نشتوالي له امله ګاونډیو هیوادونو، ډیر ایران او پاکستان ته پناه یوړه.
خو داهیوادونه هره ورځ په زرګونو افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستنوي، هغه بهیر چې د مرستندویه ادارو او بشري حقونو سازمانونو اندیښنې یې راپارولي او د راستنیدونکو اړتیاوو پوره کولو لپاره په شته سرچینو یې فشار زیات کړی دی