د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۰

له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو دردونکې کیسې، د ستنولو بهیر چټک شوی

له پاکستانه ایستل شوي افغانان، ارشیف
له پاکستانه ایستل شوي افغانان، ارشیف

د ملګرو ملتونو دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په وروستیو کې له دغو هېوادونو څخه تر ۶۳ زره ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

۲۶ کلن رحمت الله هغه افغان چې په پاکستان کې زېږېدلی او شاوخوا دوه اونۍ مخکې له هغه هیواده افغانستان ته ستون شوی وايي تراوسه سرپنا نه ده موندلی او د خوندي ځای او د کار په لټه کې دی.

نه خېمه شته، نه بل څه، یوازې څو کمپلې لرو بس
له پاکستانه ایستل شوی یو افغان

دی وایي: "یوازې دومره یو سرپناه پیدا کم چې خپل ماشومان پکې خوندي وساتم؛ نه خېمه شته، نه بل څه، یوازې څو کمپلې لرو بس."

نوموړی چې اوس له خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ سره په تورخم کې د کډوالو په لنډ مهاله پنډغالي کې اوسیږي دوشنبه د حمل ۳۱ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې د خپلې کورنۍ یواځینی سرپرست دی: " موږ چې دلته راتلو د پاکستان حکومت له موږ نه زموږ ټوله شتمني، کور، مال او جایداد واخیست، اوس ۱۵ ورځې کېږي چې په عمري کمپ کې یو، اوس باید له دې ځایه هم ووځو ، خو موږ هېڅ ځای نه لرو، په افغانستان کې هېڅ سرپناه نه لرو، لومړی غواړم یو سرپناه پیدا کړم چې پکې ژوند وکړو او خپله کورنۍ پکې خوندي وساتم، په کور کې ناروغ هم لرم، تازه افغانستان ته راغلی یم او نه پوهېږم څه وکړم، دلته هیڅوک د ځواب ویلو لپاره نشته، که څه هم ما زده کړې کړي خو نه پوهیږم څه وکم.؟"

زینب حسيني چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې له ایرانه ایستل شوې او اوس د بلخ په مزارشریف ښار کې اوسیږي، وايي د دوه ماشومانو سرپرستي ورله غاړې او له سختو شرایطو سره مخ ده.

هغه وايي بنستيزه غوښتنه یې د کار پیدا کول دي:"که داسې کار پیدا کم چې خپل ژوند له کړاو او ستونزې پرته تېر کم او خپل دواړه ماشومان په ارامه وساتم نو ډېره به خوشحاله شم که کار وي، زه یې په ویاړ کوم، خو اوس په دې حالت کې ان هغه هم نه پیدا کیږي."

دغه کډوال په داسې حال کې د سرپنا او کار له نه موجودیت شکایت کوي چې تازه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای. او.ایم»راپور ورکړی چې په وروستیو اوونیو کې له ایران او پاکستانه د افغانانو بېرته ستنېدنه په چټک ډول زیاته شوې ده.

دغه راپور چې یکشنبه د حمل ۳۰ مه خپور شوي ښيي چې یوازې په دوو اوونیو کې له پاکستان څخه د بېرته ستنېدونکو شمېر نژدې ۱۷ چنده زیات شوی او د مارچ له ۲۹مې د اپریل تر ۱۱مې پورې ۴۲،۴۵۲ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې دا زیاتوالی تر ډېره د تورخم او سپین بولدک د مهمو لارو د بیا پرانیستل کېدو له امله دی، کومې چې د فبرورۍ له ۲۶مې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته تړل شوې وې.

د راپور له مخې، له پاکستانه د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د بېرته ستنېدونکو شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ چنده زیات شوی چې لوی بدلون ښيي.

همداراز له ایران څخه هم بېرته ستنېدنه زیاته شوې او د مارچ له ۲۹مې تر اپرېل ۱۱مې پورې ۵۶ سلنه زیاتوالی ثبت شوی، چې په دې موده کې ۷۶۱۹ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان ویلي د دې شمېرو له مخې هره ورځ په منځنۍ توګه ۱۵۲۳ کسان بېرته هېواد ته راځي.

د راپور له مخې، د مهمو پولو له ډلې د پل ابریشم (میلک) له لارې زیاتوالی ډېر لیدل شوی، او له هغې وروسته زیات شمېر خلک د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دغه سازمان ویلي، له دې زیاتوالي سره سره د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ایرانه د افغانانو ستنېدنه د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پرتله ۳۰ سلنه کمه ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د مارچ له ۲۹مې تر اپرېل ۱۱مې پورې ټول ۶۳،۷۷۴ بېرته ستنېدونکي ثبت شوي چې ۷،۶۶۳ کورنۍ پکې شاملې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې دا لوی شمېر بېرته ستنېدنه کولی شي په افغانستان کې په خلکو فشار زیات کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د ستونزو ته د رسېدو کمیسیون ویلي، یوازې شنبه د حمل په ۲۹ مه له پاکستانه له ۵ زرو ډېر افغان کډوال راایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG