د ننګرهار د هسکې مېنې اوسېدونکی او د دې ولسوالۍ د مشورتي شورا مشر ملک معتبر خان وایي، چې په سیمه کې یې د سېلابونو له راوتلو وروسته، ماشوم په نس ناستي اخته شوی دی.
دا وایي چې د دوی په سیمه کې د سیلابونو له امله کندې جوړې شوي او په کې ولاړو اوبو د بیلابیلو ناروغیو او حشراتو د راپیدا کېدو خطر زیات کړی دی.
څو میاشتې کیږي چې دلته په کلینک کې درمل نه شته، دا ټولې ستونزې له دې سیلابونو وروسته راپیدا شوي دي، ځکه له سیلابونو نه وروسته اوبه ولاړې پاتې شي، بیا په کې ماشومان لوبې کوي، لاسونه په کې وهي او همدا لامل کیږي چې ماشومانو ته ناروغۍ پیدا شيمعتبر خان
نوموړي سه شنبه د ثور ۲۲مه ازادي راډيو ته وویل،
" همدا نن مې هم خپل زوی روغتیايي مرکز ته وروړی و ځکه خوراک نه کوي، اووه کاله عمر لري، رنګ یې تک ژېړ تښتېدلی دی او ډنګر شوی دی، ما سره د پوره معایناتو امکانات نه وو، د ملاریا وینه یې معاینه کړه، ملاریا هم نه دی، بیا ډاکتر څو بوتله شربت ورکړ، خو څو میاشتې کیږي چې دلته په کلینک کې درمل نه شته، دا ټولې ستونزې له دې سیلابونو وروسته راپیدا شوي دي، ځکه له سیلابونو نه وروسته اوبه ولاړې پاتې شي، بیا په کې ماشومان لوبې کوي، لاسونه په کې وهي او همدا لامل کیږي چې ماشومانو ته ناروغۍ پیدا شي."
د بادغیس یوه اوسېدونکي او سیلاب ځپلي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي هم ازادي راډیو ته وویل،
" له سېلابونو وروسته وضعیت چندان ښه نه دی او له تېرو څو ورځو ګرمۍ نه وروسته ماشومان ناروغان شوي دي، ځینې یې په نس ناسته او ورته نورو ناروغیو اخته شوي دي، په سنګ اتش ولسوالۍ کې یوه ډول حشره چې کشفک یې بولی هم پیدا شوې ده« دا عموما په کرنیزو ځمکو کې پیدا کیږي» موږ له حکومته غواړو چې د دغه افت د کنترول لپاره اقدامات وکړي."
په دې اړه نور:
د طبیعي پیښو په اړه عامه پوهاوی مو له احتمالي ځاني او مالي زیانونو ژغوريدا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ویلي چې په افغانستان کې د سختو بارانونو او د واورو ویلې کېدو له امله له و ویجاړوونکو سېلابونو وروسته، زیانمنې شوې سیمې د ناروغیو د خپرېدو له زیاتېدونکي خطر سره مخ دي.
دغه بنسټ سه شنبه د ثور یا غويي ۲۲مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې وروستیو سیلابونو د افغانستان ۲۲ ولایتونه اغېزمن کړي او ګڼې کورنۍ یې له روغتیايي اسانتیاوو او پاکو اوبو ته له لاس رسي محرومې کړې دي.
په ځینو سیمو کې د اوبو ولاړې اوبه د حشراتو د زیاتېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول د هغو حشراتو چې د ملاریا په څېر ناروغۍ لېږدوي او له همدې امله د ملاریا پېښې زیاتېږيډاکټر هدایت الله حبیبي
په راپور کې راغلي چې د ژغورنې او بېړنیو مرستو ډلې زیانمنو سیمو ته استول شوې دي، خو مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې د بارانونو دوام کولای شي وضعیت نور هم خراب کړي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون خبرداری ورکړی چې که عاجلې مرستې ونه رسېږي، د ناروغیو د خپرېدو او په ځانګړي ډول د زیان ګالو کسانو لپاره د خوندیتوب اندېښنې به نورې هم زیاتې شي.
په همدې حال کې، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر هدایت الله حبیبي وایي، له سېلابونو وروسته د پاکو اوبو کمښت، د اوبو راټولېدل او د رطوبت او ګرمۍ بدلون د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.
هغه له راډیو ازادۍ سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره له پاکو اوبو استفاده وکړي او که د ناروغۍ سختې نښې ولري، روغتیايي مرکزونو ته دې مراجعه وکړي.
"په ځینو سیمو کې د اوبو ولاړې اوبه د حشراتو د زیاتېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول د هغو حشراتو چې د ملاریا په څېر ناروغۍ لېږدوي او له همدې امله د ملاریا پېښې زیاتېږي. همداراز، له سېلابونو وروسته د هوا ککړتیا د تنفسي ستونزو د ډېرېدو لامل کېدای شي، خلک باید له پاکو اوبو استفاده وکړي، ځکه دا موضوع ځانګړی اهمیت لري، د دې ترڅنګ باید هغه اوبه چې د استوګنې سیمو ته راټولې شوي او ډنډونه یې جوړ کړي باید لیرې شي، ځکه همدا ځایونه د حشراتو د راټولېدو په مرکزونو بدلیږي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ویلي په تېرو څلوېښتو ساعتونو کې د بارانونو، سېلابونو، توپانونو او ځمکې ښووېدنې له امله په کاپیسا، پنجشېر، سمنګان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد دوشنبه د ثور ۲۱مه په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیو بیان کې ویلي چې د روان کال د حمل له شپږمې راهیسي په افغانستان کې د بیلابیلو طبیعي افتونو له امله ۲۵۷ کسان مړه شوي او ۳۳۸ نور ژوبل شوي دي.
هغه ویلي دغه راز زرګونه کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي، سلګونه کیلومتره سړکونه او یو شمېر پلونه زیانمن شوي، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه له منځه تللي او په ټولیز ډول له ۱۱ زرو ډېرې کورنۍ د دغو طبیعي پېښو له امله اغېزمنې شوې دي.
که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې زیانمنو کورنیو ته یې نغدي او غیر نغدي مرستې رسولي خو یو شمېر زیانمنو کسانو تر دې مخکې ویلي وو چې ترلاسه شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.