د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسیدونکي عثمان خان چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله له خپل کلي کډه شوی وو او بیرته خپل کورته ستون شوی په وروستیو کې ازادي راډیو سره خبرو کې د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.
اوس د مونږ خواهش دادی چې WFP، سور صلیب او سره میاشت د مونږ ځای د پکتیکا ولایت برملو ولسوالۍ ته راشي ، د مونږ سره بیا مرستې وکړې
" اوس د مونږ خواهش دادی چې WFP، سور صلیب او سره میاشت د مونږ ځای د پکتیکا ولایت برملو ولسوالۍ ته راشي ، د مونږ سره بیا مرستې وکړې، خلک ډیر دستونزو سره مخامخ دي، په غرونو کې دي ساړه دي ، وریا هم ده ، خیمې نشته ټاټونه نشته خلک دغسې غرمو او سړو ته پراته دي. "
عثمان خان زیاتوي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله ددوی سیمه کې زرګونه کورنۍ بیځایه شوي دي.
دغه راز له پاکستانه راستانه شوي کسان هم خوراکي مرستو ته سخت اړمن دي.
له کراچۍ څخه کندز ولایت ته یو راستانه شوي کس چې نوم یې نه دی ذکرکړی په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې څو میاشتې کیږي چې د مرستې په تمه ناست دی.
۶ میاشتې وشوې چې نه تلیفون راځي نه راشن نه اوړه ، دا خو لا پریږده د سونګ لپاره د لرګیو رانیولو لګښت هم نلرو
" سپین بولدک پوله کې یې دما دټیلیفون شمیره واخیسته نومونه مو ثبت کړل.مونږ ته وویل شول چې ټیلیفون ته منتظرپاته شو، ۶ میاشتې وشوې چې نه تلیفون راځي نه راشن نه اوړه ، دا خو لا پریږده د سونګ لپاره د لرګیو رانیولو لګښت هم نلرو."
په فارس خلیج کې وسله والې شخړې او دهرمز تنګي تړل کیدو افغانستان ته د خوراکي مرستو رسول ګران کړي دي.
په افغانستان کې دخوړو دنړیوال پروګرام مسئول مدیر جان ایلیف څو ورځې مخکې ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې افغانستان ته چې سمندر ته لار نلري د خوراکي موادو رسولو لګښت درې ځلې زیات شوی دی.
نوموړي ویلي مغذي بیسکیټ چې مخکې به له متحدو اماراتو د هرمز تنګي له لارې افغانستان ته استول کیدل اوس د ۷ هیوادونو د وچې له لارو درې اونۍ نور وخت نیسي چې افغانستان ته ورسیږي.
د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکی زیاتوي چې په نتیجه کې اړمن افغان کوچنیان وږي پاته کیږي او "یوشمیر کیدای سي مړه شي."
افغانستان ته پخوا اکثر واردات د پاکستان د کراچۍ د بندر له لارې کیدل خو وروسته لدې چې دغه لار شاوخوا اوه میاشتې مخکې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتو له امله وتړل شوه افغانستان د بدیلو لارو په لټه کې د ایران او منځنۍ اسیا بندرونو ته مخه کړه.
په داسې حال کې چې د ایران د بندرونو له لارې د افغانستان صادرات او واردات د فارس خلیج کې د روانې وسله والې شخړې له امله ټکني شوي دي د منځنۍ اسیا دهیوادونو له لارې افغانستان ته د اموالو لیږد زیات شوی دی .
قزاقي رسنیو تازه ددغه هیواد د ترانسپورت وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه هیواد د سږ ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلور میاشتو کې افغانستان ته ۳۰۲ زره ټنه غله صادره کړې ده.
په دې اړه نور:
د خوړو نړیوال پروګرام د روسیې له خوا مرسته شوي اوړه اړمنو افغانانو باندې ویشيد ملګرو ملتونو د شمیرو په اساس سږ ۲۰۲۶ کال ۲۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.