طالبان وايي په کنړ د پاکستاني ځواکونو د دوشنبې د برید د مړو شمیر ۷ او د ټپیانو ۷۸ تنو ته ورسید.
کونړ کې د طالبانو یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي د وروستیو ارقامو په وړاندې کولو سره ازادي راډیو ته وویل په ټپیانو کې د اسعداباد د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ۳۰ کسه محصلین ، ښځې او کوچنیان هم شامل دي.
تر دې مخکې، د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د لږ تر لږه ۴ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۷۰ نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی و.
د کنړ د چارواکو په وینا د مرکز اسعد اباد ترڅنګ د مرورې ، سرکاڼو اودانګام په ولسوالیو هم بریدونه شوي دي.
له صحنې په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کیږي چې له برید وروسته د اسعداباد د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون محصلین په ګڼه ګوڼه کې په بیړه د لیلیې له دهلیزونو د بهر وتلو هڅه کوي.
یو عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل برید په اسعد اباد ښار کې ویره او ترهه خوره کړه :
یوه داسې فضا جوړه شوه چې بیخي په ښار کې هیڅوک نه وو ، دوه بجې شاوخوا وي
" اسعد اباد ښار، په ډیر کم وخت کې له دوکانونو خلک را ووتل بیا دوکانونه بند شول ، یوه داسې فضا جوړه شوه چې بیخي په ښار کې هیڅوک نه وو ، دوه بجې شاوخوا وي ، د ویرې حالات وو او دمنډې حالات وو هرسړي خپل سر سیوري ته کاوه."
د اسعد اباد یو بل اوسیدونکي هم چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې برید ډیر وحشتناک وو .
کله چې برید وشو یو وحشتانه اواز وشو دهغه نه بعد چې مې کله خوا او شاته وکتل نو هرسړي خپلې ساحې پریښودلې
" کله چې برید وشو یو وحشتانه اواز وشو دهغه نه بعد چې مې کله خوا او شاته وکتل نو هرسړي خپلې ساحې پریښودلې او کوشش یې کاوه چې ځان امن ساحې ته ورسوي."
دغه کس زیاتوي چې اسعد اباد کې د سیدجمال الدین افغان پوهنتون کې یو برقي جنریټر دی مرمۍ هلته نږدې ولګیدې او د پوهنتون د کړکیو شیشو ته یې زیان ورساوه چې په نتیجه کې یې محصلین ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا خبره رد کړې چې ګواکې پر استوګنیزو سیمو یا پوهنتون برید شوی، او دا ډول ادعاوې یې "روښانه دروغ" بللي.
د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتوکې د چین په ارومچي کې له خبرو وروسته یو څه کمی راغلی وو.
د سرچینو په وینا، په کنړ له بریدونو مخکې ، پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په ورځ ډیورند کرښې ته څیرمه د سپین بولدک ښار ته نږدې د “دوستۍ دروازې” په سیمه کې یو ماشوم په ډزو وژلی.
وروسته، د طالبانو ځواکونو په سپین بولدک کې له پاکستاني عسکرو سره نښته وکړه، چې داسې ښکاري همدا د وروستۍ جګړې لامل شوې.
په تېر یو کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ څو ځله زیات شوی، او بریدونه هم د پولې په اوږدو او هم په ښارونو کې شوي دي. په فبروري کې پاکستان اعلان کړی و چې له افغانستان سره په ښکاره جګړه کې دی.
د کړکیچ د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم شوې دي، چې پکې چین هم رول درلود. په اورومچي کې وروستۍ خبرې دواړو خواوو رغنده بللې وې .
په دې اړه نور:
په چین کې د افغان طالبانو او پاکستان مذاکرات پای ته ورسیدلدغه راز سعودي عربستان ، قطر او ترکیې هم د منځګړیتوب زیارونه کړي دي. په تازه مورد کې له دغو نښتو سره همهاله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې متقي په سیمه کې د ثبات لپاره د سعودي عربستان د هڅو ستاینه کړې.
وزارت دا هم لیکلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې ثبات د هرچا لپاره مهم بللی او د شخړو د پای ته رسولو لپاره یې په خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.
اسلام اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي.
او دغه تحریک افغانستان کې خپلو پناهځایونو څخه دننه پاکستان کې بریدونه کوي خو کابل دا تور ردوي او وايي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دکوم بل هیواد په ضد وکاروي.
د ملګرو ملتونو روستي رپوټ وویل چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.