د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماو نینګ وایي چې د افغانستان، پاکستان او چین استازیو د سینکیانګ په ارومچي کې یوه اونۍ غیر رسمي خبرې وکړې.
د اغلې نینګ په وینا دا خبرې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو تر سلا مشورو وروسته ترسره شوې.
چین په سیمه کې په خپلو ګټو پسې دیروان فرهادي
د سیاسي چارو کتونکي روان فرهادي ازادي راډيو ته وویل چی پیکنګ په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره دا هڅې کوي:
« چین هم د افغانستان شمال ختیځ زون او تاجکستان کې خپلې ګټې لري او غواړي چې په دې سیمو کې تاوتریخوالی نه وي، او پیکنګ د اسلام اباد اقتصادي همکار دی، هم یې په ګوادر کې پانګونه کړې او هم د پاکستان په نورو سیمو کې، نو فشار پرې راولي چې له افغانستان سره اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي»
د چینایي رسنیو په وینا د ارومچي په خبرو کې د افغانستان د طالبانو او پاکستان د حکومت د بهرنیو چارو، دفاع او امنیتي ادارو استازیو خبرې سره وکړې. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې دا مذاکرات په مثبته فضا کې ترسره شول چې پکې د ستونزو پر بنسټ او د عملي ګامونو د اخیستو په تړاو خبرې وشوې.
د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز مشر هاتف مختار ازادي راډيو ته وویل چې د ده په فکر دا خبرې نتیجه نه ورکوي:
« تر هغه وخته چې پاکستان په خپلو پالیسیو کې یو بنسټیز تغییر نه وي راوستی، یعني پاکستان کې دننه هغه خلک چې تصمیم نیسي، هغه خلک چې د قدرت په ګدۍ ناست دي هغه د پاکستان نظامیان دي، د پاکستان استخبارات دي. د پاکستان استخباراتو لا تر اوسه خپله ستراتیژی د افغانستان په اړه نه ده بدله کړې»
د افغانستان په وړاندې د پاکستان تګلاره نه ده بدله شوېهاتف مختار
د ارومچي د خبرو په تړاو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د بهرنیو چارو په وزارت کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره خبرې وکړې. د دې لیدنې کتنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې د متقي په وینا راغلي دي چې له چین څخه یې د دې خبرو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه کړې او همداراز یې له سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو څخه د کابل او اسلام اباد تر منځ د منځګړیتوب هڅې ستایلي دي. ښاغلي متقي د ارومچي د مذاکراتو په تړاو وویل چې ګټورې خبرې شوې دي او هیله ده چې جزیي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي.
د ارومچي د خبرو په تړاو د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې د کابل او اسلام اباد استازیو ژمنه وکړه چې اختلافات به هواروي او اړیکي به عادي کوي، همداراز دواړو لوریو موافقه وکړه چې داسې څه به نه ترسره کوي چې وضعیت پسې خراب شي یا پسې پیچلی شي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې دا هم وویل چې پیکنګ به له افغانستان او پاکستان سره په تماس کې وي چې د خبرو اترو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړي، د اړیکو د ښه کیدو په لور ګامونه واخلي او چین به د درې اړخیزې همکارۍ د پراخوالي لپاره رغنده رول ولوبوي.
د چینایي رسنیو په وینا د پاکستان او افغان طالبانو خبرې د اوو ورځو په ترڅ کې د دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو له لارې ترسره شوې، یعني په ځینو غونډو کې چینایانو هم برخه لرله.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د درې اړخیزو غونډو په ترڅ کې موافقه وشوه چې د اوسني پیچلي او ګډوډ نړیوال او سیمه ییز وضعیت په ترڅ کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکو ساتل د دواړو هیوادونو د خلکو او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات لپاره خورا مهم دي.