لندن د بریټانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د انتقال پروسه "درولې" ده

۲۰۲۱ کال کې افغانستان ځخه لویدیځو هیوادونو ته د افغانانو د انتقال یو انځور . ارشیف

لندن افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د انتقال پروسه "درولې" ده. انډیپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بریټانیا په یوه محکمه کې مدافع وکیلانو ویلي چې حکومت هغو وړ افغانانو ته چې مخکې یې په افغانستان کې له بریټانوي ځواکونو او ادارو سره همکاري کړې، له مرستې ډډه کوي.

په افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو یو پخوانی همکار وايي:"فعلا کور کې یم، بهرته تګ راتګ نه شم کولای، ځکه چې زموږ ژوند خطر کې دی، موږ ته ستونزمنه ده."

په افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو دا پخوانی همکار زیاتوي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې په بریټانیا کې د پناه غوښتنه کړې، خو سره له دې چې ټول پړاونه یې بشپړ کړي، لا یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ده چې د موضوع د حساسیت او د امنیتي اندیښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ، د ثور په ۳مه یې ازادي راډیو ته وویل:

زه تل خپل ځای بدلوم، له یو ځای بل ته ځکه هم پخوانی پوځي یم او هم مې بهرنیو سره همکاري کړې ده،


"زه تل خپل ځای بدلوم، له یو ځای بل ته ځکه هم پخوانی پوځي یم او هم مې بهرنیو سره همکاري کړې ده، تر اوسه راته جنجال دی، موږ نه شو کولای ازادانه کار وکړو، د بریټانیا له دولته ګېله لرو ځکه له هغوی سره مو همکاري کړې خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی راغلی."

د بریټانیا یو بل پخواني همکار چې نه یې غوښتل نوم یې په ورته دلیل په راپور کې خپور شي او له دریو کلونو راهیسې دې هیواد ته د لیږدولو په تمه دی، د غږ د بدلېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

موږ ته د بریټانیا لخوا هېځ ځواب نه دی راکړل شوی، یو ځل مو ایمیل تر لاسه کړ چې پاکستان ته ولاړ شو، موږ هم پاکستان ته روان شوو،او کابو یوه، یوه نیمه میاشت هلته پاتې شوو،


"موږ ته د بریټانیا لخوا هېځ ځواب نه دی راکړل شوی، یو ځل مو ایمیل تر لاسه کړ چې پاکستان ته ولاړ شو، موږ هم پاکستان ته روان شوو،او کابو یوه، یوه نیمه میاشت هلته پاتې شوو، بیا ایمیل راغی چې پروسه ځنډول شوې ده دو موږ ناچاره بېرته افغانستان ته راستانه شوو، د کور ټول وسایل مو پلورلي وو او کله چې ۱۴۰۳ کال کې راستانه شوو، اړ شوو چې بیا ژوند له صفر پیل کړو، د ۱۴۰۳ کال وروستیو کې بیا یې موږ ته وویل چې پاکستان ته ولاړ شئ، خو بیا هم اعلان وشو چې دا بهیر ځنډېدلی دی، یوه بله میاشت پاکستان کې وو او بیا بیرته راغلو، واقعا ډېرې سختې مو وګاللې."

یو بل کس چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واک ته رسیدو مخکې یې د بریټانیا ادارو سره کار کاوه، او نه یې غوښتل چې نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په لیکلي بڼه وویل، سره له دې چې ټول پړاونه یې بشپړ کړي او وړ و، خو له دوو کلونو راهیسې بریتانیا ته د لیږد په تمه دی.

د بریټانوي ځواکونو او ادارو دا پخواني همکاران په داسۍ حال کې د امنیتي ستونزو او بریتانیا ته د لیږد لپاره له اوږد انتظار شکایت کوي، چې مدافع وکیلان او د کیسونو د برخې کارکوونکي چې له افغانانو ملاتړ کوي وايي، هغه خلک چې بریټانیا سره د دوی د همکارۍ له امله د لیږد وړ پیژندل شوي وو، له دې وروسته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستانه د انتقال لپاره مرسته نه نشي ترلاسه کولای.

د بریټانیوۍ ورځپاڼې "انډیپنډنټ" د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ «د اپریل په ۲۲مه» یې خپور کړی هغو وکیلانو چې د لندن په عالي محکمه کې د دوو افغانانو یوه قضیه مخته وړې ویلي چې موکلین یې سره له دې چې بریتانیا ته د لیږد لپاره اړین معیارونه پوره کوي، خو په افغانستان کې پاتې او د طالبانو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د بریټانیا حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د "انډیپنډنټ" ورځپاڼې په راپور کې د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، لږترلږه ۴۰۰ افغانان چې شخصي معلومات یې د بریټانیا د دفاع وزارت لخوا افشا شوي، لاهم په افغانستان یا ګاونډیو هیوادونو کې بند پاتې دي، او د دوی د کورنۍ شاوخوا ۱۹۰۰ غړي په ناڅرګند حالت کې دي.

د یادونې ده چې دا امنیتي سرغړونه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې هغه مهال وشوه، کله چې د بریټانیا له دفاع وزارت نه په تېروتنه کې د شاوخوا ۱۸ زره او ۷۰۰ افغان پناه غوښتونکو شخصي معلومات افشا شول.

وړاندې د ټلیګراف او ډیلي مېل په ګډون ځینو بریټانیوي رسنیو او چارواکو داسې راپورونه او اندیښنې خپرې کړې وې چې ګوندې په افغانستان کې ډیری افغان سرتیري د دې لیست له افشا کیدو وروسته د طالبانو لخوا شکنجه شوي، بندیان او ان وژل شوي دي.

خو هغه مهال د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو شمیر کورنیو رسنیو سره په مرکه کې دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې وو چې د بریټانیوي اسنادو کارولو ته اړتیا نشته، ځکه چې دا اسناد د دوی په اړوندو امنیتي ادارو کې موجود دي.

هغه دا ټینګار هم کړی و چې عمومي عفوه اعلان شوې او د افرادو څارنې ته اړتیا نشته.

د بریټانیوي ځواکونو د افغان همکارانو د لېږد مسئله د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پیل شوې، هغه مهال چې زرګونه افغانان له بهرنیو ځواکونو او ادارو سره د کار له امله له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شول او بریټانیا د دوی د انتقال لپاره د "افغانانو د لېږد او مرستې پالیسي" (ARAP) په نوم یو پروګرام رامنځته کړ.

خو دا بهیر په وروستیو کلونو کې په اداري پروسیجرونو کې د ځنډ، عملیاتي محدودیتونو او د کډوالۍ په پالیسیو کې د بدلونونه له ننګونو سره مخ شو، او د پناه غوښتونکو د انتقال بهیر د پڅ والي او ناڅرګند حالت په اړه نیوکې زیاتې شوې دي.