د دوی له ډلې یو تن چې یوه نیمه میاشت یې په زندان کې تیره کړې او تازه همدا تیره اوونۍ له هغه هیواده اېستل شوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې د زندان کیسې شریکې کړې دي. هغه وویل: «یو سپین ږیری یې نیولی و زما خوا کې و، خپه و، ویل خپه په دې یم چې دلته مړ نه شم، چې خپل کور کې مړ شوی وم ښه به و. "
۴۵ ورځې یې په بند کې تېرې کړې او بالاخره د تېرې اوونۍ په ورستیو کې خوشي او افغانستان ته واستول شو.
د پي او ار د کډوالۍ کارت درلودونکی ۴۹کلن شاه اغا چې د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار په حیات اباد سیمه کې یې د میوې او سبزیو دوکان درلود د روژې په میاشت کې د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شو .
دا چې څنګه هغه یې کیسه ازادي راډیو ته داسې وکړه:
" خبره داسې وه، چې دوکان کې ناست وم، امروت مې لګول، ومې کتل چې موټر راغلو، چې راغلل زه یې ونیولم، تاڼې (د پولیسو ماموریت) ته یې بوتلم، لاره کې یې وویل امر شوی چې سل، سل کسان هره تاڼه باید برابر کړئ. "
شاه اغا وايي، د پولیسو په پوسته کې تر شپې تېرولو ورسته بیا لویې او عمومي پوستې ته یووړل شو او بالاخره بیا زندان ته.
دې وايي چې په هغه شپه سلګونه افغان کډوال نیول شوي وو:
" بیا یې دې ځای نه بوتلم لویې تاڼې ته او بیا کچرو ته، خلک یې ډیر نیولي وو، اته دیرش تاڼې وې، هر یوې سل سل کسان نیولي وو، اخر جج ( قاضي ) تنګ شو ویل ټول جیل ( زندان ) ته بوځئ، له درې بجو نه جیل ته دننه کول شروع شول، روژه ماتې او پیشلمی تیر شو تر سبا سهار لمانځه وخته پورې یې خلک راوستل، تقریبا ۱۶ تر ۱۷ سوه پورې کسان به وو. "
په یوه شپه د دومره ډیرو افغانانو زنداني کول، ایا لومړني امکانات او چمتووالی ورته موجود و ؟
شاه اغا یې په اړه زیاته کړه:
" بس، یوه یوه دانه کمپله یې راکړه، خو لاندې څه نه وو، یخني مو کېده خو بیا هغه پخوانیو بندیانو توشکه او بالښت راکړ، وچه ډوډۍ یې ښه وه بده نه وه، خو ترکاري یې سمه نه وه، دلته بیا هغه بندیان چې مړي یې کړي وو دوی به ځان ته پخلی کولو، یوه دوه شپې دوی سره میلمانه وو، بیا مو د حساب کتاب پوښتنه ترې وکړه، ویل مونږ زر، زر روپۍ اچوو بیا چې هغه ختمې شي نورې اچوو، بیا مونږ هم ورسره شوو، زر، زر روپۍ مو ورکولې یوه اوونۍ یې کار کولو، پخلی مو په خپله کولو. "
شاه اغا چې په افغانستان د مجاهدینو له واکمنېدو یو کال وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال او خپله ځواني یې هلته په خوارۍ او مزدورۍ تېره کړه زیاتوي چې اختر یې هم په زندان کې تیر کړ، د ده تر اېستل کېدو مخکې یې کورنۍ د پولیسو د ځورولو او تنګولو له امله کابل ته وکوچېده او دی بیا له یوې نیمې میاشتې بند وروسته واېستل شو، خو زیاتوي چې دا بهیر هم اسانه نه و:
هره ورځ به یې شپیته، شپیته کسان یا اویا، اویا کسان په دوو موټرو کې ډیپورتول
" ډیپورټ داسې و چې هره ورځ به یې شپیته، شپیته کسان یا اویا، اویا کسان په دوو موټرو کې ډیپورتول، خو دوه اوونۍ هیڅ ډیپورت ونشو، بندیان به یې تر دروازې یووړل بیا به یې ویل چې موټرې رانغلې، کله به یې ویل تیل نشته، بهانې یې کولې، خلک یې ډیر ځورول او بېرته یې راوستل، په کومه ورځ چې راېستل کېدم، چې درې بجې شوې ویل هله موټرې راغلې، بیا کسان راغلل، نومونه یې اخیستل، ښه وو اته موټرې یو ځای راغلې،۱۹۰ کسان یې ټول واېستل، مونږ هم په کې راغلو، د شپې لس بجې وې چې تورخم ته ورسېدو. "
شاه اغا وايي، د پولیسو لپاره د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو په برخه کې د عمر لپاره هیڅ کوم اصول نشته، سپین ږیري او ان له اتلس کلونو کم عمره هلکان هم نیول شوي وو چې په خبره یې یو شمیر یې له دوی سره سم راوېستل شول، داسې مهال چې کورنۍ یې لا په پاکستان کې دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ وجهي صندوق یونیسف هم د تېر کال په مې میاشت کې ویلي وو چې د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېدونکي نژدې شل سلنه ماشومان له کورنیو پرته ستنول کیږي.
د دې سازمان د ماشومانو د حقونو کمېټې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او د کورنیو جلا والی یې د بشري حقونو جدي سرغړونه بللې وه.
که څه هم پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړې خو له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د ترینګتیا له زیاتېدو وروسته پر افغانان کډوالو فشار زیات کړی دی.
د « ریفیوجیز انټرنیشنل» په نوم د کډوالۍ یو نړیوال بنسټ د سې شنبې په ورځ (د حمل ۲۵) په یوه بیان کې له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو نیول او د ایستلو بهیر ودروي او د پاتې کېدو قانوني لارې ورته ولټوي چې د ویزو غځول او د ثبت کارتونه هم پکې شامل دي.