یوناما، هره میاشت ۵۰ افغانان د جګړې د پاتې مهماتو په چاودنو کې وژل کېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي په دې هیواد کې هره میاشت شاخوا ۵۰ تنه د جګړې د پاتې شویو چاودیدونکو موادو د چاودونو له امله وژل کیږي.

د ننګرهار ولایت د تورخم په سیمه کې دوه ماشومان، چې عمرونه یې اته او لس کاله وو، شاوخوا لس ورځې مخکې له کور څخه بهر د لوبو پر مهال د جګړې د مهال د یوې پاتې شوې مرمۍ د چاودنې له امله سخت ټپیان شول.

د دوی د پلار په خبره، هغوی له خطره خبر نه وو او مرمۍ ته یې لاس وړی وو.

د ټپي شویو ماشومانو پلار چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي شنبه د حمل ۱۵مه ازادي راډيو ته وویل اولادونه یې لا هم د ننګرهار په ولایتي روغتون کې بستر دي.

«زموږ کور په تورخم کې دی، هلته د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه شوې او ډېرې مرمې ناچاوده پاتې دي، ماشومان دي، نه پوهېږي؛ له کوره وتلي وو، په ځمکه کې یوه مرمۍ پرته وه، هغه یې راخیستي او پرې چاودلې ده، یو زوی مې عرفان‌الله نومېږي، ډېر سخت ټپي شوی و او بل زوی مې حیات‌الله له هغه هم زیات ټپي شوی دی.»

د تورخم دا تازه پېښه د افغان ماشومانو لپاره د جګړې د پاتې شویو ناچاوده مهماتو د دوامداره خطر یوه بېلګه ده.

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ یوه اوسېدونکې محمد علي ازادي راډيو ته وویل چې درې کاله مخکې یې یو پنځه کلن زوی د ناچاوده مهماتو د چاودنې قرباني شو.

"زوی مې ښوونځي ته روان و، په لاره کې یو آیسکریم پلورونکی ولاړ و، د هغه ترڅنګ څه شی وچاودېد، زوی مې او وراره مې شهیدان شول، آیسکریم پلورونکی هم ووژل شو او دوه درې نور کسان هم ټپیان شول."

د چاودېدونکو مهماتو د قربانیانو کورنۍ د ماین پاکۍ او نورو اړوند بنسټونو نه غواړي چې د دوی سیمې له ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو څخه پاکې کړي څو نور خلک د دغه ډول خطرونو قرباني نه شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما اعلان کړی چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه په دغه ډول پېښو کې قرباني کیږي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.

دې ادارې د حمل ۱۵مه په خپل فېسبوک پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د تلفاتو له پلوه په نړۍ کې درېیم ځای لري.

له دې سره د ماشومانو د ژغورنې سازمان سیف ده چلډرن ویلي چې په افغانستان کې په منځني ډول هره ورځ یو ماشوم د چاودېدونکو مهماتو د چاودنې له امله وژل کېږي یا ټپي کېږي.

د دې سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې ۳۳۸ هلکان او نجونې د ناچاوده مهماتو لکه ماینونو او نورو توکو له امله وژل شوي یا معیوب شوي دي.

د د دې سازمان په خبره په دې موده کې ماشومان د ټولو تلفاتو نږدې ۷۰ سلنه جوړوي.

سیف ده چلډرن ویلي افغانستان په نړۍ کې د ناچاوده مهماتو له امله د ماشومانو د تلفاتو تر ټولو لوړه کچه لري، او له ۱۹۹۹ کال راهیسې د نړۍ د ماشومانو د تلفاتو ۴۳ سلنه جوړوي.

د راپور له مخې، له ۲ عشاریه ۷ میلیونه ډېر کسان، چې د افغانستان شاوخوا ۶ سلنه نفوس دی، اوس هم د جګړې د ناچاوده مهماتو له یو کیلومتر څخه په کم واټن کې ژوند کوي، او نږدې ۵ زره سیمې لا هم پاکولو ته اړتیا لري.

خو په افغانستان کې د ماین پاکۍ یوه اداره (MDC) وایي چې د بودجې د کمښت له امله نه شي کولای په لرو پرتو سیمو کې د ماین پاکۍ او پوهاوي پروګرامونه په کافي ډول پلي کړي.

د دې ادارې د بشري سرچینو مدیر جاوید احمدي د حمل په ۱۵مه ازادي راډیو ته وویل:

"تلفات د پخوا په پرتله کم شوي، خو زما په اند دا په بشپړه توګه د بهرنیو تمویلوونکو پورې تړاو لري.،که بودجه وي، موږ کولای شو خلکو ته د ماینونو د خطرونو په اړه لنډ مهاله کورسونه برابر کړو."

دې ادارې لس میاشتې مخکې خبرداری ورکړی و چې که بېړنۍ نړیوالې مرستې برابرې نه شي، نو د افغان کډوالو د راستنېدو له امله، به د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودونو له امله تلفات لا زیات شي.

له بلې خوا، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د حمل په ۱۳مه ویلي چې د دوامدارې بودجې له برابرېدو پرته به، په ځانګړې توګه د ماشومانو ترمنځ، د چاودېدونکو توکو تلفات دوام وکړي.

ماینونه په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو پاتې شوني دي، او د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو پر مهال بېلابېلو ډلو په ګڼو سیمو کې ماینونه ښخ کړي دي.

طالبان، چې مخکې د جګړې یو لوری و، هم د ماینونو په خښولو تورن دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې سرپرست نورالدین ترابي تېر کال له نړیوالې ټولنې د ماین پاکۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

د اپرېل څلورمه د ماینونو د پوهاوي نړیواله ورځ ده.

دا ورځپه ۲۰۰۵ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له خوا د ماینونو د پوهاوي د نړیوالې ورځ په نوم نوموړل شوه چې اوس هر کال په دې ورځ د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي او په وړاندې یې د اقدام او د ماین پاکۍ پر اهمیت ټینګار کېږي.

«په سولې کې پانګونه وکړئ؛ د ماینونو په وړاندې په اقدام پانګونه وکړئ.»

د سږ کال لپاره د دې ورځې عمومي شعار دی.