په داسې حال کې چې منځني ختیځ کې د امریکا ، اسرائیلو او ایران پریوبل بریدونه دوام لري او ددغې جګړې نن ( دمارچ ۲۸ مه ) یوه میاشت پوره کیږي د ناروې د کډوالو شورا په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي.
ایراني رسنیو د جګړې د یوې میاشتې پوره کیدو په درشل کې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته په اصفهان او اهواز ښارونو کې د فولادو د تولید په کارخونو د بریدونو رپوټ ورکړ.
د رادیو فردا،د ازادې اروپا راډیو د ایراني څانګې د رپوټ په اساس،دایران د صنعت کانونو او سوداګرۍ وزارت ویاند محمد علي زارعي تسنیم خبري اژانس ته څرګندونو کې د خوزستان او مبارکه کارخونو باندې د بریدونو خبر تایید کړ او پرته له جزئیاتو یې وویل : « ددغو دوو کارخونو ځینې برخې زیانمنې شوي دي. »
په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیو ګانو کې هم د اصفهان او اهواز ددغو کارخونو څخه د لوګیو پورته کیدل لیدل کیږي.
سپاه پاسداران ځواکونو ګواښ کړی چې په سیمه کې به امریکا پورې تړلیو اهدافو باندې ورته بریدونه وکړي.
دغه راز ایراني چارواکو په یزد او اراک ښارونو کې هم په اهدافو باندې د شویو بریدونو خبر ورکړ.
د جمعې د ورځې په لومړنیو ساعتونو کې د قم په پردیسان سیمه باندې د برید په نتیجه کې د چارواکو په وینا لږترلږه اتلس کسه مړه شوي دي.
مرتضی حیدری د قم ولایت یو امنیتي چارواکي تسنیم خبري اژانس ته وویل لس کسه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل چې برید کې درې کورونه په نښه شوي خو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې څه ونه ویل.
د اسرائیلو اردو هم ددغه برید په هکله کومه تبصره ونه کړه.
بل لورته کویټ د جمعې په ورځ وویل چې ددغه هیواد شویخ بندر د جمعې په سهار د ډرون برید کې زیانمن شو.
شویخ بندر چې دکویت ښار لویدیځ لور ته دفارس خلیج په غاړه پروت دی دکویت ترټولو مهم سوداګري بندر ګڼل کیږي.
خو ویل کیږي چې دغه برید مرګ ژوبله نه درلوده.
بلخوا سپاه پاسداران ځواکونو په خپله اعلامیه کې د لویدیځې اسیا هیوادونو کې له ملکي خلکو وغوښتل چې دامریکايي ځواکونو له اډو څخه ځانونه لیرې کړي.
اعلامیه کې د کوم هیواد نوم نه دی اخیستل شوی او یواځې د لویدیځې اسیا پراخې سیمې ته په کې اشاره شوې.
بلخوا عربي متحدو اماراتو د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره په یوه ګډ اقدام کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی دی .
د اخبره فایننشل ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ موضوع ته د نژدې منابعو له قوله خپره کړه.
په عین حال کې، د G7 یا اوو پرمختللیو اقتصادي هیوادونو ډلې په هرمز تنګي کې د بیړیو چلولو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
ددغې ډلې د هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ خپله اعلامیه کې په ملکي تاسیساستو او ولسي خلکو د بریدونو د سملاسي درولو او هرمز تنګي ته د امنیت د ستنولو غوښتنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو فرانسه کې د G7 بهرنیو چارو وزیرانو سره له غونډې وروسته د جمعې په ورځ وویل چې واشنګټن تمه لري چې په ایران کې خپل عملیات به "نه د څو میاشتو بلکه د څو اونیو" په ترځ کې پای ته ورسوي.
هغه وویل چې امریکا ددې توان لري چې د ځمکنيو ځواکونو له استولو پرته خپل اهداف ترلاسه کړي.
سربیره پرامریکا ، بریتانیا ، کاناډا، جرمني، فرانسه ، جاپان او ایټالیا د G7 غړي هیوادونه دي.
په دې اړه نور: د جګړې د دوام په ترځ کې د ایران د سولې پلان نا څرګند پاته دیبلخوا د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني سنتکام د جمعې په ورځ وویل چې د جګړې د پیل راهیسې ۳۰۳ امریکايي سرتیري ټپیان شوي دی. سنتکام وايي اکثرټپونه سطحي وو او ۲۷۳ عسکر بیرته خپلو وظایفو ته ستانه شوي دي.
منځني ختیځ کې د جګړې دوام سره همهاله د ناروې د کډوالو شورا په دغه هیواد کې د ولسي خلکو او په ځانګړې توګه هلته د افغان کډوال د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
ددغې شورا مشر یان ایګلاند وايي:"په ایران کې د اسرائیلو او امریکا د یوې میاشتې له پرله پسې بمباریو وروسته، ملکي وګړي ستړي او پریشانه شوي دي. ملیونونه خلک د ځان د خوندي کولو په لټه کې تښتیدلي دي."
ښاغلي ایګلانډ د جمعې د ورځې اعلامیه کې وویل چې افغان کډوال د ترټولو زیاتو زیانمنونکو خلکو څخه دي.
هغه وايي :
ډېرو افغان کورنیو خپل د عاید یوازینۍ سرچینه ځکه له لاسه ورکړې چې غیر رسمي کارونه له منځه تللي دي.
نوموړی زیاتوي چې "په ایران کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان لا هم افغانستان ته د اخراج له ګواښ سره مخ دي". او "اوسمهال افغانستان کې ددغو کډوالو د ادغام امکانات کمزوري دي. "
فاریاب ولایت ته له ایرانه یو تازه راستون شوي کس چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د جنګ اود ناوړه وضعیت له کبله هیواد ته ستون شوی دی.
جنگ وو، بیروبار وو، سخت جنگ وو، د موادو بیې ډیرې لوړې شوې وې، ستونزې ډیرې وې
" جنگ وو، بیروبار وو، سخت جنگ وو، د موادو بیې ډیرې لوړې شوې وې، ستونزې ډیرې وې ، زه په مشهد کې د کډوالو یو کمپ ته ولاړم او له هغه ځایه افغانستان ته ستون شوم. ایران کې وضعیت ښه نه دی هلته کډوالو سره ډیر بد وضعیت کیږي."
دغه راز یو بل افغان چې بغلان ولایت ته ستون شوی ازادي راډیو ته وویل :
اخر کې هلته جنګ شو . یوځای کی اوسیدو چې هلته امنیتي پاسګاوې زیاتې وې، نو همسایه ګانو وویستو،
"دوه نیم کاله ـ څلور کاله مې ایران کې ژوند وکړ مجرد وم ، اخر کې هلته جنګ شو . یوځای کی اوسیدو چې هلته امنیتي پاسګاوې زیاتې وې، نو همسایه ګانو وویستو، هرڅنګه چې وي خپل وطن خپل وطن وي زیاتې راغلو خپل وطن ته درې – څلورکاله مو هلته تیر کړل. "
د پناه اخیستونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ UNHCR وايي اوسمهال ۴.۴ ملیونه افغانان ایران کې اوسي چې په دوی کې ۱.۴ ملیونه د اوسیدو قانوني اسناد لري.