د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۷

د جګړې د دوام په ترځ کې د ایران د سولې پلان نا څرګند پاته دی

 د لبنان د جنوب په یوه کلي باندې د چهارشنبې په ورځ ( مارچ ۲۵) د اسرائیلي پوځ د توپخانې د بریدونو یو انځور
د لبنان د جنوب په یوه کلي باندې د چهارشنبې په ورځ ( مارچ ۲۵) د اسرائیلي پوځ د توپخانې د بریدونو یو انځور

د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه د بې‌باورۍ له زیاتېدو سره، منځني ختیځ کې جګړه دوام لري. ایران د امریکا د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او د جګړې د درولو لپاره یې خپل شرطونه وړاندې کړي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د امکان په اړه د بې باورۍ له زیاتېدو سره، پر ایران، اسرائیل او شاوخوا هېوادونو هوايي بریدونه، دوام لري.

په عین حال کې د امریکا دفاع وزارت پنتاګون سره لدې چې د پوځي اکمالاتو د کمي په اړه د رسنیو رپوټونه نه مني خو وايي چې څو امریکايي دفاعي کمپنیو سره توافق شوی چې په ځانګړې توګه ددافع هوا THAAD سیستم په شمول چې د منځني ختیځ جګړه کې ډیر کارول کیږي د تجهیزاتو او مهماتو تولیدات او زیرمې زیاتې کړي.

په عین حال کې سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر ټرمپ اماده دی که ایران یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندیزونه ومني نو په ټکو یې دوزخ به پرې جوړ کړي.

بلخوا تهران ویلي چې د خبرو نیت نلري.

ټرمپ د چهارشنبه په ورځ ( مارچ په ۲۵مه) د کانګرس جمهوري پلوو غړوته په وینا کې ټینګار وکړ چې سره لدې چې ایراني مرکچیان خبرې ردوي خو دوی په پټه د سولې په خبرو کې ښکیل دي.

ټرمپ وویل :

هغوی خبرې کوي، او ډېر غواړي چې یو توافق وکړي. خو وېرېږي چې دا څرګنده کړي، ځکه چې فکر کوي چې د خپلو خلکو له خوا به ووژل شي.


د امریکا ولسمشر د تیرې شنبې په ورځ ایران ته اخطار ورکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې هرمز تنګی بشپړ پرانیزي خو وروسته یې دا موده پنځو ورځو ته وغځوله. دنړۍ د ګازو او تیلو پنځمه برخه له دغه تنګي تیریږي او هلته د ایران پوځي تحرکاتو دنړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې لوړې کړي.

د تیرې سه شنبې په ورځ رسنیو د داسې منابعو له قوله چې نومونه یې نه دی اخیستل شوي رپوټ ورکړ چې امریکا د پاکستان له لارې ایران ته د سولې یو وړاندیز کړی دی.

خو ددغه وړاندیز جزییات نه دي څرګند.

خو باور په دې چې دغه وړاندیز به دهغه یوه څخه ډیر توپیر ونلري چې د فبروري په ۲۸ مه په ایران باندې دامریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو مخکې تهران ته شوی وو.

د متحدو ایالاتو ترټولو مهمه غوښتنه چې ټرمپ په تکرار ویلي داده چې ایران باید اټومي وسله ونلري.

ټرمپ وايي ایران دا غوښتنه منلې ده . هغه د سه شنبې په ورځ خبریالاتو ته وویل چې

ایرانیان غواړي موافقه وکړي“ . “دوی منلې چې هیڅکله به اټومي وسله نه لري.


ایران پرون چهارشنبه د خپل ټلویزیون له لارې د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړ. تهران وویل د واشنګټن شرطونه زښت زیات دی او ایران به په خپل تصمیم جګړه هغه وخت پای ته ورسوي چې شرطونه یې ترسره شي.

خو دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا وویل د امریکا وړاندیزونه د لوړ پوړو چارواکو لخوا څیړل کیږي او لدې خبرې یې ښکاري چې دغه وړاندیزونه سملاسي نه دي رد شوي.

عراقچي وویل : متحدو ایالاتو په خپلو پیغامونو کې نظریات وړاندې کړي چې لویو ایراني چارواکو ته رسول شوي چې د اړتیا په صورت کې به په دې هکله ددوی لخوا یو موقف اعلان شي.

دایران بهرنیو چارو وزیر د اخبره چې ایران ګواکې په جنګ کې مات شوی دی رد کړه او ټینګار یې وکړ چې امریکا د جګړې د اهدافو په ترلاسه کولو کې ناکامه شوې.

ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره دا شرط هم وړاندې کړی چې دښمني باید د سیمې په ټولو جبهو کې او د مقاومت دټولو ډلو په وړاندې ودرول شي چې ظاهرا په دې سره یی د لبنان حزب الله ګوند ته اشاره کړې.

بل یې داهم ویلي چې د هرمز په تنګي دایران حاکمیت باید په رسمیت وپیژندل شي او عملا تضمین شي.

XS
SM
MD
LG