طالبان وايي، د پاکستان په بریدونو کې ۵۲ ملکي افغانان وژل شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د روانې فبرورۍ له ۲۱ مې تر ۲۸ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې لسګونه ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ مخ پر زیاتېدونکی تاوتریخوالی او د لسګونه ملکي وګړو مرګ ژوبله.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په تېرو اوه ورځو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت تازه شنبه د حوت ۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مرګ ژوبله په ننګرهار، پکتیکا، خوست، کونړاو کندهار ولایتونو کې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې اوښتې ده.

نوموړي لیکلي چې په قربانیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.

نوموړي دغه راز ویلي چې په دې موده کې د پاکستانی پوځیانو په حملو کې د ولسي وګړو اته کورونه په بشپړ او ۱۴ نور نیمه تخریب شوي دي.

که څه هم د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په دې نښتو او هوايي حملو کې د ملکي افغانانو په نښه کول رد کړي دي خو IHRF په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په یو بیان کې لیکلي، داسې شواهد یې موندلي چې ښيي پاکستاني ځواکونو ډیورنډ کرښې ته نژدې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې جمعه د حوت ۸ مه ماښام شاوخوا اوه بجې ملکي کسان په نښه کړي دي.

دغه بنسټ په خپله اېکس پاڼه د وژل شویو یو شمېر ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ۴ ولسي وکړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو دغه بنسټ په جګړه کې د ملکي وګړو په نښه کول په کلکه غندلي او د دغه نښتو د سم دستي ودرېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پکتیا ولایت یو اوسېدونکي هم ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان تر ډېره په هوايي حملو کې ولسي وګړي په نښه کوي.

د دې ولایت د مرکز ګردیز یوه اوسېدونکی خان زمان احمدزي ازادي راډيو ته وویل:

«پاکستان هوايي حملې وکړې، ملکیان یې په نښه کړل، دا اول وار نه دی له دې مخکې یې د کرکټ لوبغاړي شهیدان کړل، ماشومان میرمنې شهیدانوي، پاکستان له افغانستان سره ډېر ظلم کوي او وحشت ترسره کوي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي دا تازه څپه د روانې اوونۍ د یکشنبې په شپه او سهار په کابل او پکتیا کې د پاکستان له هوايي بریدونو سره پیل شوه. هغه مهال طالبانو د ۱۸ ملکیانو د وژل کېدو خبره وکړه خو پاکستان بیا وویل چې لسګونه وسله وال یې وژلي دي.

دواړه خواوې لا هم یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې کوي.

د طالبانو دفاع وزارت شنبه د حوت ۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ځواکونو یې هوايی ځواکونو یې تېره شپه یو وار بیا په میرانشاه او سپین وام کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي او دا مرکزونه یې له منځه وړي دي.

دغه وزارت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ګڼو پاکستاني پوستو د هوايي او ځمکینو بریدونو او ګڼو پاکستاني پو ځیانو ته د مرګ ژوبلې د اړلو ادعاوې کړي دي.

بل خوا په خوست کې د طالبانو د ولایتي ادارې ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې جمعه د شپې د دوی ځواکونو د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته پاکستاني ځواکونو ته پراخه زیانونه اړولي دي او د دوی ګڼې پوستې یې له منځه وړي دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو بیا ازادي راډيو ته وویل چې شنبه د ورځې نږدې نهه بجې د پاکستان هوايي ځواکونو جلال اباد ښار ته ‏څېرمه په هوايي ډګر هم حمله وکړه.

په ننګرهار کې یو سیمه ییز خبریال د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط شنبه د حوت ۹مه ازادي راډيو ته وویل چې ډیورنډ کرښې ته نږدې ولسوالیو نه ډېر شمېر کسان د جګړې له ویرې وتلي او اوس مهال د ننګرهار په نورو سیمو کې له سرپنا پرته شپې سبا کوي.: «په سرحدي ولسوالیو کې وضعیت ډېر اندېښمونکی دی، ټول خلک له خپلو سیمو وتلي دي، او ډاګونو ته وتلي او له هر ډول اسانتیاوو پرته تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي، نه یې خیمه شته نه کمبل خو په دې یخنۍ او روژه کې له اسانتیاوو پرته پراته دي.»

اخوا د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر عطاالله تارړ شنبه د حوت ۹مه خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې ادعا کړې چې چې د دوی ځواکونو تر اوسه په هوايي حملو کې سلګونه طالبان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

ده د پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

د دواړو خواوو ادعاوې په مستقل ډول تایید کېدای نه شي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د روان تاوتریخوالي په اړه د غبرګونونو په دوام اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت او پاکستانه غوښتي چې سملاسي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

دې ټولنې جمعه د حوت ۷مه ناوخته په په یو اعلامیه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرښې په اوږدو کې هوايي حملې او د بریدونو زیاتېدل راپور شي چې دا د سیمې لپاره جدي پایلې لرلی شي.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوري خبرو ته رابولي او دا چې ټول اړخونه دې د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو درناوي او د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو ساتنه تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او په ملکي وګړو یې پر اغیزو ژوره اندېښنه لري.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړو چې دواړه لوري دې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.