د روغتیا نړیوال سازمان- ډبلیو، ایچ او سه شنبې د سلواغې په ۲۸ مه پر خپله اېکس پاڼه په یو خپور کړي بیان کې ویلي د افغانستان د ختیځ او جنوب ختیځو سیمو په څلورو کې له درې برخو نه زیات خلک هرکال د جون او نوامبر میاشتو ترمنځ د ملاریا ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ کیږي.
په بیان کې راغلي دي چې درانه ورښتونه، د تودوخې د درجې لوړېدل او تود دوبی د ملاریا د ماشو د ډېرېدو او ودې لپاره مناسب چاپیریال برابروي.
ډبیلو ایچ او ویلي د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د ملاریا د مواردو له کمېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې په ملاریا د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یې هم موارد زیات پاتې وو.
ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ترټولو زیانګالي ولایتونه بلل شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ورښتونه او توده هوا د ملاریا د ماشي د ودې لپاره مناسب چاپیریال برابروي.
په بیان کې په افغانستان کې د WHO د استازي اېډوین سالوادور له قوله راغلي دي چې نوموړی خبرداری ورکړي چې ملاریا پر زیانګالو ټولنو، په تېره پر ښځو او ماشومانو ډیر فشار راوستی.
خو نوموړي په عین حال کې ټینګار کوي چې د دې ناروغۍ د پراخېدو مخنیوی د وقایوي اقداماتو د دوام، ملاتړ او همغږۍ له لارې ممکن دی.
په همدې حال کې د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي د اوړي په موسم کې هر کال د ملاریا له ناروغۍ کړیږي.
د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ثنا الله ازادي راډيو ته وویل"هر کال د دوبي د موسم له رارسېدو سره دلته ملاریا بیخي زیاتیږي، زموږ په کور کې هر کال دوه درې کسان پر اخته کیږي، ملاریا ډېره خرابه ناروغي ده ډېره سخته تبه لري، خلک بې وزله دي ان ډاکتر ته د ناروغ د وړلو توان لا نه لري، د ملاریا ماشو د مخنیوي لارې چارې به څنګه ولټوي."
په دې اړه نور: د روغتیا نړیوال سازمان:په جنوري میاشت کې افغانستان کې د ځینو ناروغیو په مواردو کې د پام وړ کموالی ولیدل شود ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو اوسېدونکي عبدالرازق ازادي راډيو ته وویل چې د دوی په سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو د نه موجودیت له امله ان خلک اړ کیږي چې په خپل سر د ملاریا ټابیلیټ یا ګولۍ استعمال کړي.
د افغانستان د ختیځو او جنوب ختیځو سیمو اوسېدونکي وايي چې هرکال په دوبي کې د ملاریا له ناروغۍ څخه کړیږي.
ښاغلی عبدالرزاق وايي"زما اته کلن زوی دا څو ورځې مخکې ډېره سخته لړزېدلې تبې لرلې، بیا مې چې ډاکتر ته یوړو هلته یې ورته وینه معاینه کړه ملاریا وو، درمل مو واخیستل اوس یې وضعیت ښه دی، دلته اصلي ستونزه داده چې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې هغسې درملنه نشته، خلک اړ کیږي چې شخصي ډاکترانو ته لاړ شي چې له بده مرغه دومره وسه څوک نه لري، ډېر خلک زه ګورم چې تبه یې سخته وي ان وینه هم نه معاینه کوي ځي له درملتون نه په خپل سر د ملاریا ضد درمل رانیسي او استعمالوي یې."
خو روغتیا پالان د ډاکتر له مشورې پرته په خپل سر د ملاریا د درملو استعمال خطرناک بولي.
دوی وايي داستوګنې د سیمو ترڅنګ د ولاړو اوبو ډنډونه، د ختیځو ولایتونو جغرافیايي موقیعت، کډوالي، بارانونه، ګرمه هوا او د خلکو غربت د ملاریا ناروغۍ د زیاتېدو عمده لاملونه دي.
په دې اړه نور: ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې په ډسمبر میاشت کې د بیلابیلو ناروغیو له امله ۳۶۶ کسان مړه شويد ننګرهار د طب پوهنځي استاد ډاکتر اسدالله حسین زي ازادي راډیو ته وویل"د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د هوا، اوبو، کرنیزو شرایطو، غربت، سرحدي تګ راتګ او د غوماشي د کنترول کمزوری مدیریت د ملاریا د ډېرښت لاملونه دي، او تر کومه چې دا ټول عوامل په سم ډول مدیریت نه شي په دې سیمه کې به ملاریا د یوې مخ پر ودې ناورغۍ په توګه پاتې وي چې هر کال پرې زرګونه کسان اخته کیږي."
دی وايي ملاریا یوه ساري میکروبي ناروغي ده چې د ماشي په وسیله له ناروغ انسان نه روغ انسان ته انتقالیږي او تر ډېر ماشومان او امنیدواره میرمنې زیانمنوي.
د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان ۷۷ سلنه وګړي په ملاریا د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
سخته تبه، زړه بدوالی او بې اشتهايي د ملاریا ناروغۍ مهمې نښې بلل کیږي.