د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ رېګ سیمه د ځوانانو د میلو ځای ګرځېدلی دی

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ رېګ سیمه

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ رېګ سیمه د زرګونو ځوانانو د ژمنیو میلو او تفریح ځای ګرځېدلی دی. د کندهار تر څنګ د افغانستان د ګڼو نورو جنوبي ولایتونو اوسېدونکي هم دې ځای ته د تفریح لپاره ورځي.

هغه چې هره اونۍ د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول جنوبي ولایتونو ګڼ شمېر ځوانان، د پاخه عمر کسان او له دوی سره ماشومان هم میلې ته ځي.

د دې ولایت ځیني اوسېدونکي وایي، رېګ چې ابراهیم خلیفه بابا زیارت ته څېرمه پراخه او د شګو په غونډیو سمبال سیمه ده، د نورو موسمونو پرتله د هوا په سړېدو په ځانګړي ډول ژمي کې د تفریح او لوبو تر ټوله ښه او مناسب ځای دی، ځکه په خبره یې په دوبي کې شګې سختې ګرمې وي او خلک ورتلی نه شي.

د کندهار ښار د عینو مېنې اوسېدونکی میرزا ولي چې تقریبا هره جمعه له خپلو ملګرو سره دې سیمې ته ځي، ازادي راډیو ته وویل:

موږ هر جمعه ژمي کې ورځو، دوستان مو تل ځي، ډېره ګڼه ګوڼه وي، ډلې ډلې ځوانان له موټرانو سره راځي. ټول له ناستو خوند اخلي

"موږ هر جمعه ژمي کې ورځو، دوستان مو تل ځي، ډېره ګڼه ګوڼه وي، ډلې ډلې ځوانان له موټرونو سره راځي. ټول له ناستو خوند اخلي، دا چې ټول په یووالي راټول وي، دا بیا ډېر خوندي کوي. پخوا هم خلک ورتلل خو اوس یې چې ډېرې ویډیوګانې پر خواله رسنیو خپرې شوې دي، ګڼ سیلانیان ورځي، د زښته زیاتو ځوانانو پام وراوښتی دی او ورځي."

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ یو اوسېدونکی او د یو دولتي روغتون ډاکتر چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا سیمه د هغو کسانو لپاره د ژمي په موسم کې د ستړیا لرې کولو او تفریح ډېر ښه ځای دی چې په خبره یې د ده غوندي اکثره وخت په دندو بوخت وي:

"دې مېلو ته هغه خلک ډېر ځي چې په دندو کې بوخت وي او له دې امله ډېر ستړي کېږي. بیا دې ریګو ته په مېله ځي، چې رخصتي یې معلومه وي لکه د جمعې ورځ یا نور وختونه. بل هغه کسان چې اقتصاد یې نسبتاً ښه وي هم ځي، دغه ډول (طبیعي) ځایونه او مېلې هغه کسانو ته ډېر ښه وي چې رواناً ستړي وي، ځکه مثبت تاثیر پر کوي."

د زابل ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، او له خپلو ۱۲ ملګرو سره دې سیمې ته په مېله تللی، ازادي راډیو ته وویل، د ګران بیه موټرونو او بېلابېلو دودیزو لوبو تر څنګ د ځوانانو میلې او مجلسونه ورته ډېر په زړه پورې دي:

"غېږ نیول، د موټرونو نندارې، فوټبال او کرکټ هم په کې کېږي، خو تر ټولو ډېره ښه او دویزه بڼه لرونکې لوبه په کې پهلواني یا غېږ نیول دي. ځوانان ډېری د موټرونو سیالۍ هم کوي، ډېر خلک خپل دېګونه راوړي او هلته پخلی کوي."

خو د موټرونو دا نندارې څنګه وي؟ د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالغفار لنډه توضیح ورکوي:

"پر یوه لوی رېګ باندې موټر چلوي، خلک ورته ولاړ وي، ګڼه ګڼه ګونه وي چکچکې پر وهي. دا قدرتي ریګونه دلته پراته دي، نو دا ډېر ښه خوند کوي."

د کندهار رېګ میله ځای ته له هلمند ولایته ورغلی نعمت بیا وایي که څه هم دوی رېګ ته ځي خو په خبره یې ډېر کله له دې امله خواشینی وي چې د کورنۍ ښځینه غړې د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله داسې مېله ځایونو ته نه شي بیولای:

ځوانان ریګو ته ځي خو له بده مرغه ښځې نه پرېښودل کېږي

"ځوانان ریګو ته ځي خو له بده مرغه ښځې نه پرېښودل کېږي. خو ډېری کورنۍ (نارینه) ځي، خپل منځي مجلسونه، نندارې او بېلابېلې لوبې پکښې کوي."

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته له تېرو څلورو کلونو راهیسې د تعلیم او کار په ګډون پارکونو او مېله ځایونو ته د تګ په ګډون پر ښځو او نجونو او پر ګڼو نورو برخو هم محدودیتونه لګولي دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه چې د کندهار رېګ سیمې ته په اوونۍ کې څومره کسان ورځي، کوم مشخص قوانین لري یا دا چې ایا مسوول کسان هم ورته ګمارل شوي که نه، د کندهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریس انعام الله سمنګاني نظر ولرو، خو نوموړي له ژمنې سره سره د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ رېګ سیمه له کلیو او کورونو لرې د طبیعي منظرو درلودونکې سیمه ده چې په شګو کې د موټرو ننداره یې خوانانو ته ډېره په زړه پورې ده.

د دې راپور لپاره یو شمېر مرکه شویو کسانو ازادي راډیو ته وویل، چې ډېری هلته د ښو او ثابتو موټرونو د خوښولو او پېرلو لپاره هم ځي.