په داسې حال کې چې د روژې وروستۍ لسیزه ده او کوچني اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي، په پلازمینه کابل او یو شمیر ولایتونو کې ځیني ګڼدونکي یا خیاطان وایي سږ اختر یې کاروبار ښه نه دی.
د کابل ښار اوسېدونکی او خیاط سیف الله اعظمي چې له تېرو اوو کلونو راهیسې د نارینه وو جامې ګنډي، ازادي راډیو ته یې وویل"تېر کال هم کار اوبار پیکه و، خو سږکال تر هغه هم پیکه دی، هر کال بل ته وضعیت بدتره کېږي، تېر کال مو نژدې زر جوړې جامې وګنډلې خو سږکال ډېرې کمې دي. که وضعیت همداسې روان وي، همدا اوس هم ډېر خیاطان له سقوط سره مخامخ دي، زه ډېر ښه ښه خیاطان پېژنم چې تصمیم لري له اختر وروسته دوکانونه وتړي."
پخوا مو یو جوړه جامې په ۴۵۰ افغانۍ ګنډلې خو سږکال یې په ۲۵۰ افغانۍ ګنډو.
عبدالحکیم سجاد چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د ننګرهار ولایت په مارکو بازار کې د خیاطۍ دوکان لري هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کار د کمېدو له کبله شکایت وکړ او ویې ویل "په تېرو کلونو کې به موږ داوخت جوړې نه اخیستې خو سږکال چې کار وبار خراب دی او کارګران مو بېکاره دي لا هم جامې ګنډلو ته اخلو. په تېرو کلونو کې به مو اختر کې کابو زر یو نیم زر جوړه جامې ګنډلې، خو تر اوسه مو ۷۰۰ جوړې ګنډلي هغه هم داسې چې مخکې کلونو کې مو یو جوړه جامې په ۴۵۰ افغانیو ګنډلې خو سږکال یې په ۲۵۰ افغانیو ګنډو، خو پېرېدونکي مو دې ته هم زړه نه ښه کوي."
دا خیاطان د دوی د کار د کمېدو لامل په افغانستان روانه پراخه بېکاري او بېوزلي او د خلکو اقتصادي ستونزې بولي، هغه څه چې د یو شمیر ولایتونو اوسېدونکي یې هم تاییدوي.
د خوست ولایت اوسېدونکي وحید ژمن ازادي راډیو ته وویل"د اخترونو او نورو مېلو خوندونه د تېر په شان نه دي پاتې، د دې خوشحالیو د نشتون لامل اقتصادي ستونزې دي، ځکه خلک خپل لومړنۍ اسانتیاوې په سختۍ پوره کوي نو معلومه ده چې بې شمېره خلک به د اختر جامې او نور اړین توکي ورته ونه لري."
په افغانستان کې پراخه بېکاري او بېوزلي د خلکو د اقتصادي ستونزو لوی لامل دی.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی حسن هم همدا خبره کوي او وايي چې"په مجموع کې د افغانستان اقتصادي وضعیت خصوصا دلته په ننګرهار کې د خلکو وضعیت ډېر بد دی، خلک ان د شپې یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي، زه وایم چې په تېرو څلورو کلونو کې به دلته ډېریو خلکو د اختر لپاره جامې نه وي ګنډلي، په اوسنیو حالاتو کې اخترونه له خلکو هېر دي."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې مخکې تر دې د نوروز لپاره چمتوالي ته هم خلکو همدا خبره کړې او ازادي راډیو سره خبرو کې یو شمیر دوی ویلي وو چې د اقتصادي ستونزو له امله یې نه نوې جامې کړي او نه یې ماشومانو ته هفت میوه جوړه کړې ده.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو او ګڼو نړیوالو سازمانو وخت په وخت د افغانستان د بد بشري وضعیت، بېوزلیو او بېکاریو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي سږ ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۲۲،۹ میلیون افغانان چې د دغه هېواد د نفوس نیمایي برخه جوړوي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.