افغانان د یلدا یا څیلې شپه څه ډول نمانځي

عکس له ارشیفه

د یلدا شپه یا چله؛ یو لرغونی دود چې کورنۍ سره راټولوي، هغه شپه چې د افغانستان یو شمېر کورنۍ وایي اوس د تېر په څېر رنګ او شور نه لري. خو بیا هم د دوی په خبره د طالبانو له لوري د لګول شویوو محدودیتونو سره،سره دا شپه د خپلوکورنیو تر منځ د وړو پروګرامونو په جوړولو سرخ نمانځي.

د کابل ولایت اوسېدونکې کبر وایي، د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د یلدا شپه د پراخو غونډو، شعر ویلو او خوشحالۍ لپاره یو ښه فرصت و:
"که دا محدودیتونه نه وای، موږ غوښتل چې د ښځو، ملګرو او همکارانو په لویه غونډه کې دا شپه ونمانځو، خو دا مهال په دې شرایطو کې دا شپه په لنډ ډول نمانځو.

خو د تر ټولو کوچنیو مراسمو نمانځل هم زموږ ذهن لږ اراموي او هغه محدودیتونه چې ټولنې"

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې کرشمه هم وایي، دا شپه ساده او بې‌شوره هم وي، بیا هم یلدا دوی لپاره د هیلو او کلتور د ژوندي پاتې کېدو مانا لري:

نن مو د یلدا لپاره تیاری نیولی او ځینې شیان مو چمتو کړي دي. زما لوڼې د یلدا خبرې کوي او ډېرې خوشحاله دي


"اوس یلدا ساده شوې او ډېره د کورونو دننه محدوده ده، ځینې خپلوان مو له موږ سره نه دي او د دوی ځای په دې اوږده شپه کې ډېر تش ښکاري. سره له دې هم نن مو د یلدا لپاره تیاری نیولی او ځینې شیان مو چمتو کړي دي. زما لوڼې د یلدا خبرې کوي او ډېرې خوشحاله دي؛ همدا وړه خوشحالي هم زموږ زړونه تودوي."

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ مخکې د کابل په ګډون په هرات، مزار شریف او بامیانو کې یو شمېر افغانانو د یلدا شپه له بشپړې ازادۍ او په خوښۍ نمانځله او معمولا به دا شپه به یې په ادبي او هنري بنډارونو رڼوله.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په تېرو کلونو کې ویلي وو چې "د هر هغه مراسمو مخالف دي چې په اسلام کې نه وي او نه یې نمانځي."

خو ډېری افغانان، کلتوري او مدني فعالان وایي چې د یلدا شپې نمانځل د خلکو د کلتوري او تاریخي هویت برخه ده، نه دیني مراسم، او دا دود کولی شي پرته له دیني او مذهبي مانا، یوازې د یو کلتوري سنت په توګه هم وساتل شي.

د یلدا شپه یا چله د دوشنبې له شپې سره برابره ده، چې د قوس د میاشتې ۳۰مه ده؛ دا د یکشنبې له ماښامه پیلېږي او د دوشنبې تر سهاره دوام کوي.
خو سره له دې، یو شمېر افغانانو، په ځانګړي ډول بهرمیشتو، دا شپه یوه ورځ مخکې، د قوس په ۲۹مه ونمانځله.

د یلدا شپه د اریایي کلتور له لرغونو جشنونو څخه ده چې د مني د وروستۍ شپې او د ژمي د پیل په توګه په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د یلدا شپه، چې د هجري کال تر ټولو اوږده شپه ده، په کې کورنۍ راټولېږي، دوستانه غونډې جوړوي، د خوړو پر مېز باندې څراغونه رڼا کوي، په پاکو لوښو کې اوبه اږدي د مختلفو خوړو او سره رنګو تازه مېوو لکه انارو او هندواڼو په چمتو کولو سره شعرونه او سندرې وايي او دغه شپه په ويښه سبا کوي.

په کابل کې د مدني ټولنې یو فعال چې ځان د «اکبري» په تخلص راپېژني، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د یلدا د شپې د نمانځنې په مراسمو کې چې کوم خوراکي مواد اېښودل کیږي هر یو یې کلتوري ریښه لري او د مهم ارزښت نښه بلل کیږي، د بېلګې په توګه، هندوانه د روغتیا او اوړي نښه ده دغهشان انار د ژوند برکت بلل کیږي، همدارنګه کشمش، بادام، چهارمغز، پسته نورې میوې او خواږه او چای د یلدا د شپې مهم خوراکونه دي."

دی زیاتوي چې په دې شپه کې څراغونو لګول د رڼا نښه ده او اوبه د پاکوالي سمبول بلل کیږي؛ داسې نښې چې د ده په وینا، د وخت په تېرېدو او د شرایطو په بدلېدو سره، سره، لا هم د خلکو په کلتوري حافظه کې ژوندۍ پاتې دي.

یو شمېر کلتوري فعالان هم وایي چې دا شپه د تیارې پر وړاندې د رڼا د بریا نښه او د کورنیو د راټولېدو لپاره یو ښه فرصت دی.
له هدې ډلې رسول ملکزي، ازادي راډیو ته وویل:
"د یلدا شپه د هیلو د یووالي، د کورنیو د بیا یو ځای کېدو، او د تیارې پر وړاندې د صبر او امید نښه ده. په دې شپه کې د زغم او استقامت کیسې بیانېږي او ویل کېږي چې وګورئ، که څه هم دا شپه ډېره تیاره ده، خو هر څومره چې ستونزې سختې وي، ورپسې رڼا راځي. ما هم هندوانه، انار او سرې مڼې اخیستي او کور ته مو راوړي دي، نو نن شپه دا شپه نمانځو."

د یلدا شپه یا چله د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۹مه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له خوا د افغانستان او ایران د ګډ ناملموس کلتوري میراث په توګه ثبت شوه.
د یونسکو د تعریف له مخې، د یلدا شپه د کلتوري هویت، له طبیعت سره د اړیکې، د ښځو درناوي، مېلمه پالنې، کلتوري تنوع، سوله‌ییزو دودونو او متقابل منلو د سمبول په توګه نمانځل کېږي.