د یلدا شپه، هغه لرغونى دود دی چې کورنۍ پر يوه تغر راټولوي څو د ژمي پیل او د کال تر ټولو اوږده شپه د يووالي په تودوخه په ګډه رڼه کړي.
د يلدا يا څیلې شپه يو لرغونى دود دى چې ملګري او کورنۍ سره راټولېږي، ډیوې لګوي، په پاک لوښي کې اوبه، بېلابېل خواړه، د سره رنګ لرونکې مېوې لکه انار او هندوانې د مېز يا دسترخوان پر سر ږدي، شعرونه وايي او د حافظ په دیوان یا د فردوسي د شاهنامې له مخې فال ګوري.
یلدا یا د څیلې شپه د آریاییانو لرغونی فرهنګي جشن دی چې په افغانستان، ایران، تاجیکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو کې لمانځل کېږي.
یلدا چې په افغانستان، ایران، تاجیکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو کې د مني په وروستۍ شپه او د ژمي له پیلېدو سره سم نمانځل کېږي، د اریاییانو یو لرغونی فرهنګي جشن دی چې پر تیارو، د رڼا د بریا نښه ګڼل کېږي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ډېرو کلتوري جشنونو پر نمانځلو بنديز لګېدلى دی خو بیا هم خلک په خپلو کورنیو کې دننه ځینې جشنونه لمانځي.
د کابل اوسېدونکې سوما ازادۍ راډيو ته وویل چې له محدودیتونو سره سره دا شپه له خپلو اولادونو او کورنۍ سره په کیسو او د حافظ د شعرونو په ویلو لنډوي "د یلدا شپه له ډېر پخوا راهیسې په افغانستان کې نمانځل کېږي، خو محدودیتونه ډیر دي او حکومت خلک د دې دودونو نمانځلو ته نه پرېږدي مګر بیا هم کورنۍ د صندلۍ پر شاوخوا راټولېږي او د تازه او وچو مېوو په خوړلو دا شپه لمانځي."
د هرات اوسېدونکې رقیه وايي چې د یلدا شپه په دې ولایت کې تر پخوا ډېره نمانځل کېږي "په هرات کې د یلدا شپه د کورنۍ د مشرانو په کورونو کې نمانځل کېږي. مشران د تېرو وختونو کیسې کوي او د حافظ په دیوان فعال ګوري. په دسترخوان انار او هندواڼه ږدي چې د برکت او پریمانۍ نښه ده، او ځینې محلي خواږه خوړل کېږي. خوشبختانه، دا دود په هرات کې د ځوانانو تر منځ تر پخوا زیات نمانځل کېږي."
د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۲۹مه یونسکو یلدا یا د څیلې شپه د افغانستان او ایران د ګډ ناملموس کلتوري میرات په توګه ثبت کړه.
د یلدا شپه د تیارو او ظلم پر وړاندې د رڼا د بریا د نښې په توګه نمانځل کېږي. افغان لیکوال، انور وفا سمندر د څېلې شپې انګېرنه د دوو اساطیري ټوکریو په بڼه بیانوي"یوه هغه ټوکرۍ ده چې مېوې لکه انار او هندواڼه او څراغونه پکې وي او بله په انسان کې دننه د هغو زړو خاطرو ټوکرۍ ده چې موږ ته یې دردونه راکړي. دریمه خبره دا ده چې موږ پرېکړه کوو چې رڼا ته ورسېږو، تر څو په موږ کې دننه هغه موجود چې د پوهې او روښانتیا په تمه دی، د مینې او رحمت سمندر ته لار ومومي."
ډاکټر فرید یونس، چې په امریکا کې د تاریخي او ټولنیزو مسایلو کارپوه دی د یلدا په اړه وایي "یلدا یا د څيلې شپه د سریاني ژبې کلمه ده چې د لمر د زېږون یا پېدایښت په معنا ده. ابو ریحان البیروني یې میلاد اکبر بولي چې هدف یې د لمر زېږون دی. دا د کورنیو لپاره یوه ښکلې کلتوري شپه ده او له دین سره هېڅ تړاو نه لري."
د یلدا شپه د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۲۹ نېټه د ملګرو ملتونو په ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) کې د افغانستان او ایران د ګډ ناملموس کلتوري میراث په توګه ثبت شوه.
د یونسکو د تعریف له مخې، د یلدا شپه د کلتوري هویت، طبیعت، ښځو ته د درناوي، میلمه پالنې، کلتوري تنوع او سوله ایزو دودونو او د يو بل د منلو د سمبول په توګه نمانځل کیږي.
که څه هم یو شمېر افغانان وايي چې اوس هم دا شپه په لویو او وړو غونډو کې لمانځي خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو په را وروسته موده کې د نورو محدودیتونو تر څنګ په کلتوري جشنونو کې هم بدلونونه راغلي او د يلدا شپې په ګډون ډېری دا جشنونه په رسمي توګه نه لمانځل کېږي .
تېر کال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي و چې "دوی د هر هغو مراسمو مخالف دي چې په اسلام کې نه وي او نمانځل کېږي".