د "غرونو" نړیواله ورځ او د افغانستان د غرنیو طبیعي یخچالونو د اوبه کېدو په اړه اندېښنې

د بدخشان ولایت د کوفاب ولسوالۍ یوه غرنۍ سیمه

د دسمبر یولسمه د غرونو نړیواله ورځ ده.سږ کال د غرونو د نړیوالې ورځې شعار دی" طبیعي یخچالونه په غرنیو سیمو او له دې سیمو ورهاخوا د اوبو، خوړو او معیشت لپاره ارزښت لري."

غرونه یوازې لوړې څوکې نه دي بلکې د ژوند بنسټبزې سرچینې هم دي. په تېره طبعي یخچالونه یې، چې د اوبو اصلي سرچینې دي خو له بده مرغه په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له امله دا یخالچونه ورځ بلې ته د اوبو کېدو په حال کې دي چې کرنه، مالداري او ان د څښاک پاکو اوبو ته د لارسي په برخه کې د خلکو ژوند ګواښي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د افغانستان طبیعي یخچالونه د اقلیمي بدلون له امله په شدت سره مخ په اوبه کېدو دي.

د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ بڼوال هدایت الله سادات وايي، د ده د مڼو باغونه چې د کاریزونو په اوبو خړوبېدل په بشيړ ډول وچ شوي دي.

دی وايي"د کاریزونو اوبه وچې شوې، کوم باغونه چې مونږد کاریزونو اوبو ته ایښي وو، اکثراً وچ شوي، زیانمن څه چې سل فیصده له منځه تللي دي، هغه باغونه پاک ختم شوي دي."

د افغانستان په غرونو کې طبیعي یخچالونه د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې په شدت سره مخ په اوبه کېدو دي.

په افغانستان کې پرله پسې څو کلنو وچکالیو یوازې کروندګر او بڼوال له ستونزو سره نه دي مخ کړي، بلکې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له امله د ښارونو اوسېدونکي هم د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د کابل د خیرخانې سیمې یوې اوسېدونکې نجلا ازادي راډیو ته وویل"اوبه نه شته، نلونو کې په هفتو، هفتو اوبه نه راځي، څاه مو هم وچه شوې ده."

د افغانستان طبیعي یخچالونه چې د اوبو اصلي سرچینې بلل کېږي د اقلیمي بدلونونو له امله ورځ تر بلې د اوبه کېدو په حال کې دي.

په دې اړه نور: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام: احتمالي اوږدمهاله وچکالي افغانستان ګواښي

له دې امله یوه بله ستونزه د سیلابونو راوتل دي، هغه څه چې په وروستیو څو کلونو کې یې د افغانستان د ډیری ولایتونو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړې دي.

د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې ویې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، د روان کال په پسرلي کې د دوی په سیمه کې د سیلاب د راوتلو له امله، دی او هم د سیمې نور اوسېدونکي سخت اغیزمن شول.

دی وايي"ډیر زیات زیانمن شوو، زمونږ باغ یې زیانمن کړ. لرګي یې ټول یوړل، مونږ چې په یوه غرنۍ سیمه کې اوسېدو لارې مو هم اوبو تخریب کړې او له منځه یې یوړې. هغه مهال هیچا هم له مونږ سره مرسته ونه کړه، ان د اوبو چینې او ویالې هم له منځه ولاړې."

د افغانستان پولې ته نژدې په تاجکستان کې د پامیر د غرونو یخچالونه

د چاپیرال ساتنې د برخې پوهان وايي، اقلیمي بدلون په افغانستان کې د غرونو طبیعي یخچالونه له جدي خطر سره مخ کړي دي، لکه دپامیر، هندوکش او بابا غرونه چې به شدت سره د طبیعي یخچالونو اوبه کېدل یې، نه یوازې د وچکالۍ او سیلابونو لامل کېږي بلکې په خبره یې د افغانستان د برېښنا سکتور هم له جدي ستونزو سره مخ کوي.

خو د دغه ستونزې د کابو کولو لپاره باید څه وشی، د چاپیریال ساتنې او کرنې برخې پوه ساحل دوران په دې اړه ازادي راډیو ته وویل"د دې ستونزې د کابو کولو لپاره باید د ملي یخچالي څار سیسټم جوړ شي چې په هغې کې د ریموټ سېنسنګ یا سنجش د لرې لارې، GIS او ساحوي سټېشنونو منظم څار ترسره شی. د واورې د ساتنې تکنیکونه پلي شي، لکه دا چې څنګه د هغو بادونو مخنیوی وکړو چې واوره له ځان سره وړي، همدارنګه د نباتي پوښ بیا رغول دي چې په هغه کې د غرونو لپاره د مناسبو بوټو بیا کرل او د څړځایونو کنټرول شامل دي. د اوبو هوښیار مدیریت دی چې په دې کې د کوچني او منځنيو بندونو جوړول، مصنوعي ریچارچ، او د عصري اوبو لګونې سیستمونه برابرول دي. د غرنیو ټولنو روزنه او ظرفیت لوړول، د اقلیمي خطرونو پیژندنه او د بیړنیو حالتونو پلان جوړول دي."

په دې اړه نور: یو نیسف: په افغانستان کې وچکالي ښايي خلک پاکو اوبو ته له لاس رسي محروم کړي

هڅه مو وکړه د دغو اقداماتو په اړه د طالبانو تر کنترول لاندې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د اړیکو او عامه پوهاوي د برخې مشر محب الله فضلي وپوښتنو خود راپور تر خپرېدو یې زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د طبیعي یخچالونو د نه‌ جبرانېدونکي له منځه تلو مخه باید ونیول شي.

د غرونو نړیواله ورځ په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د غرنیو سیمو د ارزښت، د چاپیریال ساتنې، د غرنیو سیمو د اوسېدونکو د ژوند او دوامداره پرمختک په اړه د پوهاوي زیاتولو په موخه نومول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره د لا پیاوړو هڅو، د غرنیو ایکو سیستمونو د ساتنې، او د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده، تر څو د افغانستان په شان غرنیو هیوادونو سره چې ډیره اتکا یې هم په همدې غرونو ده مرسته وشي او د طبیعي یخچالونو د نه‌ جبرانېدونکي له منځه تلو مخه ونیول شي.

که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو تر ټولو زیانګالو هیوادونو په ډله کې دی او دغه هیواد په ۲۰۱۵ کال کې د اقلیمي بدلون د نړیوال کنوانسیون غړیتوب هم تر لاسه کړی خو د سږني کال د نومبر په ۱۰ مه په برازیل کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون دیرشم کنفرانس (Cop 30) کې یې استازی نه و، بلل شوی.

دا چې د ملګرو ملتونو سازمان ولې د طالبانو حکومت استازیو ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه نه وه ورکړې دې سازمان څه ونه ویل، خو هغه مهال د چاپیرال ساتنې یو شمیر کارپوهانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې، دا محدودیت په نړیواله کچه د طالبانو د رسمیت نه پېژندنې په خاطر دی.

د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې دې غونډې ته د دوی د نه بللو له امله انتقاد کړی و، اود ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو څخه یې غوښتني و، چې د اقلیمي بدلون له امله د میلیونونو افغانانو غږ د اورېدولو په موخه دوی ته په داشان نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي.