درمل تولیدوونکي: په لنډه موده کې د ټولو افغانانو د اړتیا وړ درمل نشو تولیدولای

عکس: ارشیف

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې دننه د درملو تولیدوونکو کارخونو او اقلامو شمېر زیاتوي، خو د درملو یو شمېر کار و باریان وايي چې د هېواد اوسنیو اقتصادي حالاتو ته په کتو په لنډ وخت کې او له بهرنیو مرستو پرته شونې نه ده چې د افغانانو د اړتیا وړ ټول درمل تولید کړای شي.

دوی که څه هم دې اعلان ته خوښ دي، خو ازادي راډیو سره خبرو کې یې اندېښنه وښوده چې له نږدې درې اوونیو راهیسې له پاکستانه او د دې هېواد له لارې له هنده په بشپړ توګه د درملو واردېدل بند شوي او په هېواد کې دننه په کافي اندازه تولید ته زمینه نه ده برابره شوې.

د درملو د یوې کمپنۍ مسؤل چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "که څه هم ځینې کمپنۍ شته چې تر ۷۰۰ رقمو درمل تولیدوي، خو دا معلومات فعلاً نه شي کېدای چې دا به ټول هېواد کې اړتیاوې پوره کړای شي که نه، ځکه افغانستان کې (دې کمپنیو) ټول خام مواد مخکې له پاکستانه واردول، له دې وروسته معلومه نه ده چې کوم ځای نه به دا خام مواد راشي، فعلاً د دې لپاره (اقتصادي) شرایط برابر نه دي، موږ اندېښمن یو."

دغه شان د کابل د پروان هوټل، چېرې چې د درملو تر ټولو لوی بازار دی، یو شمېر درملتونونو مسؤلین وایي، په هېواد کې دننه شته تولیدوونکې کمپنۍ دومره درمل نه شي تولیدولای چې دوی یې بازار ته وړاندې او د خلکو اړتیاوې پرې پوره شي.

د یو درملتون او درملو یوې کمپنۍ مسؤل شفیق وطنیار ازادي راډیو ته وویل چې وار دمخه له پاکستانه د درملو د واردېدو بندښت سره د درملو له کمښت او د بیو له لوړوالي سره مخ دي:

له هغه مهاله چې پاکستان نه درمل بند شول تر ۵۰ سلنه د ډېرو درملو بیې لوړې شوې، ډېریو کورنیو حتی د ذخیرې لپاره درمل یوړل، همدا اوس بازار کې درمل زښته زیات کم شوي دي


"له هغه مهاله چې پاکستان نه درمل بند شول تر ۵۰ سلنه د ډېرو درملو بیې لوړې شوې، ډېریو کورنیو حتی د ذخیرې لپاره درمل یوړل، همدا اوس بازار کې درمل زښته زیات کم شوي دي، د خلکو اړتیاوې پرې پوره کېدای نه شي، (د کارخونو جوړول) اوږد مهال کې شونې دي، خو فعلاً د هېواد اقتصادي حالاتو ته په کتو شونې نه ده، ځکه همدا اوس هم موږ درمل په ځمک‌تلو کې ساتو چې لږ ساړه دي، تر هغه نور پورته معیاري امکانات نه لرو."

د پروان هوټل کې د درملو یو واردوونکي شرکت مسؤل قسیم حیدري بیا وایي، تر هغه چې په هېواد کې دننه په بشپړ یا هم په کافي اندازه د افغانانو د اړتیا وړ درمل او روغتیایي تجهیزات تولید شوي نه وي او هېواد په دې برخه کې په ځان بسیا شوی نه وي، په خبره یې باید له هېواده بهر درملو د واردېدو مخه ونه نیول شي.

ده ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې دننه ډېری کمپنۍ که څه هم خپل خام مواد له بهره اخلي، خو هغه شان کیفیت باندې درمل نه شي تولیدولای کوم چې له بهره راتلل، موږ خپله مخکې له هند او پاکستانه درمل راوړل، ډېر سهولت و، خو اوس چې دا هر څه بند شوي د درملو بیې لوړې شوي، دوی (طالبان) باید د دې وضعیت د حل لپاره یوه لاره ومومي، باید حداقل اوس لپاره یې دا لارې نه بندولی."

د درملو او روغتیایي تجهیزاتو دا کاروباریان داسې وخت دا څرګندونې کوي چې تازه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د درملو د کیفیت لوړولو، د تولیدوونکو کارخونو او د اقلامو په ډېرولو یې کار پیل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د یکشنبې په ورځ «د نومبر پر ۲۳مه» رسنیو ته په یو وېډیویي پیغام کې ویلي چې دا مهال په ټول افغانستان کې د درملو او روغتیایي تجهیزاتو تولید ۱۳۰ کارخونې فعالیت کوي او تر ۶۰۰ اقلام درمل تولیدوي.

دې وزارت په هېواد کې دننه او بهر افغان پانګوالو نه غوښتي چې د درملو پر تولید پانګونې وکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د صنعت او سږداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ «د نومبر پر ۲۲مه» پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي و چې هند ته د دغه وزارت د وزیر نورالدین عزیزي د سفر پر مهال هندي چارواکو سره په افغانستان کې د درملو تولیدوونکو فابریکو پر جوړولو هم خبرې اترې شوي او ټاکل شوې یو هندي پلاوی په دې هدف نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.

په افغانستان کې د درملو د کمښت اړوند اندېښنې په داسې حال کې په زیاتېدو دي چې دغه هېواد لا له وړاندې له اقتصادي ناورین سره مخ او د بهرنیو مرستې پرې درول شوي، دغه راز د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له تېرو څلورو کلونو راهیسې د تېر جمهوري نظام په پرتله هم کورنیو او نړیوالو پانګوالو په بېلابېلو برخو کې پانګونې کمې او یا هم بندې کړې دي.