خبرونه
ترکمنستان د افغانستان د شمال زلزله ځپلو ته مرسته واستوله
ترکمنستان وايي، د افغانستان زلزله ځپلو ته یې افغانستان ته مرسته واستوله.
د ترکمنستان د نړیوال معلوماتي مرکز د راپور له مخې، د دغه هیواد د بشري مرستو کاروان پرون (جمعه) له ترکمنستان څخه د افغانستان پر لور روان شو.
په دې کاروان کې، چې له ۴ لاریو جوړ و، درمل، طبي وسایل، کالي او خوراکي توکي شامل دي.
دا بشري مرسته د ترکمنستان د خلکو د شورا یا پارلمان د رییس په لارښوونه د قربانقلي بیرديمحمدوف د خیریه بنسټ لهخوا استول شوې ده.
د افغانستان په شمال کې وروستۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.
تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، په ایبک ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سپینه ماڼې: د کابل پر هوايي ډګر د برید طراح طالبانو له زندانه خوشې کړی و
سپینه ماڼۍ وايي،" د کابل پر هوايي ډګر د برید طراح طالبانو له زندانه خوشې کړی و".
سپینې ماڼې پرون چهارشنبه د کابل هوايي ډګر پر "ابي ګیټ" د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر ټرمپ په حواله لیکلي،" ویاړم چې د برید طراح مو نیولی او عدالت ته مو سپارلی دی".
د اعلامیې په ټکو،" د برید طراح د هغوو زرګونو بندیانو له ډلې و چې د کابل د سقوط پرمهال د طالبانو له خوا د زندانانو له ماتیدو وروسته خوشي شوي وو".
د ۲۰۲۱کال د اګسټ په ۲۶ د کابل هوايي ډګر په "ابي ګیټ" کې ځانمرګی برید وشو چې د ۱۳امریکايي سرتیرو په ګډون ۱۷۰ افغان ملکیان په کې ووژل شول.
د برید مسولیت هغه مهال د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې منلی و.
بل پلو، د طالبانو په تیره پنځه کلنه واکمنۍ کې داعش وسله والې ډلې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې برید کړي او طالبان ادعا لري چې د دې ډلې یو شمیر مشران يې وژلي دي.
د ایران وسله وال ځواکونه: فردا راډیو، بي بي سي فارسي او ایران انټرنشنل رسنۍ پوځي موخې دي
د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند وايي،" یو شمیر بهر میشتې فارسي ژبې رسنۍ پوځي اهداف دي".
ابوفضل شکارچي پرون چهارشنبه په یوه مرکه وویل،" فردا راډیو، بي بي سي فارسي او ایران انټرنشنل په مستقیمه توګه "موساد" او "سي ای اې" ته کار کوي او د "دښمن" اطلاعاتي سازمانونه دي".
د هغه په ټکو،" دا رسنۍ خبر رسونکې ادارې نه دي بلکې د ایران لپاره احتمالي پوځي اهداف دي".
له دې وړاندې یو شمیر نورو ایراني چارواکو بهر میشتې فارسي ژبې رسنۍ اسراییلو او امریکا ته په تبلغاتو تورنې کړې وې.
څو کاله وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فردا راډيو په ګډون یو شمیر رسنۍ ترهګریز سازمانونه اعلان کړي وو.
په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد شوي
د طالبانو حکومت وايي،"په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد شوي".
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکي،" په راخوشي شویو کډوالو کې ماشومان هم شاملي دي".
د دې وزارت په خبره،" راخوشي کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي".
پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تیزه کړې ده.
میټا شرکت ومنله چې تر راتلونکو لسو کلونو به ۱۷ میلیارده ډالره تاوان ورکړي
د فیسبوک او انسټاګرام مالک میټا شرکت ومنله چې تر راتلونکو لسو کلونو به ۱۷ میلیارده ډالره تاوان ورکړي.
پرون چهارشنبې د کلیورنیا په یوه محکمه کې پریکړې وشوه چې میټا شرکت به د ماشومانو د خوندیتوب لپاره پر ځینو محدودیتونو سربیره تر لسو کلونو ۱۷ میلیارد ډالره تاوان ورکوي.
د محکمې په حکم کې راغلي،"ماشومان او تنکي ځوانان د ورځې له خوا د دوو ساعتونو لپاره کولی شي فیسبوک او انسټاګرام وکاروي".
د حکم له مخې،" ماشومان به د شپې له لسو د سهار تر ۶ بجو فیسبوک او انسټاګرام ته لاسرسی ونه لري".
میټا شرکت تورن دی چې ماشومان او تنکي ځوانان يې د فیسبوک او انسټاګرام له لارې د عامه ځورونې له خطر سره مخ کړي دي.
سرچینو ازادي راډيو ته تایید کړه چې د موبي ګروپ د "لاپیس" برخه تړل شوې ده
طلوع تلویزیوني چاینل تایید کړه چې د موبي ګروپ د "لاپیس" برخه تړل شوې ده.
په طلوع کې یوې سرچینې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل،"د موبي ګروپ دا برخه پرون چهارشنبې وتړل شوه".
تراوسه د موبي مسوولانو يه رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان دننه طالبانو ته نژدې رسنیو راپور ورکړ"چې (لاپیس) له فضا، دریا، شمس او یو شمیر نورو پردوکشینونو سره همکاري لري چې د سندغاړو، فلمونو او کنسرتونو داسې تصویرونه او ویډيوګاني يې خپرې کړي چې لوڅي برخې لري".
د راپورونو له مخې،" د لاپیس برخې یو شمیر کارکوونکي له افغانستانه وتلي او له پاتي کسانو څیړنې روانې دي".
تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
زورورو سیلونو او ځمکې ښوېدنې په نیپال کې ۱۶۵ کسان وژلي او شاوخوا۴۰۰ سیلانیان نادرکه دي
زورورو سیلونو او ځمکې ښوېدنې په نیپال کې ۱۶۵ کسان وژلي او شاوخوا۴۰۰ سیلانیان نادرکه دي.
د نیپال د ناورین او خطر کمولو د مدیریت ملي ادارې ویلي،"د سیل او ځمکې ښویدنې له کبله د نپیال او تبت په سرحدي سیمه کې د ۱۶۵کسانو مړي موندل شوي او د سیلانیانو په ګډون ګڼ کسان نادرکه دي".
د اوبو او خټو یوه لویه څپه چې ځمکه ښوېدنه هم ورسره مله وه، پرون چهارشنبې ناوخته د نپیال او تبت په سرحدي سیمو کې رامنځته شوه.
د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې په تبت کې درې کسان مړه شوي او ۲۶۵نور ناردکه دي.
په نادرکه شویو سلانیانو کې ۳۴۱ تنه يې بهرنیان دي.
په نپیال کې د پولیسو یو چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ویلي،" ښايي مرګژوبله لوړه شي".
دغو سیلونو او ځمکې ښویدنې په سلهاوو کورونه او ودانۍ ویجاړې کړي دي.
چارواکو په سیمه کې د یوې بلې زورورې زلزلې خبرداری هم ورکړی دی.
څه باندې یو کال وړاندې د نیپال او تبت په سرحد کې د ځمکې ښویدنې له کبله ۱۶مړه شوي وو.
د طالبانو نوي «شرطه» قانون ته د بخښنې نړیوال سازمان غبرګون
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو نوی «شرطه» قانون، امکان لري د خلکو پر ځینو اساسي حقونو او ازادیو اغېز وکړي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ «د وږې پر ۴مه» په ټولنیزه شبکه اېکس کې ویلي چې په دغه قانون کې د اندېښنې وړ مواردو څخه یو هم د هر ډول لاریونونو او اعتراضونو عمومي بندیز دی او دا یې د سولهییزو غونډو له حق سره په ټکر کې بللی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې دغه بندیز کولای شي په افغانستان کې پر موجودو اساسي ازادیو محدودیتونه لا زیات کړي.
د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د پولیسو لپارهیې د «شرطه» په نوم نوی قانون تصویب کړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د زمري پر ۳۱مه په اېکس کې خپره شوې، دا قانون دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې لري او د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده لهخوا توشېح او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د دغه قانون په ۵۰مه ماده کې راغلي چې په ټول افغانستان کې د هر ډول «لاریون» ترسره کول منع دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په دوام کې ویلي چې طالبانو په تېرو کلونو کې له یو شمېر معترضانو او مخالفانو سره د خپلسرو نیونو او توقیفونو، شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو له لارې چلند کړی دی.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، هغه فرمانونه او پالېسۍ لغوه کړي چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
ایران کې د اعدامونو لړۍ؛ سږ کال لږ تر لږه ۵۰۰ کسان اعدام شوي
د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې، په ایران کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه سلګونه کسان اعدام شوي دي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ «د وږې پر ۴مه» اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان اعدام شوي چې ۱۶ یې ښځې دي.
دا سازمان زیاتوي چې د ۲۰۱۰ کال له پیل راهیسې په ایران کې ۱۰ زره او ۹۴۳ کسان اعدام شوي دي. له دې ډلې ۳۰۵ ښځې وې او ۷۱ کسان د جرم د ترسره کولو پر مهال له ۱۸ کلونو کم عمر درلود.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۵۶ کسان د سیاسي او امنیتي جرمونو په تور اعدام شوي چې ۲۷ یې له اعتراضونو سره په تړاو اعدام شوي دي.
په ایران کې د اعدامونو د شمېر د زیاتوالي راپور داسې مهال خپریږي چې تېره اوونۍ د نړۍ څه باندې ۳۰ هېوادونو په ایران کې د معترضانو پر وړاندې د اعدامونو د حکمونو پر دوام او عملي کېدو نیوکه وکړه او دا یې د مخالفانو د «غږ د چوپولو» وسیله وبلله.
د تبت او نیپال پر پوله مرګونی سېلاب؛ نږدې ۴۰۰ سیلانیان لا هم ورک دي
د تبت او نیپال پولې ته څېرمه د چهارشنبې په ورځ «د وږې پر ۴مه» د سېلابونو له امله ۱۹ کسان مړه شوي او د څه کم ۴۰۰ سیلانیانو برخلیک لا هم معلوم نهدی.
له پېښې وروسته د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پیل شول.
د چین دولتي رسنیو د تبت په یوه تجارتي سیمه کې د ځمکې ښویېدنې له امله د «پراخو او د پام وړ ځاني تلفاتو» خبر ورکړی دی.
د چین ولسمشر شي جین پېنګ هم امر کړی چې د «ټولو امکاناتو» په کارولو سره دې د لټون او ژغورنې عملیات ترسره شي.
په همدې حال کې، د نیپال پولیسو د لږ تر لږه ۱۹ کسانو مړینه تأیید کړې او ویلي یې دي چې د پېښې له رامنځته کېدو اته ساعته وروسته لا هم د ۳۸۴ سیلانیانو د برخلیک په اړه معلومات نهشته، له دې ډلې ۲۹۱ تنه بهرني سیلانیان دي.
امریکایۍ وتلې سندرغاړې ډولي پارټن د ۸۰ کلنۍ په عمرمړه شوه
امریکایۍ وتلې سندرغاړې اود بشرپالنې فعاله ډولي پارټن د ۸۰ کلونو په عمرمړه شوه. کورنۍ یې ویلي چې نوموړې د سې شنبې په ورځ په نیشویل ښارکې ساه ورکړه. د هغې ویاند ویلي چې پارټین له یوې مودې راهیسې د سرطان پرناروغۍ اخته وه. نوموړې له ټینسي ایالت څخه له ساده او بېوزله ژوند څخه یوه د امریکا د تر ټولو محبوبو سندرغاړو، سندرې لیکونکو، لوبغاړو او مرستندویه فعالانو په توګه راڅرګنده شوه.
پارټین د Imagination Library په څېر د خیریه پروګرامونو له لارې د میلیونونو ماشومانو لاسنیوی کړی او د بشري مرستو په ګڼو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي. د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ پارټین د امریکا یوه له مشهورو سندرغاړو بللې او امریې کړی چې په ټوله امریکا کې دې بیرغونه د یوې اونۍ لپاره نیمه ځوړند وي.