طالبانو د خوست شیخ زاید پوهنتون یو شمیر استادان منفک کړي دي

د خوست د شیخ زاید پوهنتون یوه څنډه، انځور په ۲۰۲۰ کال کې اخیستل شوی دی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون ادارې ته د دې پوهنتون  د ۱۷ استادانو د منفکۍ مکتوب استولی دی. د شیخ زاید پوهنتون ځینو استادانو چې د منفک شوو استادانو په نوملړ کې یې نومونه شامل دي، ازادي راډیو ته یې وویل، "ټول د شرعیاتو پوهنځي استادان منفک شوي دي".

د کونړ او د کابل پولي تخنیک پوهنتونونو د شرعیاتو د پوهنځیو او دینې مضامینو د یو شمېر استادانو له منفک کېدو وروسته، تازه د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر استادان وايي، "د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت یې د منفکۍ مکتوب د یاد پوهنتون ادارې ته استولی دی".

دغو یو شمېر استادانو چې نومونه یې د منفکۍ په دې نوملړ کې هم شامل دي ازادي راډیو ته د دې نوملړ په استولو وویل، "دا ۱۷ تنه استادان ټول د شیخ زايد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د بېلابېلو مضامینو استادان او د خوست په ګډون د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي دي".

دغه استادان وايي دوی د استادۍ دکلونو کلونو تجربو په لرلو سرییره د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې لري.

د شیخ زاید پوهنتون یو استاد چې په دې مکتوب کې یې نوم شته د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته یې وویل چې دی یې له کدري بست نه اداري بست بدل کړی دی.

“داسې ویل شوي چې ځېنې استادان منفک شوي او ځینې یې له کدري بستونو اداري بستونو ته تبدیل شوي دي،زه هم په هغو استادانو کې یم چې منفک شوی نه یم خو له کدي بست نه اداري بست ته بدل شوی یم.”

دا ۱۷ تنه استادان ټول د شیخ زايد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د بېلابېلو مضامینو استادان او د خوست په ګډون د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي دي
د خوست پوهنتون منفک شوي استادان

په همدې حال کې له دې موضوع یو باخبره د پوهنتون استاد او د زده کړو د حقونو فعال فضل هادي وزین ازادي راډيو ته وویل،

"زه د لوړو زده کړو د یو غړي او پوهنتون استاد په توګه د ګڼو پوهنتونونو استادانو سره په اړیکه کې یم چې وخت ناوخت خپلې ستونزې راسره شریکوي، دوی ما ته هم دا لېست او مکتوب راستولی او دا خبره کوي چې د شیخ زائد پوهنتون د (شرعیاتو) ډیپارتمنت امر دا خبره کوي چې د استادانو د منفکۍ دا مکتوب پوهنتون ته رسېدلی او دوی د منفکۍ په لېست کې دي، خو استادانو ما ته وویل چې لا یې دوی ته ابلاغ نه دی کړی."

په دې اړه نور: د ننګرهار پوهنتون استادان: طالبانو ځکه منفک کړو چې زموږ پرځای د دینې مدرسو فارغان مقرر کړي

د دغه پوهنتون ځینو محصلینو هم د دې موضوع په تایید ازادي راډیو ته یې وویل چې په شیخ زاید پوهنتون کې د یادو استادانو د منفکۍ خبره خپره شوې.

د خوست پوهنتون محصلین

د دغه پوهنتون یو محصل د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل،

"دلته پوهنتون کې مې له ټولګیوالو واورېدل چې ۱۷ که ۱۸ تنه استادانو مو منفک شوي دي، کېدای شي د دوی پر ځای نوي استادان وګماري".

د شیخ زايد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ځینو استادانو له لوري ازادي راډیو ته په استول شوي نوملړ کې د دلاور شاه متقي، محمد ولید اسحق زي، احسان الله مدني،سید اجمل سادات، حسام الدین رحیم زي، عاشق الله احمدزي او عبادالله نورزي په ګډون لسو تنو نورو استادانو نومونه هم شامل دي.

دلته پوهنتون کې مې له ټولګیوالو واورېدل چې ۱۷ که ۱۸ تنه استادانو مو منفک شوي دي، کېدای شي د دوی پر ځای نوي استادان
د خوست پوهنتون محصل

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې او د شیخ زايد پوهنتون مشر مسلمین راشد او د یاد پوهنتون د نشراتو مسوول عبدالرحیم هاتف له ژمنو سره -سره د راپور تر خپرېدو په دې اړه ازادي راډیو سره خبرې ونه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له دې وړاندې د کونړ ولایت د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ۱۲ تنه استادان چې ۸ یې د شرعیاتو او ۴ نور د نورو پوهنځیو استادان وه له دندو لرې کړل.

هغه مهال دغو استادانو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا کړې وه چې طالبانو له قانوني او منطقي دلیل پرته دوی د فکري اختلافاتو په تور له دندو لرې کړي دي.

دغه راز د طالبانو حکومت نږدې یوه میاشت وړاندې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ۴۱ استادانو له دندو د لرې کولو مکتوب هم استولی وه چې وروسته هغه موضوع وځنډول شوه.