د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د پوهنتونونو له استادانو د اسلامیاتو ازموینې غبرګونونه پارولي


په جلال اباد کې له محصلانو د ازموینې اخیستل، ارشیف
په جلال اباد کې له محصلانو د ازموینې اخیستل، ارشیف

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وایي، د پوهنتون له استادانو د اسلامي زده کړو ازموینه اخلي. دغه ګام بیا د پوهنتون د استادانو غبرګونونه پارولي او دغه استادان وایي، له دوی څخه د اسلامي زده کړو د ازموینې هدف له پوهنتونونو د دوی د حذفولو هڅه ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتون له استادانو د اسلامياتو ازموینه اخلي.

د پوهنتونونو یوشمېر استادان بیا دا کار د ځان او خپل علمي موقف لپاره سپکاوی بولي.

په کوڼړ ولايت کې د حقوقو پوهنځي یو استاد چې خپل او د پوهنتون د نوم له ښودلو ډډه کوي ازادي راډيو ته یې وويل"له استادانو سره د ځانګړو کسانو لخوا مرکه کېږي له دوى داسې پوښتنې کېږي چې په مذهبي او سیاسي لحاظ د دی فکر معلوم کړي چې دې د کومې عقیدی پیرو دی او چیرې زده کړې کړي او ورسره څنګ کې یې سیاسي لیدلوری هم معلوموي، دا د نفې سياستونه دي او راتلونکي کې به هم دوام کوي."

کابل کې د یو خصوصي پوهنتون استاد محمد خالد جواد ازادي راډیو ته وویل " چې ازموینه اخیستل کېږي زما نظر دا دی دی، چې مثلا که له یو ډاکټر ازموینه اخلي د ازموینې اتیا سلنه پوښتنې باید د دوی د مسلک او شله سلنه دیني وي، خو که له یو ډاکټر د ملايۍ ازموینه اخلو دا امکان نه لري دا په دې مانا ده چې له یو ملا د انجنیرۍ یا ډاکټرۍ ازموینه واخیستل شي ."

دغه استادان ادعا کوي، طالبان ځکه دا کار کوي چې خپل کسان یې پر ځای وګماري.

" که له یو ډاکټر د ملايۍ ازموینه اخلو دا امکان نه لري دا په دې مانا ده چې له یو ملا د انجنیرۍ یا ډاکټرۍ ازموینه واخیستل شي"
کابل کې د پوهنتون استاد

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي د راپور تر خپرېدو د دغو ادعاو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د اسلامي علومو پوه او د پوهنتون یو پخواني استاد عبدالهادي وزین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل" د شرعیاتو د پوهنځې له استادانو نه چې علمي رتبې او درجې لري داشان ازموینه اخیستل سمه نه ده، د استادانو ارزیابي یوه ځانګړي قانوني بڼه لري، هغه کسان چې له مدرسو راغلي له استادانو نه د ازموینې اخیستلو صلاحیت نه لري."

د طالبانو حکومت د افغانستان ټولو خصوصي پوهنتونونو ته ویلي چې له خپلو استادانو د هغوی د سویې او تخصص د معلومولو لپاره لیکلې او شفاهي ازموینې واخلي.

د دغه وزارت په وینا، دا ازموینې د لوړو زده‌کړو په موسسو کې د استادانو د وړتیاوو د ارزولو لپاره ترسره کېږي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له رسمي مکتوب سره سم، چې پرون (دوشنبې) رسنیو ترلاسه کړ، دا ازموینې به د ځانګړې کمېټې له‌خوا څارل کېږي چې مشري به یې د طالبانو د "اسلامي تخصصاتو ریاست" کوي.

په دې کمېټه کې به د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو ريیسان او د هر ولایت یو استاد هم شامل وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې لارښوونه کې روښانه شوې چې ازموینې به په اسلامي مضامینو کې وي، د زده‌کړې مواد به د اسلامي تخصصاتو د ریاست له‌خوا چمتو کېږي او د ازموینو پایلې به د استادانو د علمي سویې د ارزولو او د طالبانو له منظور شوو علمي معیارونو سره د مطابقت لپاره وکارول شي.

مخکې په کابل، ننګرهار او کونړ کې د ځینو دولتي پوهنتونونو د اسلامي مضمونونو یو شمیر استادانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت له کوم دلیل پرته له دندو لرې کړي دي.

هغه مهال په لوړو زده کړو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي وو، محدود شمیر استادان د کافي ظرفیت نه لرلو له امله له دندو لرې او په خبره یې ژر به د ظرفیت لوړونې لپاره سیمینارونو ته معرفي شي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د دولتي پوهنتونونو ډېریو استادانو د دوی د پالیسو او محدودونکو فشارونو په ځانګړې ډول د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې دندې پرېښودلې او ځینې یې له افغانستانه بهر ووتل.

مخکې تر دې د ځینو دولتي پوهنتونونو یو شمېر محصلینو ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه ښودلې وه، چې د ډېریو استادانو له دندو پرېښودو وروسته، د استادانو د کمښت له امله اوس یو شمېر مضامین نه تدریسېږي.

XS
SM
MD
LG