د افغان لوبډلې د بایکاټ د هڅو سره سره اتلانو جام ته د افغانستان د ملي ټيم له نوملړه د کرکټ د نړیوالې شورا هرکلی

اتلانو جام کې د افغان ټيم شامل لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په اړه د رامنځته شویو لانجمنو بحثونو سربيره د کرکټ نړیوالې شورا په اتلانو جام کې د افغان ټيم حضور تاریخي یاد کړی. نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د اتلانو جام لپاره د افغانستان د پنځلس کسیز سکواډ/نوملړ یادونه کړې.

د کرکټ د نړیوالې شورا په اعلامیه کې راغلي چې د حشمت الله شهیدي په مشرۍ د افغانستان ټیم ته تر زیاتې مودې وروسته د پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ بیا راستنېدل به د سر د څلورو توپوهونکو جوړې لا پسې غښتلې کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي افغان ټيم داسې وخت اتلانو جام کې لوبیږي چې ۲۰۲۳ کال نړیوال جام او ورپسې ۲۰۲۴ کال شل اووریز نړیوال جام کې ډېر ښه ولوبېدل او ان تر نیمه پایلوبې ورسېدل.

تر څنګ یې په باولنګ کې د پيژندل شوي لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او فضل الحق فاروقي یادوونه هم شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا داسې وخت د اتلانو په جام کې د افغان ټيم لومړنی حضور تاریخي بللی او د نوملړ د قوت په برخو یې ټینګار کړی چې تر دې مخکې په اتلانو جام کې له افغان ټيم سره د بریټانیا او جنوبي افریقا د ټیمونو د لوبو د لغوه کېدو لپاره کمپاینونه وشول.

په دې لړ کې د بریټانیا ۱۶۰ سیاستوالو او د پارلمان استازو د انګلستان له کرکټ بورډ وغوښتل چې راتلونکې فبروري میاشت د چمپینز ټرافي په سیالیو کې چې په پاکستان کې ترسره کېږي له افغانستان سره لوبه ونه کړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم یو وروستی انځور

د کرکټ د ملي ټيم د بایکاټ غوښتونکي څه دلایل لري؟

د کرکټ د ټیم یو شمېر منتقدینو او د حقونو فعالانو د افغان ټیم د بایکاټ له خوځښتونو ملاتړ ښوولی او ویلي یې دي چې د ټیم غړو په کافي اندازه د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره غږ نه دی پورته کړی.
فوزیه کوفي چې پخوا د افغانستان د پارلمان غړې وه او له طالبانو سره یې د سولې په څو دور خبرو کې هم برخه اخیستې څو ورځې دمخه په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې د کرکټ ټيم له طالبانو سره د خپلو نږدې او ددې په خبره دوستانه اړیکو ته په کتو کولای شوای د ښځو او نجونو په ګټه کار وکړي خو د دې په خبره: «نه یواځې یې دا کار ونه کړ بلکې په وار وار یې د خلکو احساسات جریحه داره کړل.»

د افغان فلم پخوانۍ مشرې صحرا کریمي هم یکشنبه ناوخته له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کرکټ د ملي ټيم د بایکاټ له پرېکړې د ملاتړ ځينې دلایل دا یاد کړل:

«د افغانستان د کرکټ ټيم باید د تاریخ په دې حساس پړاو کې چې زموږ خلک د طالبانو د ظلم او ستم تر حاکمیت لاندې له یوه عزتمنده ژونده بې برخې دي او په تېره ښځې او نجونې له اساسي حقونو محرومه دي باید له طالبانو سره همدسترخواني او همغږي نه وي. باید په اصل کې داسې غږ وي چې د افغان ښځو او د افغانستان د ازادۍ لپاره غږ پورته کړي.»

د ملي ټيم د بایکاټ مخالفین او د لوبغاړو پلویان څه دريځ لري؟

له بلې خوا بیا د شاوخوا دېرشو افغان ښځینه فعالانو او سیاستوالو یوې ډلې د کرکټ نړیوالې شورا، د بريټانیا پارلمان او د نړۍ کرکټ بورډونو او یو شمېر ادارو ته د یو لیک په استولو د افغان ملي ټيم د بایکاټ په اړه مخالفت ښوولی دی.

دا ډله چې په راس کې یې د پوهنتون استاده او د بشري حقونو فعاله شبنم صالحي، د پارلمان پخوانۍ غړې او فعاله شکریه بارکزۍ، سپوژمۍ اکبرزۍ او ځینې نورې دي ټينګار لري چې د کرکټ ملي لوبغاړي د طالبانو د ظالمانه سیاستونو مسوولین نه دي.

د بشري حقونو فعالې حنیفه ګیرووال د ملي ټيم په ملاتړ د استول شوي لیک پر سر په یوه بحث کې ویلي چې د کرکټ د ملي ټیم د بایکاټ د هڅو پر ځای باید د نجونو د ټیم او د ښځو د ملاتړ لپاره هڅې متمرکزې شي.

هغې زیاته کړه:

« په دې لیک کې تر ټولو مهم ټکی چې موږ پرې تمرکز کړی وو دا وو چې ورته واضح کړو چې

دا ډله د افغانستان ملي لوبډله ده. دوی د جمهوریت د بیرغ لاندې لوبیږي د جمهوریت ملي سرود د دوی ټولو لوبو کې غږیږي
حنیفه ګیرووال

او دا اصلا په دې معنی نه ده چې دوی راځي هلته دې طالبانو بیرغ لاندې لوبه کوي.»

د انګلستان او جنوبي افریقا کرکټ بورډونو په جلا اعلامیو کې له افغان ټيم سره د لوبو د لغوه کېدو غوښتنې رد کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه پرېکړه د نړیوالې شورا ده.

د کرکټ نړیوالې شورا مطبوعاتي ډلې بیا ځینو رسنیو ته ویلي چې دا شورا افغان لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي چې مسوول یې نه دي.

د دې شورا په خبره د افغانستان کرکټ بورډ د طالبانو د حکومت د پالیسیو مسوول نه شي ګڼل کېدای.

تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په چمپینز ټرافي یا اتلانو جام کې چې پاکستان یې کوربه دی د فبروري په یوویشتمه په کراچۍ ښار کې له جنوبي افریقا سره ولوبیږي. دویمه لوبه یې په لاهور کې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان سره ده او دریمه لوبه بیا هم لاهور کې له اسټرالیا سره د فبروري په ۲۸مه لوبوي.