پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې یو ځل بیا په لوی شمېر کې افغانان نیول کیږي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ نوره هم چټکه کړې او هغه کسان چې قانوني اسناد لري، هم نيول کېږي او له دې هېواده ايستل کیږي.

تازه د طالبانو حکومت ویلي چې ٥٤ افغان کډوال چې په پاکستان کې بنديان ول، د تورخم په دروازه کې طالب مسولینو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن په یو بیان کې ویلي چې په دغو کسانو کې ډیری یې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم درلودل.

په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي د پاکستاني پولیسو له لاسه د دوی ژوند سخت له تهدید سره مخامخ دی. دوى وايي چې له خپلو کورونو تښتېدلي او په کوڅو او نورو خوندي ځایونو کې د پناه موندلو په هڅه دي.

دوى نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل چې د پولیسو له بیرې په پټه ژوند کوي او د ورځني ژوند اړتیاوې لکه خوراکي توکي او سرپناه پیدا کول ورته ستونزمن شوي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ميشت افغان کډوال جاويد عزيزي په دې اړه آزادي راډيو ته وويل:

"همدا اوس په هوټل کې پر مونږ راغلل همدا ګړۍ يې زموږ دوه کسه له ځان سره ېوړل، سره له دې چې پاسپورت او ويزه يې هم درلودل. زه په کابل رسټورانټ کې اوسم. نيونې ډېرې شوي دي. بهاره کهو کې يې هم ډېرکسان نيولي همدا اوس د نهو لوڼو یوه پلار راته زنګ وهلى و چې دوی د بل چا په کور کې له بیرې پټ شوي ول خو بیا هم ونیول شول."

بل افغان کډوال هم چې د پوليسو له بیرې په پټه ژوند کوي او نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي:

" تقريبا يوه اونۍ کېږي چې د پوليسو له لوري نيول خپل اوج ته رسېدلي ان له کورونو د کار ځايونو څخه يې نيسي چېرې چې هم وويني افغاني رستورانت نانوايانې چې پر ليکل شوي وي افغاني، يا برګر افغاني، يا خوارکه باب دوکان وي ورغلي او افغانان يې نيولي دي. يوه ورځ هم چې ويزه اکسپاير وي وړي يې. ځینې کسان چې زه ورسره په اړيکه کې يم وايي اوس یې د تورخم پولې ته رسولي او ځینې لا هم ورک دي. "

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عالمي افغان هم دغه موضوع تايیدوي او وايي:

"له نوي کال وروسته دا يوه اونۍ کېږي چې افغانان ډېر نيول کېږي او ښځې هم ډېرې نيول کېږي. د حاجي کمپ په نوم يې يو ځاى جوړ کړى هلته انتقالېږي او له دو ورځو وروسته افغانستان ته ډيپورټ کېږي. کورونه تلاشي کوي بى اسناده کسان له ځان سره وړي."

ياد افغان کډوال زياتوي چې په افغانستان کې يې ژوند له ګواښ سره مخامخ و ځکه پاکستان ته کډوال شوي خو اوس تر هغه له بدتره حالاتو سره مخامخ دي. دوى له نړيوالې ټولنې او د کډوالو د نړيوال سازمانه غواړي چې وضيعت ته يې پام وکړي.

تر اوسه پورې پاکستاني چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو د تېر ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته په اسلام اباد کې افغان کډوالو ته د اجازه لیک له اخیستلو پرته د اوسېدو اجازه نه ورکول کیږي.

خو ازادي راډیو ته د رسېدولو معلوماتو له مخې پولیسو ځینې هغه افغانان هم نیولي چې د ویزو تر څنګ یې د پولیسو اجازه لیک هم درلود.