د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو کورونه پلټلي او لسګونه افغانان یې نیولي


د نیول شویو افغان کډوالو یو انځور
د نیول شویو افغان کډوالو یو انځور

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د کورونو د تالاشۍ او نیولو لړۍ د جمعې په ورځ هم روانه وه.  د اسلام اباد په B17 سیمه کې یوه کډوال ویلي چې پولیسو یوازې د جمعې په ورځ په دې سیمه کې لسګونه افغان کډوال ونیول.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، شاوخوا ۷۰ افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته ایستل شوي دي.

د دوی له ډلې یوه افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، پاکستاني پولیسو یوازې د جمعې په ورځ له B17 ساحې لسګونه افغان کډوال نیولي دي:

«په B17 ساحه چې زموږ د استوګنې کورونه دي، دوی چاپه واچوله او له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ پورې کسان یې خپلو موټرو ته وخېژول او د پولیسو حوزې ته یې بوتلل.»
اسلام اباد کې افغان کډوال

دغه افغان کډوال وویل چې د افغانانو د نیولو او کور پر کور تلاشۍ لړۍ له تېرې سې شنبې پیل شوې او دا مهال تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال د حاجي کمپ په نوم په یوه کمپ کې ساتل کېږي.

په پاکستان کې یوه بل افغان کډوال وویل، په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او د جمعې په ورځ هم په A17 او B17 ساحو کې د افغانانو د نیولو او کور پر کور تلاشۍ لړۍ روانه وه.

هغه چې د بشري حقونو یو فعال هم دی، د امنیتي محلوظاتو له مخې یې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل چې یو شمېر نیول شوي کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي:
«که څه هم زه په خپله قانوني ویزه لرم، خو دا چې وخت یې کم دی، ځکه مې تر یوه ساعت لږ وخت کېږي چې خپل ځای بدل کړ، زه بل ځای ته لاړم ترڅو د پولیسو د نیولو او د اخراج له خطر سره مخامخ نه شم.»

دغو افغان کډوالو ازادۍ راډیو ته ځینې ویډیوګانې او عکسونه هم لېږلي چې د اسلام اباد په B17 ساحه کې د افغان کډوالو د نیولو او کور پر کور تلاشي صحنې ښيي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عالمي د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دا مهال ۲۰ افغان کډوال په حاجي کمپ کې توقیف دي چې د نیول شویو له ډلې شاوخوا ۷۰ یې افغانستان ته ایستل شوي دي.

«شاوخوا درې ورځې وړاندې دوی ۷۰ کسان ونیول او ټول یې افغانستان ته وایستل. دوی یې د (ډي سي) په دفتر کې ونیول، چې هلته د NOC کارټونو اخیستلو لپاره ورغلي وو.»
اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر

د هغه په وینا افغانستان ته ډېری ایستل شوي افغانان هغه کډوال وو چې د UNHCR او SHARP په دفترونو کې ثبت شوي وو، خو د ویزو موده یې پای ته رسیدلې وه یا هم د ختمیدو په حال کې وه.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو نیونو او تالاشیو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا افغان کډوالو ته ټاکل شوی وخت د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

کډوال
کډوال

د دغه مهلت له مخې هغه افغان کډوال چې د NOC په نوم اسناد ونه لري، باید له اسلام اباده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په پای کې اعلان وکړ، چې د دسمبر له ۳۱ مې نېټې وروسته له NOC سند پرته هېڅ افغان په اسلام اباد کې ژوند نه شي کولای.

خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، ډېری هغه افغانان چې ویزې یې پای ته رسېدلي او د «شارپ ټوکنونه» لري، نه شي کولای د NOC سند ترلاسه کړي.

په اسلام اباد کې ځینو نیول شویو افغان کډوالو په دې وروستیو ورځو کې ازادۍ راډیو ته ویلي، چې کورنۍ یې په اسلام اباد کې پاتې دي او پولیسو ویلي چې خپله دوی به افغانستان ته اخراج کړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ ګړندۍ کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې مېشت شاوخوا یو میلیون او اوه لکه بې اسناده افغانان به له دغه هېواده وباسي.

XS
SM
MD
LG