د بُست کلا د زیانمنېدو په اړه اندېښنې
Your browser doesn’t support HTML5
بست کلا د افغانستان د لرغونو او تاریخي آبداتو له ډلې یوه مهمه نښه ده چې د پېړیو په اوږدو کې یې د تاریخ او کلتور ګڼ رازونه په خپلو دیوالونو کې ساتلي دي.
په دې وروستیو کې دغه کلا ته ورغلي یو شمیر سیلانیان د کلا د دروازې یا ششک د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
له دې جملې لیکوال او فرهنګپال غني حسن د بست کلا د وضعیت په اړه خپله اندېښنه په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړي ډول د خپلې فېسبوک پاڼې له لاري شریکه کړې.