دوی وايي چې په بلخ کې روضه هم له دغه وضعیته مستثنا نه ده او ورځ تربلې حالت مخ پر خرابېدو دی.
د بلخ ولایت اوسېدونکی حارث وايي چې ښايي سږ ژمی د واروې او بارانونو د ورېدو له کبله یې ډېرې ځینې برخې ونړیږي.
« د روضې مبارکې ډیری کاشیانې غورځېدلي او بیا رغونې ته اړتیا لري، په تېرو دریو کالو کې هېڅ پام ورته نه دی شوی، که وضعیت همداسې دوام وکړي او د رغونې لپاره اقدامات ونشي په ژمي کې به یې ویجاړۍ نورې هم زیاتې شي.»
د بلخ د نوبهارمعبد« اتشکده» د نه ګنبد مسجد« حاجي پیاده» د بلخ بالا حصار، د مولانا جلال الدین محمد بلخ خانقا، د رابعې بلخې قبر، د خواجه اکاشاه ولي زیارت او د جهانما قصر په بلخ ولایت کې له مشهورو تاریخي ځایونو څخه ګڼل کیږي.
د بلخ ولایت دوو اوسېدونکو عزیز او صالحې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له یادو تاریځي ځایونو سربیره ځینې نورمهم لرغوني اثار او ځایونه هم په بلخ ولایت کې د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي خو د طالبانو حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.
« د امارت اسلامي د حاکمیت په څه باندې درې کلنه موده کې د تاریخي ابدو د مرمت په برخه کې هېڅ کارنه دی شوی، تاریخي اثار او په ځانګړي توګه روضه مبارکه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ ده، د بلخ ولایت د یوه اوسېدونکي په توګه مې غوښتنه دا ده چې باید دې برخې ته ډېر پام وشي.»
« د بلخ په باستاني ولایت کې تاریخي ځایونه او ابدې د هرکال په تېرېدو د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ کیږي، که په دې برخه کې پام ونشي نو تاریځي ځایونه او ابدې به له لاسه ورکړو.»
د بلخ ولایت ځینې اوسېدونکي په داسې حال کې تاریخي اثارو او ځایونو ته د طالبانو د حکومت د نه پاملرنې په اړه دا څرګندونې کوي چې همدا تیره اوونۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس ویلي چې په دغه ولایت د سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کتلور د هنر او فرهنګ برخې مشر ذبیح الله اریايي بیا په دغه ولایت کې د لرغونو تاریخي اثارو او آبدو د ناسم وضعیت خبره نه مني او په دې برخه کې د هڅو خبره کوي.
« روضه مبارکه زموږ د هېواد له مهشورو او معروفو تاریخي ځایونو څخه یو هغه دی، د دغه ځای د بیارغولو او مرمت چارې د جمهوریت پرمهال د یوه شرکت له لوري مخ ته وړل کېدې چې بیا یې نیمګړې پرېښودې، موږ دغه مسله د رسمي مکتبونو له لارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکه کړې چې د دغه مهم او تاریځي ځای د بیارغولو او مرمت چارې پرمختیايي پلان کې شاملې کړي.»
نگرانی ها از افزایش شکست و ریخت در بنا های تاریخی تنها به ولایت بلخ خلاصه نمی شود بلکه این نگرانی ها در شماری ازولایت های افغانستان از جمله ولایت های بامیان و غور نیز وجود دارد.
د تاریخي ځایونو او لرغونو آبدو د ویجاړېدو او لمنځه تلو مسله یوازې په بلخ ولایت پورې نه محدودیږي بلکې د افغانستان په ځینو نور او په ځانګړي توګه د بامیانو او غور په ولایتونو کې هم ورته اندیښنې مطرح کیږي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي د سیلابونو له کبله د جام منار د ویجاړېدو په اړه ویلي و او د ملګرو ملتونو له ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان« یونسکو» څخه یې په دې برخه کې د مرستې غوښته کړې وه.
د تاریخ ځینې پوهان د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې پرمهال د بامیانو د بودا مجسمو ویجاړېدو ته په پام وايي چې طالبان د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې پاملرنه نه کوي او ان له اسلام څخه وړاندې د ځینو لرغونو اثارو پر لمنځه وړلو یې تورنوي.