زیلنسکي وايي روسیې د شمالي کوریا له عسکرو غوښتي چې پر کورسک سیمه برید وکړي

د روسیې - اوکرایین جګړه

د اوکرایین ولسمشر وايي، روسیې په کورسک سیمه کې د اوکراییني ځواکونو پر پوستو د بریدونو لپاره د شمالي کوریا له ځواکونو مرسته غوښتې ده.

که څه هم ترواسه په دې بریدونو کې د شمالي کوریا د ځواکونو ګډون خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی، خو د اوکرایین د لوی درستیز په خبره، اوکراییني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د روسیې نفتي تاسیسات په نښه کړي دي.

زلنسکي پرون شنبې د (ډیسمبر۱۴مه) ویلي: «د معلوماتو پر بنسټ روسیې په خپلو وروستیو بریدونو کې د شمالي کوریا له ځواکونو مرسته غوښتې ده»

د اوکرایین ولسمشر د یوې پوځې قطعې له افسرانو سره

زیلنسکي وړاندې ویلي، که څه د شمالي کوریا ځواکونو یواځې پر کورسک سیمه په بریدونو کې ګډون درلود، خو په خبره یې شمیر ډیر وو.

د زیلنسکي دا خبرې په داسې حال کې دي، چې له دې وړاندې د اوکرایین د پوځ د مرکزي استخباراتو ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، مسکو به ډیر ژر په کورسک سیمه کې د اوکراییني ځواکونو پر پوستو د بریدونو لپاره د شمالي کوریا له ځواکونو مرسته وغواړي.

د دې ریاست په خبره، وړمه ورځ د شمالي کوریا ځواکونو ته د اماده باش خبرداری ورکړل شوی وو.

د اوکرایین د پوځ د مرکزي استخباراتو په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د جګړې لومړۍ کرښې ته، سرتیري په عامه موټرو او لارو ور رسیدلي دي.

تراوسه خپلواکو سرچینو په کورسک سیمه کې د اوکراییني ځواکونو پر پوستو د شمالي کوریا د ځواکونو بریدونه نه دي تایید کړي، او نه د روسیې د دفاع وزارت تراوسه په دې اړه څه ويلي دي.

اوکراییني ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کې د روسیې په خاوره کې دننه پر کورسک سیمې بریدونه پیل کړل چې د دې سیمې ډیره برخه یې په خپله ولکه کې ونیوله.

خو روسیې تېر اکتوبر میاشت په سیمه کې د خپلو سرتیرو سربیره د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پر ځای کول پیل کړل.
د اوکرایین لوی درستیز شنبه د (ډیمسبر۱۴مه) ویلي، په کورسک سیمه کې د ورځې له پیله ۴۵ نښتې شوې چې لا هم دوام لري.

د لوی درستیز په خبره، دښمن تراوسه اووه هوايي او پر توپخانونو بریدونه کړي دي.

لوی درستیز وړاندې ویلي، روسیې ځواکونو په دې بریدونو سره هڅه کړې چې اوکراییني ځواکونه په شا کړې خو نه دي توانیدلي.

د لوی درستیز په ټکو، اوکراییني ځواکونو د روسیې پر هغو تاسیساتو بریدونه پیل کړي چې روسي ځواکونو ته نفتي مواد ورسوي.

تراوسه روسي چارواکو او د روسیې دولتي رسنیو پر دې نفتي تاسیساتو د بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې.
شمالي کوریا له روسیې سره د روان کال په جون میاشت کې د ستراتیژیکې ملګرتیا یوه موافقه لاسلیک کړې وه، چې له مخې یې د دې هیواد ځواکونه د روسیې په خاوره کې د اوکرایین پر ضد جګړه کې برخه اخیستلای شي.

د روسیې او شمالي کوریا مشران


د روسیې او شمالي کوریا د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دواړو هیوادونو مشرانو دا موافقه لاسلیک کړې او پر بنسټ یې اوسمهال د روسیې په خاوره کې د شمالي کوریا ځواکونه عملا د جګړې ډګر ته رارسیدلي دي.

د اوکرایین په جګړه کې د روسیې له خوا د شمالي کوریا د ځواکونو کارول، دا اندېښنې رامنځته کړې چې دا به د اسیا-پاسیفیک سیمه بې‌‌‌ثباته او د اوکراین جګړه به نور هم پراخه کړي.