د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۲

خبرونه

روسي ځواکونه د اوکراین پوکروفسک ښار ته نږدې شوي

Pokrovsk ښار
Pokrovsk ښار

راپورونه وايي چې روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ستراتیژیک ښار پوکروفسک Pokrovsk ته نژدې شوي دي.


ډیپ سټېټ آنلان ویبپاڼه چې د ځواکونو د موقعیت نقشې ښيي، راپور ورکوي چې روسي ځواکونه د پنجشنبې په ورځ د پوکروفسک له جنوبي څنډې څخه یوازې درې کیلومتره لیرې وو.


په عین حال کې د اوکراین د پوځ جګپوړي چارواکي جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې د روسي یرغلګرو پرضد د جګړې په ډګر کې د اوکراین د دفاعي ځواک د پیاوړي کولو لپاره باید نامتعارفې پرېکړې وشي.


له بلې خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي چې تېره پنجشنبې د جبهې په لومړۍ کرښه کې د سرتېرو لیدو ته ورغلی و، سیمې ته د مرستندویو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې.

روسې داسې مهال په اوکراین کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډيپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوي او ښکېل اړخونه غواړي دا جګړه، چې په اروپا کې یې په تېرو څو لسیزو کې ساری نه دی لیدل شوی پای ته ورسوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن د خالدې ضیا د جنازې مراسم په ډاکه کې ترسره کیږي

نن د بنګله دیش د پخوانۍ صدراعظمې خالدې ضیا د جنازې مراسم دي.

هغه چې د بنګله دیش لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وه پرون سهار د ۸۰کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.

د محمد یونس په مشرۍ د بنګله دیش موقت حکومت په دې هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او تمه ده چې د خالدې ضیا د جنازې لمونځ د پارلمان د باندې وشي.

د هغه مړی به د بنګله دیش د پخواني ولسمشر او د هغې د خاوند ضیالرحمن ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

موقت حکومت اعلان کړی چې په ټولو امنیتي پوستو کې به بیرغ نیمه ځوړند وي.

د خالدې ضیا د جنازې په مراسمو کې به د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون ولري.

اغلې ضیا چې درې ځلې د بنګله دیش د صدارعظمه په توګه ټاکل شوې وه، په ۲۰۱۸کال کې د شیخ حسینې په حکومت کې په مالي فساد تورنه او نورو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځول شوه.

د کډوالو نړیوال سازمان؛ طبیعي افتونو افغانان بشري مرستو ته اړمن کړي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، د طبیعي پېښو له کبله له ۲۷زرو څخه زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره يې مرستې کړي دي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په مرستو شویو توکو کې نقدې پیسې، اضطراري سرپناه، غیرخوارکي توکې، اوبه او روغتیايي خدماتونه شامل دي.

ای او ایم وايي، له دغو زیانمن شویو څخه نژدې ۱۵زره کورنیو مالي مرستې او خیمې ترلاسه کړي دي.

د دغه سازمان په ټکو، افغانستان له طبیعي افتونه لکه زلزلې او سیلابونه سره مخ هېواد دی او اقلیمي بدلونو دغه ستونزه لا پسې ډیر کړې ده.

ای او ایم خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون او په افغانستان طبیعي پېښې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا لا پسې زیاتوي.

دغه سازمان له دې وړاندې ویلي چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، داخلي کډوالۍ او له نورو هېوادونو څخه له اخراج سره مخ شوي چې عاجلو بشري مرستو ته اړمن دي.

سږکال د تیر پرتله پاکستان کې امنیتي پېښې شل سلنه زیاتې شوي

په پاکستان کې د شخړو او امنیت څیړنیز مرکز وايي، په ۲۰۲۵کال کې په دې هېواد کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه مرکز په خپل کلني راپور کې چې د ډیسمبر په ۲۹مه خپور شوی ویلي چې د تیر کال پرتله په امنیتي بریدونو کې اوښتې مرګژوبله ۷۳سلنه لوړه شوې او له ۲۰۱۵کال راهیسې دا کال تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵کال کې تر ټولو ډیر ځانمرګي بریدونه شوي او ډیر مرګژوبله يې ملکیانو ته اړولې ده.

د راپور له مخې، اکثره دغه امنیتي پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې سږکال په ټول پاکستان کې څه باندې زر امنیتي پېښې ثبت شوي، خو په ۲۰۲۴کال کې د ورته پېښو شمیر ۹۰۸ ته رسیده.

د راپور په ټکو، دغو امنیتي پېښو کې له ۳۳زرو ډیر کسان وژل شوي دي.

د افغانستان واورین سړي د معلولو کسانو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې

عبدالقاسم فردوسي چې د "افغانستان د واورین سړي" په نوم مشهور دی د غور ولایت په مرکز کې د معلولیت لرونکو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې ده.

فردوسي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، " د دغو ورزشي حرکتونو موخه يې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د مالي ملاتړ او کاري فرصتونو برابرولو ته د خلکو پام وراړول دي".

فردوسي چې بوکسر دی، نژدې لس کاله کیږي چې په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کوي.

هغه میاشت وړاندې د کابل ـ غور لویې لارې د جوړیدو په موخه په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کړي وو.

په کراچۍ کې د وژل شوې افغانې ښځې خاوند نیول شوی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال قنسوال عبدالجبار تخاري وايي، هغه سړی نیول شوی چې وړمه ورځ یې د دې ښار په سهراب ګوټ کې د ښځې او ماشومانو مړي موندل شوي وو.

د تخاري په خبره، پولیسو د فاطمې خاوند چې نجیب الله نومیږي او په خټه پاکستانی دی، نیولی دی.

د کراچۍ پولیسو پاکستاني رسنيو ته وړمه ورځ ويلي و چې "د ۳۰کلنې فاطمې او د هغې د درېيو ماشومانو مړي د کراچۍ ښار د سهراب ګوټ سيمې په يوه کور کې موندل شوي دي".

پوليسو ویلي چې د ټولو قربانيانو په غاړه کې د رسيو يا زندۍ کېدو نښې ليدل شوي دي.

پولیسو وړاندې ویلي و، په ماشومانو کې يوه اووه کلنه نجلۍ او دوه هلکان دي چې عمرونه یې دوه او څلور کاله ښودل شوي دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دا ښځه او ماشومان يې چا وژلي دي، خو د طالبانو جنرال قنسول وايي، عاملانو ته به يې سزا ورکړي.

بدخشان کې ترافیکې پېښې د ۷ کسانو ژوند اخیستی دی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د بدخشان په مایمي ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امینې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار رسنیو ته نن سه شنبې ویلي، "پېښه د مایمي ولسوالۍ په ورفک سیمه کې د فولډر موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې ده".

د کامګار په خبره، ټپیان نژدې روغتون ته انتقال شوي دي.

په افغانستان د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه رعایت د ډیرو ترافیکي پېښو اصلي لامل ګڼل کیږي.

د ترکیې پولیسو نژدې څلور سوه کسان داعش ډلې د اړیکو په تور نیولي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملیاتو کې يې نن سې شنبې ۳۵۷ شکمن کسان نیولي دي.

دا شکمن کسان په داسې حال کې نیول شوي چې پرون دوشنبې د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه وسله واله نښته کې درې پولیس وژل شوي او شپږ وسله وال کسان ټپیان شوي وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي چې دا عملیات د ترکیې په ۲۱ولایتونو کې شوي دي.

له دې وړاندې د استانبول لوی څارنوالی اعلان کړی و چې پولیسو د دې ښار په ۱۱۴ سیمو او دوو نورو ولایتونو کې ډیر شمیر اسناد او ډیجیټالي مواد ضبط کړي دي.

اوونۍ وړاندې د ترکیې پولیسو له سلو ډیر کسان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور نیولي وو.

پولیسو هغه مهال ویلي وو، " دې کسانو د کریسمس پر مراسمو د برید پلان درلوده".

پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي

د اسلام اباد په فیصل ټاون کې پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت افغان خبریال نورالله اکبري ازادي راډیو ته وویل، " د امریکا غږ پخوانی خبریال عاشق الله جلالزی، د ارزو ټلویزیون پخوانی خبریال ذکرالله یزداني او د یوې محلي راډیو کارکوونکی عتیق الله رحیمي نن سهار سې شنبه پولیسو نیولي او حاجي کمپ ته يې انتقال کړي دي".

که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې دا خبریالان ولې نیول شوي، خو ډیر کله پاکستاني پولیس په دې هېواد کې میشت افغانان د ویزو د نه درلودو له کبله نیسي او بیرته يې افغانستان ته دپیورټ کوي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې په زرهاوو افغانان د دوی په ټکو د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا په ۸۰ کلنۍ کې مړه شوه

خالده ضیا - عکس ارشیف
خالده ضیا - عکس ارشیف

د بنګله دیش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا، او د لرې کړای شوې مشرې شیخ حسینې اصلي سیاله، د اوږدې ناروغۍ له امله مړه شوه. دا ۸۰ کلنه وه.

د ضیا د بنګله دیش نشنلسټ ګوند (BNP) د سې شنبې په ورځ پر فیسبوک پاڼه ولیکل:

"زموږ د خوښې مشره نوره زموږ سره نشته. هغې نن سهار ۶ بجې له دې نړۍ سترګې پټې کړې."

ضیا غوښتل په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د درېیمې دورې لپاره هم د صدراعظمې په توګه نومانده شي. دا به وروسته له هغه لومړي انتخابات وي چې په دې هیواد کې په۲۰۲۴ کال کې د مشهور انقلاب په نتیجه کې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.

خالده ضیا وروسته له هغه په ۱۹۹۱م کال کې د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه شوه چې مېړه یې – د هغه مهال ولسمشر ضیا الرحمان ووژل شو.

دې د خپلې کاري دورې پر مهال په زندان او کور کې د نظر بندۍ وختونه هم تېر کړي ول. دې ته د فساد له تورونو هغه مهال برات ورکړل شو او د درملنې لپاره لندن ته د سفر اجازه ورکړل شوه چې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.

ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران خپل اټومي پروګرام مخته یوسي امریکا به د اسراییلو له بریدونو ملاتړ وکړي

مارالاګو ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو لیدنه
مارالاګو ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو لیدنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې که ایران نوې اټومي موافقه ونه مني او خپل توغندیز او اټومي پروګرامونه پرمخ بوځي نو هغه به پر ایران د اسراییلو د نورو بریدونو ملاتړ وکړي.

هغه د فلوریډا په مارا-لاګو ماڼۍ کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: "زه اوس اورم چې ایران هڅه کوي بیا ځان جوړ کړي، او که دا پیښ شي، موږ به یې ودروو."

ټرمپ اشاره وکړه چې که د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي نو سمدستي مداخلې ته به اړتیا وي.

د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه ای لوړ پوړي سلاکار علي شمخاني په ایکس شبکې کې په یوه پوسټ کې وویل چې د ایران توغندیز او دفاعي وړتیاوې "د مهار وړ نه دي او د چا په اجازې نه دي تړلي."

هغه زیاته کړه: "هر ډول یرغل به د سمدستي او سخت غبرګون سره مخ شي داسې چې د طراحانو له تصوره به هم بهر وي."

اسراییل د جون په میاشت کې د ۱۲ ورځو لپاره له ایران سره جګړه وکړه او له امریکا سره په ګډه یې د ایران مهم اټومي تاسیسات هم بمبار کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG