تر نړیوالې دویمې جګړې وروسته دا د اروپا پر خاوره تر ټولو پراخه جګړه ده.
د جګړې په ډګر کې وضعیت د روسیې په ګټه په بدلیدو دی، ځواکونه یې د لومړۍ کرښې په اوږدو چې یو زر سل کیلومترو ته رسیږي د اوکرایني سرتیرو سنګرونه ځپي، د اوکراین د انرژي زیربناو ته زیان اړوي او هڅه کوي چې یو ستړی لالهانده ولس په تپه تیاره کې کښینوي.
د لویدیځ د مذاکراتو په خونو کې ذهنیت داسې بدل شوی دی چې دا شخړه باید حل شي، دا شخړه چې د څلور دیرش میاشتو په ترڅ کې یې د دواړو لوریو د وژل شویو او ټپي شویو شمیر تر یو میلیون څخه اوړي.
د دې قضیې په تړاو د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ نه دی بدل شوی، ده د انتخاباتي کمپاین پرمهال ټینګار کاوه چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره به په څلرویشت ساعتونو کې لاره پيدا کړي.
په اروپا کې د کارنیګي څیړنیز مرکز مشره روزا بالفور د ډسمبر په دولسمه په بروکسل کې ویلي وو« ډيرې خبرې دي، ډير شور دی چې د سولې خبرې ژر په پيلیدو دي، خو پلان ورته نه لرو داسې هیڅوک نه ښکارې چې تر دې دمه دې پلان ورسره وي او ښکاره ده چې مځکنی وضعیت د اوکراین په ګټه نه دی، نو دا ستونزمنه شیبه ده».
اروپایي او امریکایي چارواکو په وروستیو کې پر دې خبرې کړې دي چې کله جګړه ودریده، اوربند وشو بیا لویدیځ اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه استولی شي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون بیا بیا په اوکراین کې د څلویښت زره کسییز سوله ساتي ځواک د ځای پرځای کولو مساله راپورته کړې ده. دی د ډسمبر په دولسمه وارسا ته ولاړ، هلته یې د پولنډ له صدراعظم دانالډ ټسک سره دا مساله مطرح کړه. تر دې غونډې وروسته ښاغلي ټسک خبرې غونډې ته وویل چې پولنډ دا نیت نه لري چې اوکراین ته پوځیان واستوي او وارسا به دې کار ته څوک مجبوره نه کړي.
د وارسا تر دې غونډې پنځه ورځې مخکې په پاریس کې د اوکراین لپاره د سوله ساتو ځواکونو وړاندیز هغه وخت وشو چې د فرانسې ولسشمر ماکرون د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي کوربه و.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې ټرمپ د دې پلوي کوي چې په اوکراین کې د یوه اوربند د څارلو لپاره باید هلته سوله ساتي ځواکونه واستوي. د ورځپاڼې په راپور کې دې ته هم اشاره شوې ده چې منتخب ولسمشر ټرمپ تردې مخکې په تکرار دا خبره کړې چې اروپا باید د اوکراین د ملاتړ او دفاع لپاره نور فعاله دریځ خپل کړي.
د ورځپاڼې په باور ډونالډ ټرمپ نه غواړي چې په دې مساله کې امریکایي پوځیان ښکیل شي، خو د دې پلوي کوي چې واشنګتن په یو ډول د دې ملاتړ وکړي.
د اوکراین مشرتابه په سپتمبر کې د بریا یو لس ماده اي پلان په ډاګه کړ چې په هغه کې د لویدیځ د سوله ساتي ځواکونو ملاتړ شوی دی، خو د اوکراین یو پخوانی دیپلومات الکساندر خارا وایي چې په دې پلان کې داسې څه چې ماسکو یې منلو ته وهڅول شي لږ ترسترګو کیږي.
خارا چې اوس په کییف کې د دفاعي ستراتیژیو د مرکز کارپوه دی وایي، دا ښه خبره ده چې خبرې باندې وشي خو د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره کوم اساس نه ترسترګو کیږي. خارا زیاته کړه، په داسې وخت کې چې روسیه لاهم په دې باور ده چې اوکراین ته به ماته ورکوي، لویدیځ دې هیواد ته شا کړې، ټرمپ هم غواړي چې پر اوکراین فشار راولي؛ د وسلو پر لیږلو او نورو مرستو لاس ونیسي نو بیا ولې روسیه د خبرو میز ته کښیني.
ناټو
پر اوکراین د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري د میاشتې د برید یو علت ماسکو دا ګڼي چې کییف غوښتل چې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.
همدا د غړیتوب موضوع په وروستیو کې د ډسمبر په نهمه یو ځل بیا ولسمشر زیلینسکي تکرار کړه او ویې ویل چې د ناټو غړیتوب ډير مهم دی.
د ناټو اکثر غړي هیوادونه هم د اوکراین غړیتوب ته ډير لیواله نه دي. د ناټو د دوه زره اتم کال په سرمشریزه کې د امریکا او اروپا مشرانو یوه کمزورې ژمنه کړې وه چې بالاخره به اوکراین ته غړیتوب ورکړي خو هغه وخت یې د دې لپاره د لارې یوه نقشه جوړه نه کړه. یوشمیر چارواکي او کتونکي پر دې نیوکه کوي چې دې تیروتنې د روسیې تیري ته لاره پرانیسته.
پر اوکراین د روسیې له برید وروسته ناټو تړون پراخ شو، سویډن او فنلنډ ته یې هم غړیتوب ورکړ اما په اوسني وخت کې د اوکراین غړیتوب د هغه هیواد چې جګړې ځپلی، ستړی کړی، یوه بهرني هیواد نیولی د ناټو لپاره به ستونزمن وي.
د امریکا متحد ایالتونه هم د اوکراین د غړیتوب له نظر سره لیواله نه ښکاري. وال سټریټ جورنال لیکي چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې د پاریس په غونډه کې مکرون او زیلینسکي ته وویل چې دی د کییف د ناټو د غړیتوب حمایت نه کوي.
بل لور ته د استرالیا یو متقاعد جنرال مایک ریان د بلاګ په یوه پوسټ کې لیکلي دي چې د اوکراین د غړیتوب ځنډیدل د روسیې غوښتنو ته د تسلیمیدلو په معنا دي او دا به د پوتین او د هغه په څیر د زورواکانو په ذهنونو کې دا توجیه کړي چې د اوکراین په وړاندې د روسیې تیري نتیجه ورکړه ځکه چې د پوتین یوه اصلي غوښتنه همدا وه چې اوکراین به د ناټو غړی کیږي نه.
حایله سیمه
د اوکراین شاوخوا شل فیصده خاوره نن سبا د روسیې په لاس کې ده، په دې کې نژدې ټول ختیځ دنباس او کریما ټاپوزمه شامله ده.
د ډيرو کتونکو په نظر داسې حایله سیمه پکار ده چې څوک پکې ژوند ونه کړي، لکه د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ پرته سیمه چې لسیزې پرې اوښتې دي.
دا نظر د مارچ په میاشت کې وروسته تر دې ولادیمیر پوتین وړاندې چې په انتخاباتو کې بریالی شو.
هغه وویل:« زه دا نه ردوم، موږ به یو وخت اړ شو چې په هغو سیمو کې چې نن سبا د کییف د رژیم تر واک لاندې دي یو حفاظتي زون جوړ کړو. »
د اوکراین لپاره دا مساله ستونزمنه ده، ځکه چې دا کرښه به چیرته ایستل کیږي او څومره به د اوکراین اقتصاد اغیزمنوي. د اوکراین د کانونو او لویو صنعتونو مرکز په دنباس کې دی چې روسیې نیولی دی، همداراز له اټکل سره سم د اوکراین د خاورې نژدې اته ملیونه هکتاره زراعتي مځکه روسیې لاندې کړې ده.
اوکراین په اګست کې د روسیې د کرسک سیمې یوه برخه ونیوله. ولسمشر زیلینسکي وروسته وویل چې د دې هدف د یوې حایلې سیمې جوړیدل دی او بل هدف دا دی چې د اوکراین دوهم ستر ښار خارکییف د روسانو د توغندیو له هدف څخه لرې شي.
له هغه وخت راوروسته روسیې تقریبا د کورسک له نیمایي نیول شویو سیمو اوکرایني ځواکونه په شا کړې دي.
بل لور ته د داسې حایلې سیمې څارنه سخته ده. د ډرون الوتکو د بریدونو له امله د دې سیمې د خوندیتوب مساله نوره هم پیچلې کیږي.
د اوکراین د سولې په برخه کې تر ټولو ستر سوال د متحد ایالتونو دی چې د اوکراین د وسلو ستر تمویلونکی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د جنوري په شلمه به د نوي ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کوي له کلونو راهیسې اوکراین ته د وسلو د استولو د مقدار په اړه شکایت لري او په اوکراین کې د فساد مساله یې هم یاده کړې ده.
ولسمشر ټرمپ تل د اوکراین د مسالې په برخه کې پر خبرو ټینګار کړی دی، خو د ناټو یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، "موږ فکر نه کوو چې پوتین دې خبرو ته جدي وي." "هغه ښایي خبرو ته لیواله وي، خو تر هغه چې دی باور لري چې هغه ګټونکی دی، د خبرو اترو لپاره نه چمتو کیږي او د ده په اند وخت د ده په ګټه دی.