د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځیني لوړ پوړي چارواکي او یوشمېر ټولنیز فعالان وايي، د ظلم پر بنسټ نظامونه دوام نهشي کولای او طالبان باید په سوریه کې له وروستیو تحولاتو درس واخلي.
په سوریه کې د وروستیو بدلونو په اړه د افغانانو د غبرګونو په لړ کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځینو لوړ پوړي چارواکي او یوشمېر ټولنیز فعالان وايي، هغه نظامونه په هیڅ وجه دوام نهشي کولای چې خپلو خلکو ته یې شاه کړې وي.
"په سوریه کې وروستي بدلونونه او د داسې نظام نسکورېدل چې له ۵۰ کلونو څخه زیات یې په واک کې و، طالبانو ته ډېر پیغامونه لرلی شيماريا نوري
د تېرجمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پرون ناوخته په خپله ايکسپاڼه کې ليکلي، سوریه کې د خلکو جشن په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له سقوط سره ورته دی.
د تېر جمهوري نظام لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، د اطلاعات او کلتور پخوانی وزير کریم خرم، د ننګرهار او لوګر پخوانیو والیانو ضیاالحق امرخېل او محمد حلیم فدايي او ځینو نورو په جلاجلا پیغامونو کې ویلي چې، د سوریې په تحولاتو کې د افغانستان لپاره لوی درسونه پراته دي.
دغو پخوانیو چارواکو په خپلو پیغامونو کې پر طالبانو نیوکه کړې چې، ولس یې څنډې ته کړې چې له کبله یې د خلکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ لوی واټن رامنځته شوی دی.
ټولنیزې فعالې ماریا نوري پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په سوریه کې وروستي بدلونونه او د داسې نظام نسکورېدل چې له ۵۰ کلونو څخه زیات یې په واک کې و، طالبانو ته ډېر پیغامونه لرلی شي، تر ټولو مهم پیغام یې دا کېدای چې، هیڅ حکومت چې د خلکو غوښتونو او په واقعي معنا په ټولنه کې اصلاحاتو ته ژمن نهوي دوام نهشي کولای، که طالبان د خلکو غوښتنو او لازمو اصلاحاتو ته پام ونهکړي نو له کورنیو مقاومتونو او بهرنیو فشارونو سره به مخ شي چې له کبله به نظام رانسکور شي."
یو بل ټولنیز فعال راحتګل زیارمل د ورته نظر په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "په سوریه کې د باغیانو په لاس د اسد د رژیم رانسکورېدل دا موږ ته راښیي چې دیکتاتوري نظامونه ډېره بقا نهشي کولای او څومره چې دوی د ولس په مرۍ او یا حقونو باندې پښې ټینګوي، نو هغومره یې د دوام موده راکمیږي او ولس یې پر وړاندې راپورته کېږي."
"په سوریه کې د باغیانو په لاس د اسد د رژیم رانسکورېدل دا موږ ته راښیي چې دیکتاتوري نظامونه ډېره بقا نهشي کولایراحتګل زيارمل
وموغوښتل چې د تېرجمهوري نظام د چارواکو او ټولنیزو فعالانو د اندېښنو په اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پهدې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واک ته رسېدو سره سم په افغانانو او په ځانګړې توګه پر افغان ښځو او نجونو ګڼ محدیتونه ولګول، چې تل پرې له همدې کبله نیوکې هم کېږي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې د ټولو افغانانو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي هغه ادعا چې خلکو، ټولنیزو فعالانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نهده.
په دې اړه نور: يوشمېر پخواني طالب چارواکي: د نجونو په اړه د اوسني حکومت اقدامات د افغانستان په زيان ديد یادونې ده چې د سوریې حکومت د یکشنبې په ورځ سقوط وکړ او د هیئت تحریرالشام ډلې په مشرتابه یاغیانو دغه هېواد ونیوه.
وسلهوالو جنګیالیو او عامو خلکو د دمشق په کوڅو کې د سقوط شېبې ونمانځلې او خوښۍ یې وښودې، چې د بشارالاسد کورنۍ ۵۰ کلنه استبدادي واکمني نوره پای ته ورسېده.