پوليسو اسلام‌اباد کې د ۱۹ افغانانو په ګډون د شاوخوا ۱۰۰۰مظاهره‌چيانو د نيونې خبر ورکړی

پاکستان کې مظاهرې

د اسلام‌‌اباد پولیسو ويلي دي چې، د نومبر په ۲۷ مه یې شاوخوا ۱۰۰۰ مظاهره‌چيان د هغه څه په تور چې دوی "ناقانونه احتجاج" او له پولیسو سره نښتې بللي، نيولي دي.

لاریون کونکو د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې له زندان څخه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

رضوي وویل چې، پولیسو د شپې په عملیاتو کې له وژونکیو وسلو کار نه‌‌دی اخیستی.

د اسلام‌‌‌اباد د پولیسو مشر سید علي ناصر رضوي یوې خبري غونډې ته وویل، په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شویو ۹۵۴ اعتراض کوونکو کې ۱۹ افغانان هم شامل دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلويانو د عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه لاریون پیل کړ، اسلام‌‌اباد ته داخل شول او د جمهوریت څلورلارې (ډي چوک) ته يې ځان ورساوه.

د نومبر پر ۲۶مه مازيګر مهال پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول.

پولیسو په هغه ځای کې د مظاهره‌‌چیانو پر ضد اوښکی بهونکی ګاز هم وکاراوه او هغوی یې تیت و پرک کړل.

رضوي وویل چې، پولیسو د شپې په عملیاتو کې له وژونکیو وسلو کار نه‌‌دی اخیستی.

د عمران خان تحريک انصاف ګوند د نومبر په ۲۷مه پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې وويل، دوی خپل لاریون په مظاهرو کې د لږ تر لږه شپږ کسانو له وژل کېدو وروسته وځنډاوه.

د مظاهرو د کابو کولو لپاره پوليسو مخکې له مخکې لوی لارې بندې کړې وې.

په وژل شویو کې څلور امنيتي سرتیري او دوه مظاهره کوونکي شامل دی.

د پي‌ټي‌‌آی وياند شيخ وقاص اکرم د احتجاج د ځنډولو پخلی کړی دی او په‌‌دې برخه کې یې حکومت په وحشت تورن کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند چارواکو وویل چې، د خان مېرمن بشرا بي بي او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور، چې د خان مهم ملګری دی د امنیتي ځواکونو له ځپلو وروسته له اسلام‌اباد څخه خیبرپښتونخوا ایالت ته خوندي راستانه شوي دي.

نقوي د شپې ناوخته د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کې په اسلام‌‌‌اباد کې خبریالانو ته وویل، لاریون کونکي چې ځینې یې په لرګیو او ګولیو سمبال وو، د نومبر په ۲۶مه نېټه پلازمېنې ته د پاکستاني پوځ له استولو وروسته په بریالیتوب سره تیت شول.

هغه اعلان وکړ چې ښوونځي به د نومبر په ۲۷مه بیا پرانيستل شي او ټولې لارې به پاکې شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی نن د نومبر ۲۷مه په اسلام‌‌اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که افغان وګړي په اسلام‌اباد کې اوسېدل غواړي، نو د دسمبر د ۳۱ تاریخ نه وروسته باید د مرستیال کمېشنر(Deputy Commissioner Office) له دفتره د (NOC) یا هغه سند چې دوی ته هلته د پاتې کېدو اجازه ورکوي، ولري.

په دې اړه نور: اسلام‌آباد کې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې؛ شپږ کسان وژل شوي

۷۲ کلن عمران خان چې پخوانی کرکیټر او د پاکستان صدراعظم پاتې شوی، له یوه کال راهیسې په زندان کې دی او له ۱۵۰ ډېرو جرمي قضیو سره مخامخ دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وايي، د نوموړي زنداني کېدل د سیاسي انګېزو له کبله دي.

بل‌خوا د بښنې نړيوال سازمان (ايمنسټي انټرنېشنل) د نومبر پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت نیوکې کړي چې، د مظاهره‌چيانو په وړاندې يې له زور زیاتي کار اخیستی.

دې سازمان ويلي دي چې، مظاهرې د هر چا "حق" دی او باید حکومت له تاوتريخوالي او تشدد څخه "ډډه" وکړي.