ډبيلو‌ايف‌پي: له اوړو او غنمو پرته افغانستان کې د ټولو خوراکي توکو بيې لوړې شوي دي

کابل کې د پېر او پلور يوه څنډه

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبيلو‌ايف‌پي) وايي، په افغانستان کې د اوړو او غنمو پرته د ټولو خوراکي توکو اوسط بیې د پام وړ لوړې شوې دي.

د زرين په نوم د افغانستان د باميان ولايت يوه اوسېدونکې وايي، بې‌دندې شوې ده او په تش لاس نه‌شي کولی چې لومړني خوراکي توکي واخلي.

موږ له ښاروالۍ غواړو چې نرخنامه ورکړي او د بازار بیې کنټرول شي."
د ننګرهار اوسېدونکی احمد

هغې ازادي راډيو ته وړاندې وویل چې، اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب شوی دی: "بامیان ولایت کې د خوراکي توکو بیې لوړې دي، خلک نه‌شي کولی چې په ۱۴۷۰ افغانیو یوه بورۍ اوړه واخلي، ۲۷۰۰ افغانۍ یوه بورۍ وریجې دي، په ۹۵۰ افغانیو لس لیټره غوړي او ۱۵۰۰ افغانیو باندې ۱۶ لیټره غوړي. بیې لوړې دي، زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی."

په ځینو ولایتونو کې یوشمېر هټيوال هم د خوراکي توکو د بیو لوړوالی تاییدوي او د دې بیو د کنټرول غوښتنه کوي.

احمد چې په ننگرهار ولایت کې دوکان لري، په‌دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "په‌‌دې وروستیو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي او د ډالرو بیه ښکته شوې، موږ له ښاروالۍ غواړو چې نرخنامه ورکړي او د بازار بیې کنټرول شي."

دا اندېښنې په‌‌داسې حال کې دي چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام ويلي چې، په روانه اوونۍ کې د اوړو او غنمو پرته د ټولو خوراکي توکو اوسط بیې په افغانستان کې د پام وړ لوړې شوې دي.

د دې ادارې په وینا، دا بیې به د ژمي په موسم کې د لازمې زېرمې د نشتون د امکاناتو د کمښت له امله په پام وړ ډول پورته شي.

دې ادارې په هغه راپور کې چې د پنج‌شنبې په ورځ ناوخته (د نومبر په ۷مه) یې خپور کړى زياته کړې چې، د ځینو مهمو سبزیو بیې هم ښکته، پورته شوې دي.

"پاکستان لارې بندې کړي او تعرفه یې لوړه کړې ده، کوم لوی شرکتونه چې توکي خرڅوي، زموږ تر کنټرول لاندې دي
خان جان الکوزی

ډبيلو‌ايف‌پي زیاتوي چې د مهمو سبزیجاتو لکه رومي بانجان، کچالو او پیازو بیې هم په ټولو فصلونو کې له راټولولو وروسته د پام وړ بدلون ښيي.

د دې ادارې په وینا، دا بیې به د ژمي په موسم کې د لازمې زېرمې د نشتون د امکاناتو د کمښت له امله په پام وړ ډول پورته شي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې په ناڅاپي توګه په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي؟

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وويل، د مواصلاتي لارو لکه د سالنګ لویې لارې بندېدل او همدارنګه په نړيواله کچه د خوراکي توکو د بیو لوړوالی په دغه هېواد کې هم د بیو د پورته کېدو لاملونه دي.

نوموړی وايي: "پاکستان لارې بندې کړي او تعرفه یې لوړه کړې ده، کوم لوی شرکتونه چې توکي خرڅوي، زموږ تر کنټرول لاندې دي، خو کله چې دویم لاس ته پلورل کېږي، پرچون پلورونکي یې په لوړ قېمت خرڅوي."

په دې اړه نور: ډبيلو‌ايف‌پي: افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله ځينې کورنۍ خپلې وړې نجونې واده کوي

دا په‌‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او فقر زیات شوی او د راپورونو له‌‌مخې میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه وضعیت افغان کورنۍ له بې‌وزلۍ او لوږې سره مخامخ کړې دي او ځینې یې دې ته اړ کړي چې په خپلو ماشومانو کار وکړي، لوڼې له وخت مخکې واده کړي او ان خپل ماشومان وپلوري.