د اوکراين ولسمشر: روسيه غواړي د شمالي کوريا له پوځي ځواک په ګټې اخيستنې اوکراين سره جګړه پراخه کړي

د شمالي کوريا پوځ

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو د ګډون په اړه خبرداری ورکړی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي پرون خبردار ورکړ چې روسیه غواړي د راروانې یک‌شنبې ترورځې چې د اکتوبر ۲۷مه نېټه ده د شمالي کوریا پوځي ځواکونه په اوکراین کې دېره کړي.

ښاغلي زیلینسکي پرون پر خپله ایکس‌پاڼه ولیکل چې، د استخباراتي سرچینو په حواله تمه ده د شمالي کوریا د ځواکونو لومړۍ ډلګۍ د اکتوبر د ۲۷ او ۲۸ ترمنځ د جګړې سیمې ته واستول شي.

هغه ویلي، دا اقدام ښيي چې روسیه په ښکاره د جګړې پراخول غواړي.

زیلینسکي پر روسیې او شمالي کوریا د اغېزمن نړیوال فشار غوښتنه وکړه، څو په نتیجه کې یې دواړه هېوادونه د ملګروملتونو د مصوبو منلو ته اړ شي.

نوموړی زیاتوي، نړۍ د روسیې اصلي نیت چې د ده په وینا د جګړې دوام دی، په څرګنده ویني.

زیلینسکي ټینګار کوي چې په همدې دلیل د نړۍ د مشرانو له‌‌خوا یو اصولي او قطعي غبرګون اړین دی.

دلودمير زيلينسکي

د اوکراین پوځي استخباراتو تېره پنج‌شنبې اعلان وکړ چې، د روسیې په کورسک سیمه کې یې د شمالي کوریا د پوځي ځواکونو حضور لیدلی دی.

د اعلان له‌‌‌مخې د دې ځواکونو لومړنۍ ډلګۍ د اکتوبر په ۲۳مه هلته ځای پرځای شوې دي.

اوکرایني ځواکونو په تېره اګست میاشت کې له روسیې سره په ګډ سرحد کې په کورسک سیمه کې پراخ عملیات وکړل او ځینې سیمې یې ونیولې.

له‌‌دې مخکې متحده‌ایالتونو د چهارشنبې په ورځ وویل، د شمالي کوریا درې زره پوځیان روسیې ته رسېدلي دي.

په همدې ورځ د امریکا د دفاع وزیر لویډ اوسټین وویل، روسیې ته د پوځي ځواکونو استول مسکو ته د وسلو له استولو وروسته د پیونګ یانګ بل اقدام دی.

اوسټین زیاته کړه چې شنونکي د وضعیت ارزونه کوي او یادونه یې وکړه چې پیونګ یانګ ښايي له روسیې سره د مستقیمې مرستې له کبله له عواقبو سره مخامخ شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سټلایټ د هغو تصویرونو په اړه چې په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو حضور ښيي، د یوې پوښتنې په ځواب کې په‌دې اړه راپورونه نه تایید او نه رد کړل.

اوکرایني ځواکونو په تېره اګست میاشت کې له روسیې سره په ګډ سرحد کې په کورسک سیمه کې پراخ عملیات وکړل او ځینې سیمې یې ونیولې.

په دې اړه نور: امریکایي چارواکي: شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي

کییف وايي، له‌‌‌‌‌‌‌دې سیمو د روسیې د حملو پر وړاندې د حایل په توګه کار اخلي.

په عین حال کې د اوکراین سیمه‌يیزو چارواکو پرون اعلان وکړ چې، د دې هېواد په دوو سیمو کې د روسیې حملو شپږ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي.

د دونېڅک د ختیځې سیمې والي وادیم فیلاشکین وویل چې روسي ځواکونو پر یوه پوسته خانه برید وکړ چې په نتیجه کې یې دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان شول.

له بلې خوا د خرسون د جنوبي سیمې والي الکساندر پروکودین پر ټلېګرام چینل لیکلي دي، پر ۲۷ سیمو، له هغې ډلې پر خرسون ښار د روسیې په حملو کې پنځه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

پروکودین زیاتوي چې د روسیې پوځ د سیمې مهم تاسیسات، مخابراتي ستنې او د استوګنې سیمې په نښه کړي دي.