نړۍ
امریکایي چارواکي: شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي
امریکایي چارواکي وایي چې شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته لېږلي او په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي.
اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امریکایي چارواکو په حواله ویلي، که د شمالي کوریا دغه سرتېري له روسیې څخه د اوکراین جګړې ته ولاړ شي، عواقب به ولري.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټڼ پرون له روم څخه د کتنې پر مهال وویل، دا مسکو ته د وسلو له ورکړې وروسته د پيونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی باور لري چې شمالي کوریا د بېړیو له لارې د روسیې بندري ښار ولادیفوستوک ښار ته لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استولي دي.
کربي ویلي، دوی نه پوهېږي چې دغه سرتېري به اوکراین ته استول کېږي او که نه، خو په خبره یې، دا کار دوی ته د اندېښنې وړ دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ايران په سيستان-بلوچستان ولايت کې د يو بريد پر مهال لس ايراني پوليس وژل شوي
د ایران د سیستان-بلوچستان په ناامنه ولایت کې د پولیسو د موټرو پر یوه کاروان په برید کې لس پولیس وژل شوي دي.
د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، تر اوسه د دې برید په اړه ډېر جزیات ځکه خپاره شوې نهدي، چې دا برید په ګوهر کوه سیمه چې له پلازمېنې تهران ۱۲۰۰ کیلومټره واټن لري، شوی دی.
وړاندې راغلي، په لومړینو راپورونو کې ویل شوي وو، چې دا برید جنایتکارانو کړی، خو وروسته د ایران دولتي رسنیو وویل، پهدې برید که لس پولس وژل شوي دي.
تر اوسه هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت منلی نهدی.
نن شپه د ریال ماډریډ او بارسلونا لوبډلې سیالي کوي
د فوټبال دوه مخکښ هسپانوي کلبونه بارسلونا او ریال ماډریډ د لالیګا سیالیو په ترڅ کې نن شنبه د اکټوبر په ۲۶مه نېټه سیالي کوي.
سیالي به د کابل پر وخت د شپې یوولس نیمې بجې د هسپانیې د ماډریډ ښار په سانټیاګوبرنابيو لوبغالي کې پيل شي.
د لالیګا لیګ په روانو سیالیو کې تر دې دمه د بارسلونا لوبډله د ۲۷ نومرو په لرلو سره مخکې ده، د ریال ماډریډ لوبډله بیا ۲۴ نومرې لري او په دویم ځای کې قرار لري.
که د ریال ماډریډ لوبډله پهدې سیالۍ کې بریالۍ شي، نو د نومرو په جدول کې به اول مقام ته ورسیږي.
ریال ماډریډ او بارسلونا د فوټبال دوه هغه مخکښ کلبونه دي، چې د ټولې نړۍ په کچه یې سیالۍ ته مینهوال انتظاار باسي، د دواړو لوبډلو په ترکیب کې له ډېره وخته مشهور لوبغاړي لوبه کوي.
دغه کلبونه هغه وخت لا مشهور و چې د کریسټیانو رونالډو او لېونل میسي په څېر مشهور فوټبالران پهکې لوبېدل.
ايران: تهران د بهرني تيري پر وړاندې د دفاع حق لري
د ایران پر پوځي اهداف د اسراییلو له بریدونو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران د هغو کړنو پر وړاندې چې دوی یې "بهرني تیري ګر" بولي، د دفاع حق لري.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور پر بنسټ، په هغې اعلامیه کې چې نن د (اکټوبر ۲۶مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، دا برید په "کلکو ټکو غندل" شوی دی.
په اعلامیه کې وړاندې دا بریدونه له نړیوال قانون او د ملګروملتونو له منشوره سرغړونه بلل شوې ده.
ایران ویلي، پهدې بریدونه کې يې دوه سرتیري ټپیان شوي دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، ایران دا تایید کړې چې د دې هېواد پر پلازمېنې تهران او شاوخوا نورو سیمو کې اسراییلو پوځي اهداف په نښه کړي دي.
ایران ویلي، دې بریدونو محدود زیانونه اړولي دي.
د اسراییلو پوځ نن سهار په ایران کې یوشمېر پوځي اهداف په هوايي ځوابي بریدونو کې په نښه کړل.
دا بریدونه وروسته له هغې دي چې ایران د اکټوبر په پیل کې پر اسراییلو په لسګونه بالستیک توغندي وتوغول.
لهدې بریدونو وروسته، د برتیانیايې صدراعظم کییرسټارمر ویلي، ایران باید دې بریدونو ته ځواب ور نهکړي.
د رویترز د راپور پر بنسټ، سټارمر له ښکېلو خواو د زغم غوښتنه کړې ده.
اسلاماباد کې د بنديانو د موټرو پر کاروان بريد کې څلور پاکستاني سرتيري ټپيان شوي
د اسلاماباد پولیس وايي، د بندیانو د موټرو پر کاروان د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې څلور سرتیري ټپیان شوي دي.
پولیسو پرون (اکټوبر ۲۵مه) په یو بیان کې ویلي، له اسلاماباده د باندې په سنګجانې سیمه کې شلو وسلهوالو کسانو د بندیانو پر هغوو درې بسونو برید وکړ، چې ۸۲ بندیان يې لېږدول.
د پولیسو په خبره، په بندیانو کې د تحریک انصاف غړي هم شامل وو.
د پولیسو په بیان کې راغلي، د برید پر مهال ۱۹ بندیان له سیمې وتښتېدل چې وروسته بېرته نیول شوي دي.
پولیسو ویلي، پهدې برید کې څلور سرتیري ټپیان شوي هم دي.
خو د پاکستان د حکومت مخالفه ګوند او د تحریک انصاف مخکښ غړي او د خیبريښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په یوه ویډیو پیغام کې ادعا کړې چې، په بسونو کې د دوی د ګوند غړي وو او برید پرې خپله پولیسو کړی دی.
دا ادعاوې د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ رد کړي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یاد غړي د اکټوبر په څلورمه په اسلاماباد کې د پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره د لاریونونو پر مهال نیول شوي وو.
پولیسو ویلي، دغه کسان يې په اسلاماباد کې له اټک زندانه محکمې ته لېږدول.
ايران د اسراييل په هوايي بريدونو کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی
ایران ویلي، د اسراییلو په هوايي بریدونو کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي.
دا خبر د فرانسې خبري اژانس ورکړی، چې تر اوسه پهدې اړه نور جزیات نهدي خپاره شوي.
بل پلو، پر ایران د اسراییلو د ځوابي هوايي بریدونو په غبرګون کې د بریتانیا صدراعظم کییرسټارمر ویلي، ایران باید دې بریدونو ته ځواب ور نهکړي.
د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، سټارمر له ښکېلو خواو غوښتي چې له زغم کار واخلي.
د اسراییلو پوځ نن سهار د (اکټوبر ۲۶مه) د ایران پر یوشمېر پوځي اهدافو ځوابي هوايي بریدونه وکړل.
دا بریدونه وروسته له هغې دي، چې ایران تېره میاشت په لسګونه بالستیک توغندي پر اسراییلو توغولي وو.
د اسراییلو پوځ ویلي، پر ایران د دوی ځوابي بریدونه پای ته رسېدلي او ایران د دوی پر درې ښارونو د اسراییلو بریدونه تایید کړي و.
د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ ایران ویلي، هوايي مدافع سیستم يې دا بریدونه دفعه کړي، خو ځینې سیمې يې زیانمنې کړي دي.
د سربيا ولسمشر: اروپايي ټولنه کې مو د غړيتوب هڅې مهمې دي
د سربیا ولسمشر وايي، په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد غړیتوب او دې هدف ته د رسېدو هڅې خورا مهمې دي.
الکساندر ووچیچ دا څرګندونې پرون د اروپايي کمېسیون له مشرې اوزولا فان دېرلین سره له کتنې وروسته وکړې.
ښاغلي ووچیچ په بلګراد کې له مېرمن فان دیرلین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې، د اروپايي کمېسیون مشرې له سربیا څخه وغوښتل چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له اعلامیو سره دې ځان تر دې زیات برابر کړي.
سربیا له روسیې سره نژدې اړیکي لري او پر اوکراین د یرغل له کبله پر مسکو د نړیوالو بندیزونو له عملي کولو څخه یې ډډه کړې ده، خو ولسمشر ووچیچ په روانه اوونۍ کې د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د اقتصادي ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره د ولسمشر پوتین غوښتنه رد کړه.
اوکرايني چارواکي: کييف کې د استوګنې پر يوې ودانۍ د روسيې بېپيلوټه الوتګه لګېدلې
د روسیې یوه بېپیلوټه الوتکه پرون د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د استوګنې پر یوه ودانۍ ولګېده.
د کییف د پوځي ادارې مشر سیرهي پاپکو وايي، د پلازمېنې د مرکز د لوېدیځ په یوه ناحیه کې د دې ډرون د لګېدو له کبله لګېدلی اور د ودانۍ څو اپارتمانونو ته خپور شو.
د دې برید په نتیجه کې د احتمالي زیانونو په اړه سمدستي معلومات نهشته، خو د ښاغلي پاپکو په وینا د بېړنیو خدماتو مامورین سیمې ته رسېدلي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر ټلېګرام شبکې لیکلي دي چې، اور د دې لوړ پوړیزې ودانۍ په وروستي پوړ کې ولګېد.
لهدې پېښې مخکې چارواکو د روسیې د هوايي حملو د زیانونو د مخنیوي لپاره د خطر زنګونه غږولي وو.
د اوکراین د ولسمشر: روسیه د شمالي کوریا پوځیان په جنګي سیمو کې ځای پرځای کوي
د اوکراین د ولسمشر وايي، روسیه غواړي چې د شمالي کوریا پوځیان سر له یکشنبې یا دوشنبې په جنګي سیمو کې ځای پرځای کړي.
ولودومیر زیلینسکي پر شمالي کوریا او روسیې د نړیوال فشار غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتو قوانینو ته درناوی وکړي.
د اوکراین پوځي استخباراتو د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د اکټوبر په ۲۳مه د روسیې کرسک سیمې ته د شمالي کوریا پوځیان رسېدلې دي.
واشنګټن د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د شمالي کوریا درې زره سرتېرې په روسیه کې ځای پرځای شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وایي چې څېړونکي لا هم دا مسئله څاري او پيونګ یانګ به د دې پایلي وګوري چې له روسیې سره مستقیماً مرستې کوي.
لبنان کې د خبريالانو پر يوه مرکز د اسراييلو بريد؛ درې خبريالان وژل شوي
د لبنان دولتي اژانس خبر ورکړ چې، د هېواد په جنوب کې نن د خبریالانو پر یوه مرکز د بمبارۍ په ترڅ کې د رسنیو درې کارکوونکي وژل شوې دي.
په بیروت کې مېشت المیادین تلوېزیون وویل، په وژل شویو کې دوه تنه د دوی همکاران دي.
المنار تلوېزیون بیا چې د د حاصبیا په سیمه کې د خپل یوه کمرهمېن وسام قاسم د وژلو خبر ورکړ، دا تلوېزیون د حزبالله ډلې دی.
اسراییلي ځواکونو تر دې بمبارۍ مخکې د سیمې خلکو ته خبرداری نه و ورکړی.
د اوکراين پر دوو بېلابېلو سيمو د روسيې بريدونو کې دوه تنه وژل شوي او پنځه ژوبل دي
اوکرایني چارواکو نن وویل چې، د اوکراین په دوو سیمو کې د روسیې په بمباریو کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي.
د اوکراین د ختیځ دونیڅک په سیمه کې روسي پوځیانو پر یوه پوستهخانه برید کړی، چې دوه کسان یې وژلي او درېیم یې ټپي کړی دی.
د دې سیمې والي وادیم فلاشکین وويل، روسانو یو ځل بیا عمدا ملکي تاسیسات، یوه پوستهخانه او اداري ودانۍ زیانمنې کړې دي.
د خرسون والي الکساندر پروکودین بیا نن په ټلېګرام کې لیکلي دي، د خرسون په جنوبي سیمه کې د خرسون ښار په ګډون په اووه ویشت سیمو د روسیي ځواکونو د درنې بمبارۍ په ترڅ کې پنځه ملکیان ټپيان شوي دي.
پروکودین زیاته کړه چې روسیي پوځیانو، زېربناوې او د استوګنې سیمې په نښه کړې دي.