کابل ته د نړۍ د نامتو سوک‌ وهونکي محمدعلي کلي د مېرمنې سفر؛ افغان ورزشکارې مېرمنې ترې څه غوښتنې لري؟

خليله کماچو کلي

کابل ته د نړۍ د نامتو سوک وهونکي محمدعلي کلي د مېرمنې خليله کماچو کلي سفر او ورنه د يوشمېر ښځينه ورزشکارانو غوښتنې.

يوشمېر هغه ښځینه ورزشکارانې چې د طالبانو د حکومت په څه زياته درې کلنه واکمنۍ کې له ورزش لرې پاتي دي، له خلیله کماچو علي څخه غواړي چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې له هغوی وغواړي چې افغان ښځو او نجونو ته په ورزشي لوبغالو د ورزش او سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.

"په‌داسې يو هېواد کې چې ښځې له خپل حقوقو او هيلو بې‌برخې دي، له پردي هېواده يوه مېرمن راځي او ورزشي ستډيوم جوړوي دا يو عجيبه کار دى
يوه ورزشکاره افغان مېرمن

دوى زياتوي، د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې له خپلې خوښې ورزش لرې پاتې دي، چې دې وضيعت پر دوى ناوړه اغېز کړى او له رواني پلوه ځپل شوې دي.

د دوى له ډلې د جوجيتسو رشتې يوې ورزشکارې ارزو احمدي ازادي راډيو ته وويل: "په‌داسې يو هېواد کې چې ښځې له خپل حقوقو او هيلو بې‌برخې دي، له پردي هېواده يوه مېرمن راځي او ورزشي ستډيوم جوړوي دا يو عجيبه کار دى، خو زه د يوې ورزشکارې په توګه له مېرمن کلې څخه غواړم چې د طالب چارواکو سره په ليدنه کې د افغانستان د ښځو غوښتنې وړاندې کړي او اوليت ورکړي، څو د کار او ورزش اجازه ورکړل شي."

د پارا المپیک د ویلچر هنډبال او باسکټبال برخې لوبغاړې وحیده نور هم ورته غوښتنه لري او وايي: "کوم محدوديتونه چې اوس په مېرمنو لګېدلي زموږ د ورزش فعاليتونه هم ډېر ورسره کم شوي، اول خو د مېرمن کلې څخه ډېره مننه کوم چې زموږ هېواد کې ورزش ته کار کوي، بيا زموږ غوښتنه له اغلې خليله کلې څخه دا ده چې د طالبانو له حکومته وغواړي چې د نجونو د ورزش برخه کې پر دوى لګېدلي بنديزونه لرې کړي."

ویل شوي، نوموړې به دغه‌شان د "محمد علي" په نوم یو ورزشي بنسټ هم پرانیزي.

د کورنیو رسنیو د راپورونو له‌مخې د نړۍ د پخواني دروند وزني اتل سوک وهونکي محمد علي کلي مېرمن، خليله کلې د پنج‌شنبې په ورځ د عقرب د میاشتې په درېیمه، کابل ته رسېدلې چې د "پیروزي" په نوم د کابل په قرغې سیمه کې د فوټبال یو لوبغالی جوړ کړي.

ویل شوي، نوموړې به دغه‌شان د "محمد علي" په نوم یو ورزشي بنسټ هم پرانیزي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیاځلي واکمنېدو وروسته دوی د افغان مېرمنو د زده‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي فعالیت تر څنګ ورزشي لوبغاړو ته د دوی په تګ او ورزش هم بندیز ولګاوه.

د ملګروملتونو د کارپوهانو یوې ډلې (د اګسټ په ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې، طالبانو نږدې درې کاله افغان مېرمنې له هر ډول سپورټي فعالیتونو منع کړي، چې دا د هغوی له حقونه ښکاره سرغړونه ده او د بشریت پر وړاندې ممکنه جنایت بلل کېدای شي.

د کارپوهانو دغې ډلې زياته کړې وه چې، د ورزش ملي او نړیوال بنسټونه باید د طالبانو له لوري په هر ډول سپورټي فعالیتونو کې د افغان مېرمنو د بندیز په اړه پرېکنده اقدامات وکړي.