په هرات کې د روغتيايي مرکزونو د کارکوونکو اعتصاب دوام کړی

ارشیف: په هرات کې د یوه روغتون انځور

نن په هرات ولايت کې د روغتيايي مرکزونو د يو شمېر ډاکترانو او کارکوونکو د اعتصاب دوهمه ورځ ده.

په هرات ولایت کې د روغتیايي مرکزونو یو شمېر ډاکترانو او کارکوونکو د هغه څه له امله چې دوی یې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست او د دوی د معاشونو په ورکولو کې د مسوولو موسساتو بې‌غوري بولي، کاري اعتصاب کړی دی.

یو شمېر اعتصاب کوونکو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، وروسته له هغې چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دي، د سه‌شنبې په ورځ د لړم میاشتې له لومړۍ نېټې یې کاري اعتصاب پیل کړ.

دوو روغتیايي کارکوونکو چې په اعتصاب کې برخه لري او نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د افغانستان پراختیايي او مرستندویه ادارې یا اې‌اې‌‌‌‌ډې‌اې AADA او د روغتیا د ارتقا او مدیریت ادارې یا اوایچ‌پي‌ایم OHPM دوی ته د معاشونو له ورکولو ډډه کړې.

یو اعتصاب کوونکی وايي: څلور میاشتې کېږي چې معاش مې نه دی اخیستی، په ډېرو ستونزو کې ژوند کوم. مونږ ګواښل کېږو چې ولې کار نه کوئ.

یوه کارکوونکي وویل: "څلور میاشتې کېږي چې معاش مې نه دی اخیستی، په ډېرو ستونزو کې ژوند کوم. مونږ ګواښل کېږو چې ولې کار نه کوئ. دوه ورځې کېږي چې مونږ اعتصاب کړی او دې ته حاضر یو چې اعتصاب ته ادامه ورکړو او آن د خوړو اعتصاب وکړو."

یوه بل روغتیايي کارکوونکی وايي: "د ميلادي کال اوومې، اتمې، نهمې او لسمې میاشتو معاش يې نه دی حواله کړی، وايي چې د اوومې او اتمې میاشتې مسوولیت اوایچ پي‌ایم لري، لنډه دا چې اختلاس يې کړی، اوسمهال د هرات ولایت کلينيکونو اعتصاب کړی دی."

د افغانستان د پراختیایي او مرستندویه ادارې یا اې‌اې‌‌‌‌ډې‌اې یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په لیکلي بڼه وویل چې یونېسف په هرات ولایت کې د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې مسوولیت لري.

د هرات د نسايي او ولادي روغتون یوه څنډه

په هرات ولایت کې د ډاکترانو د اتحادیې یوه غړي چې دې هم نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې په هرات ولایت کې د ۱۱۶ کلینیکونو شاوخوا درې زره کارکوونکو د څلورو میاشتو د معاشونو نه ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی دی.

د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې د روغتونونو، کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو يوازې بېړنۍ څانګه فعاله ده او د روغتيايي مرکزونو کارکوونکو ګواښ کړى چې که معاشونه يې ورنه کړل شي، د روغتيايي مرکزونو بېړنۍ څانګه به هم غيرفعاله شي.

د یو له دغو روغتیایي مرکزونو څخه یوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د هرات د عامې روغتيا رييس مولوي شاهد غږیز پیغام ازادي راډيو ته لېږلی چې له روغتیايي کارکوونکو یې غوښتي چې ارامه شي او خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه وايي: "ما د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس په توګه د یونېسف او دبلیوایچ‌او له ادارو سره اړیکه نیولې تر څو ژر تر ژره معاشونه او نور پاتې مصارف ورکړي، دغو ادارو وعده کړې چې دا ستونزې به حل کړي، له دې امله له ټولو همکارانو غوښتنه کېږي چې د کاري اعتصاب نه ډډه وکړي."

د هرات روغتون ودانۍ

هغه اسناد، چې ازادي راډيو ته رسېدلي ښيي چې د تورغونډۍ، روانشان، جامع نوآباد، انجيل، سرچاه، کشک، سنګ کوتل روغتیايي مرکزونو او د غوريان، شينډنډ، پښتون زرغون او ګذرې روغتونونه د هغه لومړنیو مرکزونو څخه و چې دا اعتصاب یې پیل کړی دی.