د هند صدراعظم د روسيې ولسمشر ته: اوکراين کې جګړه بايد په سوله‌ييزه توګه پای ته ورسېږي

د روسيې ولسمشر ويلادمير پوتين او د هند صدراعظم نريندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي، په اوکراین کې جګړه باید په سوله‌ییزه توګه پای ته ورسېږي.

د بریکس له سرمشریزې سره هم‌مهاله د هند صدراعظم نریندرا مودي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل چې، هند په اوکراین کې سوله غواړي او نوی ډیلي چمتو دی چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا ترټولو خونړۍ جګړې په پای ته رسېدو کې مرسته وکړي.

ښاغلي مودي دا هم وویل، هند احساس کوي چې په اوکراین کې روانه جګړه باید په سوله‌ییزه توګه پای ته ورسیږي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د روسیې په کازان کې د بریکس سازمان سرمشریزه پيل شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دې غونډې په څنډه کې د ملګروملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېریش سره وګوري.

ګوتېریش په دوامداره توګه د روسیې پر کړنو نیوکه کړې او په مکرر ډول یې د "عادلانه سولې" غوښتنه کړې او له روسیې یې غوښتي چې نړیوالو قوانینو او "د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي."

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېريش

د ازادي راډیو د خبرمرکزي څانګې د راپور له‌مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د بریکس هېوادونو د مشرانو د شپاړسمې کلنۍ غونډې کوربه دی، غواړي لوېدیځ ته وښيي چې مسکو په نړیوال ډګر کې منزوي نه‌‌دی، ځکه پوتین غواړي د بریکس هېوادونو په منځ کې وي.

د بریکس سږنۍ سرمشریزه کې روسیه هڅه کوي چې د دغه سازمان اډانه پراخه کړي او د روسیې مشرتابه د ترکیې، منګولیا، بېلاروس او اذربایجان په ګډون له شلو هېوادونو غوښتي چې د بریکس غړیتوب ترلاسه کړي.

روسیه هڅه کوي چې د بریکس هېوادونه قانع کړي چې د نړیوالو تادیاتو لپاره یو بدیل پلیټ فارم رامینځته کړي چې د لوېدیځ له بندیزونو څخه خوندي وي.

بریکس سازمان په ۲۰۰۹ کال کې د روسیې په نوښت جوړ شو چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وو.

په دې اړه نور: د روسيې او ايران ولسمشرانو ترکمنستان کې ليدنه کړې

دغه سازمان، چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو جوړ دی، د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له بریک څخه په بریکس بدل شو.

خو ایران، متحده عربي امارات، مصر او اتیوپیا یې تازه غړي دي.

د پیسو نړیوال صندوق د وړاندوینې له‌مخې، تمه ده چې د دې لسیزې تر پایه به د بریکس سازمان ونډه چې د نړۍ ۴۵ سلنه وګړي جوړوي، د نړۍ په ناخالص تولید کې له ۳۵ سلنې څخه ۳۷ سلنې ته لوړ شي.

په داسې حال کې چې د لوېدیځ د اووه لویو اقتصادونو (G7) ترمنځ ونډه به سږکال له ۳۰سلنې څخه شاوخوا ۲۸سلنې ته راټیټه شي.