طالبانو په غور کې د ۱۴ شیعه‌ افغانانو د وژونکې ډلې د له منځه وړلو ادعا وکړه

د غور ولایت مرکز یوه څنډه

د طالبانو حکومت ویلي، د داعش خراسان ډلې هغه ګروپ یې له منځه وړی چې په غور کې یې شاوخوا شلو تنو شیعه افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د داعش خراسان ډلې دوه جګپوړي قومندانان د یکشنبې په ورځ په غور کې د طالبانو د خاصو ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

له دې سیمې طالبانو یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

مجاهد ویلي، د داعش دا وژل شوي قومندانان د هغه ګروپ اړوند وو چې د سپټمبر په ۱۲مه یې په غور کې شیعه افغانان په نښه کړي وو.

په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي وو او ۶ نور ټپيان وو.

وژل شوي او ټپیان هغه شیعه افغانان وو چې له اربعین مراسمو د راګرځېدلو کسانو د هرکلي لپاره غور ته تللي وو.

Your browser doesn’t support HTML5

د دایکندي د پرونۍ حملې د قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول

د دغو شیعه افغانانو وژنې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه پارولي وو.

هغه وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ دا یو وحشتناکه برید بللی و چې په خبره یې د نړیوالو جرمونو نښې په‌کې لیدل کېږي.

هغه د دې برید هر اړخیزه څېړنه غوښتې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د یکشنبې په ورځ په خپل خپل بیان کې ویلي چې د دوی خاصو ځواکونو له یوې اوونۍ راهیسې د داعش خراسان ډلې د دغه ګروپ پر ضد په غور کې عملیات کول.

د هغه په خبره، په دې عملیاتو کې یو شمېر کسان نیول شوي هم دي چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.

که څه هم مجاهد نه دي ویلي چې په دې عملیاتو کې ملکیانو یا د دوی عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو له سیمې معتبره سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د عزیز په نوم د داعش په قومندان سربېره یو ملکی کس او د طالبانو یو عسکر هم وژل شوي دي.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې په څو سیمو کې د داعش غړو د خپلې ډلې اړوند بیرغونه هم پورته کړي وو چې بېرته د طالبانو له لورې ښکته کړای شول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ادعا کړې چې د داعش خراسان ډلې دا ګروپ هم د نورو ټولو هغو ګروپونو په څېر د پاکستان له بلوچستانه رهبري کېده او له همغه ځایه یې د داعش خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقیمه لارښوونه خپل بریدونه کول.

د داعش دا ډله په غور سربېره، په کابل او بامیانو کې هم پر ملکیانو په بریدونو تورنه بلل شوې ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې د دوی د عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې جنګیالي له افغانستان تښتې ته اړ شوي او د پاکستان په بلوچستان او کراچۍ کې یې امن پټنځایونه او روزنځایونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان حکومت بیا که څه هم د دوی د دې ادعا په اړه مستقیماً څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې په پاکستان باندې د بریدونو پلانونه له افغانستان جوړېږي او دا چې طالبان د داعش په ماتولو برلاسي نه دي.