له ایران سره سرحد کې د زیات شمېر افغانانو وژل کېدل؛ غبرګونونه او د پېښې څرنګوالی

Your browser doesn’t support HTML5

د حال‌وش په نوم یوه رسنۍ چې د سیستان او بلوچستان پېښې تر پوښښ لاندې راولي، د ایراني پوله ساتو په ډزو د لسګونه افغانانو له وژلو خبر ورکړی دی. د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي: "په سراوان سرحد کې د لسګونه غیرقانوني اتباعو وژلو په اړه خبرونه سم نه دي." خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پېښه  تایید کړې او ویلي یې دي، په دې اړه څېړنې کېږي. ازادي راډیو د دې ویډیوګانې د ‌دقیق ځای، وخت او پېښې څرنګوالی په مستقله توګه نه شي تاییدولی. دغه پېښه د پاکستان او ایران په سرحدي نقطه کې شوې چې دې سیمې ته د سیمه‌ییزو رسنیو لاسرسی محدود دی، نو له همدې امله ازادي راډیو نه‌شي کولی په خپلواکه توګه د هغو تلفات شمېر تایید کړي چې نورو رسنیو خپاره کړي دي.