کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د کندهار ځینې مېرمنې د خپلو لاسي صنایعو لپاره ځانګړی بازار غواړي

په کندهار کې یو شمېر مېرمنې د لاسي صنایعو د ګنډلو پر مهال

د اکټوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

په افغانستان کې، چېرې چې د کلیوالو ښځو لپاره اقتصادي او ټولنیزې اسانتیاوې کمې دي، یوې مېرمنې په لومړي ځل د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کلیوالو بېوزلو مېرمنو لپاره د لاسي صنعت د تولید مرکز جوړ کړی دی.

د دغه مرکز کارکوونکي، چې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري، وايي چې د توکو د بازار موندنې لپاره مرستې ته اړتیا لري او غواړي چې د دې لپاره ځانګړی بازار ورته جوړ شي.

۵۵ کلنه خدیجه، چې د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، لس کاله وړاندې یې د خپل کور په یوه برخه کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د تولید مرکز جوړ کړ چې اوس یې د کارکوونکو مېرمنو د شمېر له زیاتوالي سره کاروبار پراخ شوی دی.

د کندهار په دامان کې د لاسي صنایعو مرکز کې یوه مېرمنه د ګلدوزۍ پر مهال لیدل کېږي.

خدیجه وايي چې د سلګونو زرو افغانیو شخصي پانګونې په مرسته یې دغه مرکز جوړ کړی، او اوس په‌کې ۶۰ بېوزله مېرمنې په بېلابېلو برخو لکه خامک، مرۍ اوبدلو، ګلدوزۍ، او خیاطۍ کې زده‌کړې کوي او له همدې لارې عاید ترلاسه کوي.

خدیجه وايي: "ما خپله اول د دغه لاسي کار مزدوري کوله، شالونه مې جوړول، یو څه سرمایه مې چې ټوله کړه بیا یوې موسسې د اطاق د جوړولو او سامانونو مرسته راسره وکړه. اوس مې د کارکوونکو شمېر ۶۰ تنو مېرمنو ته رسېدلی چې زیاتې مېرمنې کونډې او بېوزله دي."

بي بي هوا، چې یوه کونډه او د دې مرکز کارکوونکې ده، وايي چې له دې لارې د خپل کور اړتیاوې پوره کوي.

نوموړې زیاتوي چې دغه کار ځای یې د ژوند د سترو اقتصادي ستونزو یوه حل لاره ګرځېدلې ده.

بي بي هوا وايي: "زه کونډه یم، یتیمان راپسې دي، مشر زوی مې د پنځو کالو راپاتې شوی. زما لپاره د خیاطۍ کار یوازېنی لاره ده چې د خپل کور اړتیاوې پرې پوره کوم."

نورې کارکوونکې مېرمنې هم وايي چې له دې مرکز سره د دوی ژوند ښه شوی، او کورنۍ یې له فقر څخه ژغورل شوې دي.

دوی له مرستندویه بنسټونو او د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د لاسي صنایعو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي څو خپل تولیدات په ښه توګه وپلوري او لا اقتصادي پیاوړتیا ترلاسه کړي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د لاسي صنایعو دغه مرکز کې ۶۰ مېرمنې په زده‌کړو بوختې دي.

محافظه زیاتوي: "کار خو زما لپاره ښه دی، زه د اوله تر اخره په خپلو ګوتو د خپل کور ضرورتونه پوره کوم. د کوچنیانو مور یم، خاوند مې د کار کولو نه دی، دا زه او لوڼي خامک کوو او خرڅو یې."

یوه بله مېرمن وايي: "موږ له حکومته غواړو چې زموږ د لاسي کارونو په پرمختګ کې او د بازار په پیدا کولو کې زموږ سره مرسته وکړي، دا زموږ د روزي ګټلو لاره ده."

د لاسي صنایعو د دې مرکز تولیدات نه یوازې په کندهار، بلکې نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

د کندهارۍ مېرمنو په لاس جوړ شوي خامکي غاړې او افغاني کالي په ټوله افغانستان کې ځانګړی شهرت لري، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې لاسي توکې د پخوا په څېر بازار نه لري.