د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

د «کار ملي کنفرانس» د جوړېدو په درشل کې په کابل کې دوه ورځنی نندارتون جوړ شو


په افغانستان کې « د کار ملي کنفرانس» د جوړېدو په درشل کې، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.

د افغانستان لاسي صنایع، وچې او تازه مېوې، ځمکني حاصلات، صنعتي تولیدات، لبنیات او داسې نور هغه حاصلات او تولیدات دي چې د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په بابر بڼ کې، د افغان او بهرنیو مینه والو لپاره، په یوه دوه ورځني نندارتون کې چې تر ډېره یې هدف د کارګر او کارفرما تر منځ د اړیکو رامنځته کول دي نندارې ته وړاندې شول.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال لعل الدین اریوبي، د جوړ شوي نندارتون د پرانیستې پر مهال یې د اهدافو په اړه وویل:

"نن دلته دوه مسائل لیدلی شئ، یو هغوی چې کارګر ته ضرورت لري او په خپلو شرایطو برابر کسان جذب کړي او دوهم هغه کسان چې کار ته ضرورت لري، شرایط په فورمه کې ویني او ځان ته به کار پیدا کړي، په دې صورت کې یو د خصوصي سکټور د تولیداتو وده او د هغه کسانو لپاره چې د کار په لټه کې دي، د کار پیدا کول دي."

د افغانستان د حاصلاتو او صنعتي تولیداتو دغه نندارتون د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې لخوا، د کار د نړیوالې ادارې په مرسته جوړ شوی دی.

د نوموړي په خبره د کار ملي کنفرانس به سبا په رسمي ډول پرانیستل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ویاند صیام الدین پسرلي وویل، دغه نندارتون د هېواد د ګڼو ولایتونو د ځکمنیو حاصلاتو او صنعتي تولیداتو ۴۰ غرفې لري.

ده وویل تولیدونکي غواړي خپلو شرکتونو ته وړ کارګر او کارباري ملګري جذب کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار د نړیوالې ادارې رئیس منظور خالق وویل، دوی له دوه زره لومړي کال راهیسې د کار موندنې او د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې له افغانستان سره منظمې مرستې کړي او دغو مرستوته به ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو نړیوالو موسسو د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې شااوخوا ۳۹ فیصد ه خلک د کار په لټه کې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې بېکاري یوه لویه ستونزه ګڼي خو وايي د خلکو د بېکارۍ کچه ۳۹ فیصده نه، بلکې شااوخوا دوه ویشت فیصده ده.

دغه وزارت وايي، له بېلابېلو ممکنو قانوني لارو یې هڅې تېزې کړي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه ټیټه شي.

د چارو پوهان د داشان نندارتونونو جوړول د کارموندنې، د خصوصي سکټور د ودې او د افغاني تولیداتو د پېژندنې لپاره ډېر مهم ګڼي.

د دغو کارپوهانو له دلې عبدالرحیم سعیدي ازادي راډیو ته وویل:

"دغه نندارتونونه کولی شي د کارګر، کارفرما، تولیدوونکي او سوداګر ترمنځ اړیکې زیاتې کړي او یو تربله د همکارۍ برخې چې موجودې دي څرنګه یې جوړې کړي، دولت غواړي په دې توګه خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي."

ښاغلی سعیدي وايي، د دې ترڅنګ حکومت باید افغاني تولیداتو ته له هېواده بهر، نړیوال مارکېټونه ومومي.

د کندهار د وچو مېوو د «کاندو فروټ» د فابریکې یوه مسؤل احمد فیصل ازادي راډیو ته وویل چې که حکومت د زېربنا و او پرمختللو ماشینونو په برخه کې له دوی سره مرستې وکړي، د دوی تولیدات به له دې هم زیات شي.

افغان حکومت ویلي چې له خصوصي سکټور سره مرسته، د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG