د پښتنو قومي جرګې له پاکستاني پوځ او وسله‌والو غوښتي چې د دوی سيمې پرېږدي

Your browser doesn’t support HTML5

د اکتوبر ۱۳مه شپې ناوخته د درې ورځنۍ جرګې يو ۲۲ ماده‌ييز پرېکړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په تالار کې ناست په زرګونو ګډونوالو په وړاندې اعلان کړ. د جرګې د پرېکړو د اعلان پر وخت د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور او نور مشران په سټېج ناست وو.