بلېنکن: منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو د مخنيوي هڅې کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

امریکا وایي، ډېره هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، واشنګټن تر اوسه هڅه کوي، چې په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي او له اسراییل یې غوښتي چې د بیروت په مرکزي برخه کې له وروستیو بریدونو وروسته چې ۲۲ کسان په‌کې ووژل شول، د ملکیانو ساتنه وکړي.

بلېنکن دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې، اسراییل په بیروت کې په بریدونو کې دوه ودانۍ په نښه کړې وې چې بشپړې ویجاړې شوې.

بلېنکن په لاوس کې د ختیځې اسیا له سرمشریزې وروسته خبریالانو ته وویل، واشنګټن په سیمه کې د یوې پراخې جګړې د مخنیوي لپاره جدي هڅو ته دوام ورکړی او زیاته یې کړه، دا ډېره مهمه ده چې اسراییل ډاډ ترلاسه کړې چې د جګړې په مهال ملکي وګړي خوندي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې د لبنان یوشمېر سرچینو ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه د حزب‌الله یو جګپوړی غړی په نښه شوی و.

دا له تېرې میاشتې راهیسې، له کله چې اسراییل د لبنان پر جنوبي برخې د ایران له ملاتړه برخمنې د حزب‌‌الله ډلې په وړاندې بریدونه پیل کړې، په بیروت کې یې درېیم لوی برید دی.

پر بيروت د اسراييل د بريد يو انځور

پر لبنان د اسراییل د بریدونو له تېزېدو سره په سیمه کې د یوې بشپړې جګړې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

پر بیروت له دغو بریدونو وروسته د حزب‌‌الله اړوند المنار ټلوېزيون وویل، په برید کې د حزب‌الله د امنیتي لوړپوړي چارواکي وفیق صفا د وژلو هڅه شوې وه چې ناکامه شوه.

د امریکا متحده‌ایالات، حزب‌الله د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې بیا د دغې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.

حزب‌الله همدارنګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري او د دغه هېواد د جنوب ډېره برخه یې په کنټرول کې ده.

پر بیروت له دغو بریدونو وروسته د حزب‌‌الله اړوند المنار ټلوېزيون وویل، په برید کې د حزب‌الله د امنیتي لوړپوړي چارواکي وفیق صفا د وژلو هڅه شوې وه چې ناکامه شوه.

د دې ټلوېزیون د راپور له‌‌مخې صفا د برید پر مهال په نښه شویو ودانیو کې د ننه نه و.

امنیتي سرچینو وویل، صفا د حزب‌الله د اړیکو او همغږۍ د څانګې مشري کوي چې د لبنان له امنیتي ادارو سره کار کوي.

په عین حال کې، حزب‌الله پرون پنج‌‌شنبې پر اسراییل خپلو توغندویي بریدونو ته دوام ورکړ او د اسراییل دفاعي ځواک IDF وویل، د اسراییل پر لور الوزول شوې څو بې‌‌پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي.

په دې اړه نور: د اسراییلو پوځ د لبنان د حزب‌الله ډلې د یو بل مهم قومندان د وژل کېدو خبر ورکړی

په همدې حال کې د لبنان په جنوب کې دېره د ملګروملتونو سوله ساتي ځواک پرون وویل، یوه اسراییلي ټانک په الناقوره ښار کې د دوی پر مرکزي دفتر په برید کې د څارنې یو برج په نښه کړی و، چې په نتیجه کې یې دوه سرتیري ټپیان شول.

د ټپي شویو هویت نه‌دی څرګند شوی.

د ملګروملتونو سوله ساتي ماموریت په یوه بیان کې همدارنګه وویل، اسراییلي ځواکونو د دوی پر یوه نږدې پټ سنګر چې سوله ساتو ځواکونو یې په‌کې پناه اخیستې وه برید وکړ، چې موټرو او ارتباطي سیستم ته یې زیان رسولی دی.

فرانسې او ایټالیا دغه برید غندلی.

د ایټالیا دفاع وزیر ګایدو کروسیتو له اسراییل غوښتي، د دغه برید په اړه چې د ده په خبره هغه تېروتنه نه وه، توضیحات ورکړي او د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د دغې پېښې په اړه له اسراییل څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده.