پي ټي اېم په خیبر کې د جرګې لومړنۍ چارې پیل کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي د جمعې په ورځ یې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنی بهیر پیل کړی دی. د غورځنګ ګڼ فعالان د خیبر د جمرود د رېګي للمې په میدان کې د پراخې جرګې انتظامي چارې پرمخ وړي او د نظم لپاره یې یوه ډله ګمارلې ده. د غورځنګ فعالان وايي هڅه کوي چې ژر زیاتې خیمې ودروي چې پکې به د بېلابېلو کمېټیو غړي سلا مشوره کوي. پي ټي اېم وايي چې پوليسو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپه شاوخوا درې بجې په پینځم ځل د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه ووهله، خیمې او د جرګې د انتظام لپاره یې نور شیان لیرې کړل او میدان یې ونیوه.