د پاکستاني پوليسو له ګواښونو سره به خيبر کې د پښتنو قومي جرګه څه ډول جوړيږي؟

خيبر کې د پښتنو د قومي جرګې يو انځور

نن په خیبر میدان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) په نوښت 'پښتنو قومي جرګه' کېږي، چې په زرګونو کسان ورته له بېلابېلو سیمو ورغلي دي.

دغه کسان د جرګې ځای ته په‌داسې حال کې ورغلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو یې پرمخ لارې بندې کړې وې او په ګڼو سیمو کې انټرنټي خدمات پرې دي.

د جرګې پر خېمو د پاکستان امنیتي ځواکونو څو-څو وارې چاپې واچولې او د چهارشنبې په ورځ د اخ و ډب په نتیجه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لږ تر لږه ۳ غړي ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د یوې لویې قومي جرګې د رابللو اعلان شاوخوا درې میاشتې مخکې د دغه غورځنګ د یوه پېژندل شوي غړي ګیله‌من وزیر د جنازې پر مهال کړی و.

زموږ همکار د امریکا په متحدو ایالتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له همغږي کوونکي حزب‌الله کاکړ سره مرکه کړې ده.

په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې: له چلنجونو او ګواښونو سره-سره به نننۍ جرګه کېږي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د حزب‌الله کاکړ مرکه